تاند- د بلوچستان ایالت د ژوب په پښتني سیمه کې خلکو د تلاشۍ د پوستو خلاف مظاهره وکړه او د هغو د لېري کېدو غوښتنه یې وکړه.
مظاهره چیانو، چې د ژوب د پریس کلب مخته راټول شوي ول، نارې وهلې« ملېشو د تلاشۍ پوستې نه غواړو، زموږ له سیمې څخه دې لېرې شي.»
مظاهره چیانو له ځان سره شعارونه هم لېږدول چې په هغو کې د ملېشه ځواک پوستې د خلکو لپاره د کړاو سبب بلل شوې وې.
دوی ویل چې د ملېشو پوستې، چې د ژوب او کوټې او همداراز د ژوب او وزیرستان ترمنځ جوړې شوي، خلک ځوروي او پیسې ورڅخه اخلي.
له کلونو راهیسې په پاکستان کې پښتانه په بېلابېلو پلمو ځورول کېږي خو وروسته له دې چې نقیب الله مسید په کراچۍ کې په بې رحمۍ ووژل شو او په وړاندې یې د منظور پښتین په مشرۍ عامو پښتنو د احتجاج غږ پورته کړ، د پاکستان په مختلفو سیمو کې له پښتنو سره د ظلمونو په وړاندې د خلکو نارې پورته کېږي.
په وروستیو ورځو کې په سوات او باجوړ کې هم زرګونو پښتنو مظاهرې وکړې او ټاکل شوې ده چې په کوټه کې هم احتجاجي غونډه جوړه شي.

د ژوب پرونۍ مظاهره په داسې حال کې وشوه چې د پښتون تحفظ غورځنګ یو فعال او د نقیب الله مسید نژدې ملګری افتاب مسید د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ناپېژاندو وسله والو له لوري ووژل شو.