تاند- دې ملیونرې، چې خپل جنسیت یې بدل کړی او ملیسا نومېږي، د تېر کال په دسمبر کې ۴ ملیون پونډي لاټرۍ وګټله او له هغه راوروسته یې څو ځلې پلاستیک جراحي عملیات کړي دي.

۵۷ کلنې ملیسا ایډ روانه اوونۍ بیا ځان د جراج چړو ته ورکړ چې د مخ ګونځې یې ورلېرې کړي.

ملیسا له لاټرۍ سره

دې تراوسه پورې بارخوګان، شونډې، پوستکی، زنه، وروځې، د سترګو کڅوړې، سینې او کوناټي د ښکلا لپاره جراحي کړي دي او لا هم غواړي چې پر ځان نور کار وکړي.

خو جالبه دا ده چې ملیسا خپله پلاستیک جراحي له چا نه پټوي او حتي خپل پخواني او اوسني عکسونه یې خپاره کړي دي.

ملیسا ایډ تر جراحي عملیات وړاندې

د دې ګوژدنی (نامزد) ریچل ناسن وايي چې جراحي عملیات په ملیسا کې ډېر تغییر راوستی دی.

ده په ټوکو وویل، دې ته انتظار دی چې کله به له خپلې تنې سره یو بل سر پیوند کړي.

«که څوک ورته ووايي چې بل سر به درپیوند کړو، ممکن دا خوشاله شي.»

ملیسا وايي چې اوس یې د پزې او غاښونو کار لا پاتې دی چې باید وشي.

«غواړم چې ځوانه، تانده او لا ښځینه ښکاره شم.»

ملیسا د لاټرۍ تر ګټلو وړاندې خپل جنسیت بدل کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *