تاند- بې پېلوټه الوتکې یا ډرون په یوه ورځ ۵ زره او په کال کې یو ملیارد ونې اېښودلی او مځکه د ځنګلونو د کمېدو له ستونزې خلاصولی شي.
هر کال ۱۵ ملیارده ونې وهل کېږي.
ولې وهل کېږي؟
د دې لپاره چې ځنګلونه په کرنیزو مځکو بدل شي، کانونه استخراج شي، له لرګیو څخه چارتراش جوړ شي او یا هم د ښارونو د پراختیا له کبله وهل کېږي.
د ونو یا ځنګلونو د وهلو له کبله اقلیمي تغییر چټک کېږي، د ملیونونو ژوو د استوګنې ځایونه له منځه ځي او نسل یې د تل لپاره محوه کېږي.
له همدې کبله د بیایوکاربون انجنیرینګ کمپنۍ راوړاندې شوه. د دوی بې پېلوټه الوتکو د مځکې په هغو برخو کې، چې ځنګلونو ته اړتیا لري، ۳ ډي سروې وکړه.
دا الوتکې په قوت د ونو تخم شیندي چې په خاوره کې ننوځي.
د بیایوکاربون انجنیرینګ کمپنۍ څېړنو وښودله چې له ډرون څخه لاندې شیندل شوی تخم هماغسې نتیجه ورکوي چې انسان یې په لاس ږدي. په دې توپیر چې بې پېلوټې الوتکې دا کار دومره چټکې او په پراخه پیمانه کوي چې انسانان یې نه شي کولی.
دغو الوتکو په یوه ورځ د ۵ زرو ونو تخمونه وکرل.
دا کمپنۍ حاضردمه خپله ټکنالوژي په میانمار یا برما کې ازمويي.
https://www.facebook.com/SeekerMedia/videos/10155788890683387/