درنو لوستونکو! دا خیالي کیسه نه ده او هیڅ راز زیاتونه او مبالغه په کې نه ده شوې.
کله مو چې په ژوندۍ بڼه د تلویزیون پر پرده د ټاپي پروژې پرانستنې مراسم لیدل ۱۲ کلن زوی مې (اباسین) چې تر ډېره له خبرونو او نورو تلویزیوني خپرونو سره چندان جوړ نه دی او تر ډېره کارتوني، جنګي خیالي، دلرغونو افسانو کیسو پربنسټ جوړو شويو فلمونو او یا ګیم سره مینه لري، خو دغه ورځ یې د عادت خلاف دغه مراسم به ډېر ځیر سره څارل او سترګې یې هغه د چا خبره د تلویزیون پر پرده ورګنډلې وې. ما هم خدای شته له سترګو لاندې په حیرانتیا ورته کتل چې اباسین بیا څنګه تلویزیون ته ځیر دی په داسې حال کې چې دده د خوښې خپرونه(کارتوني او کوم خیالي جنګي) فلم هم نه خپرېږي، په همدغه فکر کې وم چې ناڅاپه اباسن مخامخ له ما پوښتنه وکړه: « پلاره ټاپي څه ګټه لري؟» زه چې د ذهن غوټه مې په دې پوښتنه یو څه خلاصه شوه او وپوهېدم چې اباسین هم د ټاپي ګټو د تلویزیون لیدو ته لیواله کړی په ذهن کې مې راوګرځیدل چې باید دده په ژبه او پوهې سره سم ځواب ورکړم نو ځکه خو مې د ټاپي له نومه پیل وکړ چې دا د دې پروژې د ګډونوالو او ګټه والو هیوادونو د نومونو له سرټکو اخیستل شوی…، ددې پروژې په جوړېدو سره به افغانستان ته د کابل ۵۰۰ میلیونه ډالر یوازې ددې له پاره ورکوي چې ګاز زموږ له خاورې تېرېږي، موږ به ګاز هم ارزانه اخلو او خلک به ډېرې پیسې په ګاز نه ورکوي، ځنګلونه، او ونې به نه وهل کېږي چې ګاز به ارزانه ويو هوا به نه ککړېږي، دلته به ډېر خلک کار کوي، څوک به د ګاز پیپ ته ځمکه اواروي، څوک به پیپ راوړي، څوک به پیپ تړي، څوک به یې امنیت ساتي، دغه ټول به تنخوا اخلي، کار به پیدا کړي … دا او دا… .
زما له هرې خبرې سره د اباسین په څېره کې د خوښیو څپې له ورایه ښکارېدې او د ټاپي هرې ګټې او ځانګړنې په اورېدو سره د هغه په څېره کې له ورایه داسې ښکاېدل چې دا ټولې ګټې او ښېګڼې همدا شیبه دده په برخه شوي دي.
دا خو د اباسین کیسه وه خو په ټوله کې ټاپي په رښتیا هم یوه ستره سیمه ییزه اقتصادي پروژه ده چې په خپله بڼه کې بې سارې ده. افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې کله هم دومره ستره پروژه نه ده تجربه کړې دا ځکه چې د دې پروژې په تطبیق سره به نه یوازې د سیمې هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې ټینګې او پیاوړې شي بلکې د اوسنۍ نړۍ هغه کره ار به خپل ارزښت نور هم جوت کړي چې جغرافیایي پولو ته له کتو پرته اقتصادي اړیکې، همکاري او ګډې ګټې ولسونه سره نږدې کوي او د یوې سیمې له شتمني د نورو سیمو خلک په یوه نه یوه بڼه ګټنه کولی شي. ټاپي د ورته نورو سترو او بنستیزو اقتصادي پروژ له پاره خورا ښه اډانه او بېلګه ده. بنسټیزې اقتصادي پروژې د خپلو ګټو پر اساس ولسونه څه چې هیوادونه، سیمې او ان لویې وچې یو بل سره نږدې کوي. په دې کې شک نه شته چې منځنۍ اسیا د ځمکې پرسر او ترځمکې لاندې د اومو توکو خورا لوړ پوټانسیل لري چې په ډېرو لرې سیمو کې د ګټنې وړ دي، په دې برخه کې سویلي اسیا چې د منځنۍ اسیا د توکو د مصرف خورا ستر بازار جوړوي لار یې له افغانستانه تېرېږي او همدغه لار ده چې د افغانستان اقتصادي ارزښت تر پخوا زیات جوتوي. څرنګه چې افغانستان د منځنۍ اسیا او سویلي اسیا، د اسیا او اروپا او له یو بل سره د تولید او مصرف توکو لېږد لار ده نو که ژور فکر وشي افغانستان ته دغه خدای ورکړی جغرافیایي موقعیت به د خلکو په سوکالۍ او هوساینه کې ټاکونکی رول ولوبوي. د ټاپي او ورته اقتصادي پروژو په پلي کېدو سره به د افغانستان سوداګریزه او اقتصادي کلابندي ماته شي په دې مانا چې د منطق له مخې به هم هغه لوري چې د ګټو شارګ یې له افغانستانه تېرېږي کله هم هڅه ونه کړي چې په وچه کې ایسار افغانستان خپلو ناروا غوښتنو ته اړ کړي او یاد دسیاسي کتنو پر بنسټ فشار پرې راوړي، دا ځکه که هغه لوري چې افغانستان یې لارې ته اړ دی، خپله لار یې هم له همدغه هېواده تېرېږي او له تردید پرته به د ورته عمل تمه هم ولري چې ډېر به ګران ورته پرېوزي. افغانستان چې اوس د وزګارتیا له لوړې کچې کړېږي او ډېر خلک د بې وزلۍ په ټیټه کرښه کې ژوند کوي، ددغه ډول سترو پروژو په پلي کېدو سره به سلګونه زره کسان بوخت شي چې دا په خپله د ټولنې پر اقتصادي، سیاسي، ټولنیز او فرهنګي ژوند د پام وړ مثبتې اغیزې پریباسي. د دغه ډول پروژو د پلي کېدو له پاره مهم شرط امنیت دی، یوازې د امنیت تر سیوري لاندې د دا ډول سترو پروژو پلي کېدل شوني دي او دا هم جوته ده چې امنیت یوازې د وسلې په زور د ځینو ځایونو او بنسټونو ساتنه نه بلکې امینت یوه اقتصادي-ټولنیزه- امنیتي اړیکه ده چې له یو بل سره نه شلېدونکې اړیکه لري. کله چې خلک ګوري چې په دې پروژه کې دی مخامخ ونډه وال دی او په ویجاړي او وراني سره یې زیان ده ته هم رسېږي نو کله به هم نه خپله او نه بل چا ته د زیان رسولو اجازه ورکړي، خو دا په دې مانا نه ده چې د افغانستان بد نیته لرې او نږدې غلیمان به ارام کیني له تردید پرته به په دې لار کې خنډونه راپورته کړي نو ځکه خو اړینه ده چې ددې پروژې امنیت ته افغان ولس، دولت او ذینفع ښکیل لوري ډېر پام وکړي.