تاند- پاکستان وايي، له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخو کې پر ټولو مهمو مسلو خبرو او د ستونزو حل کولو ته تیار دی.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هیواد د سوداګرۍ مرستیال وزیر یونس داګهه د افغانستان او پاکستان د صنایعو او سوداګرۍ د ګډې خونې له غړیو سره په غونډه کې وویل«د سوداګرۍ وزارت زښتې زیاتې هلې ځلې کوي چې د پاکستان له لوري ټولې ستونزې حل کړي. پاکستان له افغانستان سره اړیکو ته خورا ډېر اهمیت ورکوي.»

پاکستان د جنورۍ په میاشت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزیر ته بلنه ورکړه چې د ترانزیتي او سوداګري ستونزو د حل کولو لپاره اسلام اباد ته ورشي.

دي نیوز ورځپاڼه وايي، کابل د افغانستان- پاکستان د ترانزیت او سوداګرۍ د همږغۍ اوومه غونډه په نامعلوم علت وځنډوله او نېټه یې هم ونه ټاکله.

د پاکستان د سوداګرۍ مرستیال وزیر وویل، سره له دې چې لا هم د افغانستان ځواب ته انتظار باسي، پاکستان لېواله دی چې له افغانستان سره د تجارت ترجیحي موافقه (PTA) ولري.

افغان سوداګر وايي، پاکستان له سوداګرۍ څخه د سیاسي فشار د وسیلې په توګه کار اخلي، هر کله چې یې زړه وي په تېره بیا د افغانستان د مېوو د صادراتو په موسم کې خپلې لارې بندوي او یا په یو اړخیز ډول تعرفه لوړوي.

په ځلونو د پاکستان له لوري د تورخم او چمن د لارو د بندېدو له کبله د افغان سوداګرو مېوې او خوراکي مواد خوسا شوي دي.

د پاکستان (دي نېشن) ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې ريیس محمد زبیر مطیع الله پرون خبریالانو ته وویل، د دوو هیوادونو دوه اړخیزه سوداګري له ۲ ملیارده او ۷ سوه ملیون ډالرو څخه په وروستیو دوو کلونو یو ملیارد او ۲۰۰ ملیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.

په وروستیو کې د ایران د چاه بهار بندر له فعالېدو سره ښايي د دوو هیوادونو سوداګري اړیکې نورې هم اغېزمنې شوي وي.

افغانستان سږ کال له ازبکستان او ترکمنستان سره هم د سوداګري راکړو ورکړو او ترانزیت په برخو کې همکاریو ته زیات نژدې شوی دی.

6 thoughts on “پاکستان وايي، له افغانستان سره د ټولو سوداګري او ترانزیتي ستونزو حل کولو ته تیار دی”
  1. هر هغه افغان چی د ملایی خوړلو شوق لری او بدون له سیاسی مثبتو اړیکو له پاکستان سره اړیکی غواړی خایین دی!!!!!!!!!!!!!!!!!ا زمونږ یوازینی مشکل سوله ده او له ملایی څخه یی زمونږ توبه ده!ا زهر دی وخورو نه د پاکستان ملایی او ډودی!
    په اړیکو کی د پاکستان ګټه ده! امریکا او غرب به د ملایی ازاد تجارت په نامه و غولوی او زمونږ سیاسی مزدور ډمان به ورته اتن کوی!!!!ا

  2. پاکستان دي تشي وعدي نه کوي بلکي په تيرو وعدو دي عملي اقدام وکړي دا خبري دوخت ضايع ده.پاکستان دي نه يوازي دسوادګري په ساحه کي بلکي هر اړخيزه همکاري ته صادقانه ژمن واوسيږي چه دا په اول قدم کي دپکي په ګټه وي.

  3. افغانستان باید تر وسه وسه هڅه وکړي چې له تورلینګیو نه خپله لمنه راټوله کړي. افغانستان باید له چټلستان نه د کډوالو راستنولو ته تر هرڅه لومړیتوب ورکړي – تر هرڅه دا معنی چې د ترهګرو له ځپلیو نه هم ډېر اولویت ځکه دا ترهګر چې له چټلستان نه راځي دا له هماغه مهاجرکمپونو نه اخیستل کیږي او تربیه کیږي چې په چټلستان کې موجود دي. حکومت باید پاکستان میشتو کډوالو ته یو مشخص وخت مثلا ۶ میاشتې وخت ورکړي چې راستانه شي او په دې برخه کې کولی شي چې تشویقي امتیازات هم ورته لوړ کړي او تر شپږو میاشتو وروسته له چټلستان سره لارې بندې کړي. لعنت په آی ایس آی او پاکستاني پوځ چې افغانان وژني

  4. دروع ، دروغ دروغ دروغ دروغ. دا حرموني غواري چي له بهرني فشارونو وتشتي أو يوازي وحت ضايع كُوي

  5. اوس زمونږ حکومت توانیدلی چی بدیلی لاری پیداکړی د اجناسو د وارداتو لپاره نو هیځ ضرورت نشته چی مونږ لبییک ووایو ددوی غوشتنو ته . اوس حالت کی دوی مونږ ته ضرورت لری نه مونږ دوی ده. او بیا هم که تړون کیکی زیاته فیصدی باید زمونږ په کټه وی او مونږ ځآن نباید احتیاج مند معرفی کړو ترځو دوی زمونږ له مجبوریت نه لکه همیش کټه وا نخلی.

  6. پنجابیان د نړۍ تر ټولو بې ایمانه او منافق خلک دي ، دوي هېڅکله هم په خپل عهد او پیمان او قراردادونو ، معاهدو ، موافقو وفا او عمل ندی کړی.
    د امکان تر حده باید هڅه وشي چې له دوی نه خپله لاره بېله کړو. او که بیا هم پنجابیان ډېر اصرار کوي، نو افغان لوری باید مخکې له مخکې پوره تیاری ولري. خپل ټول شرایط او امکانات وسنجوي او پنجاب دې ته اړ کړي چې هغه ومني . له بلې خوا له پنجابیانو سره هره موافقه باید نړیوال تضمینونکي ولري د نړۍ لوي او بانفوذه هېوادونو ضمانت ولري او د ملګرو ملتونو په سازمان کې هغه ثبت کړي چې د تخلف او سرغړونې په صورت کې بیا پردوي ملامتي واړول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *