تاند- په کندهار کې د ملي امنیت اداره وايي چې ۱۲ تنه یې په دغه ښار کې په هدفي بریدونو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.
د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې ویلي شوي چې دا دوولس کسیزه ډله د ملي امنیت ځواکونو د «کره» کشفي معلوماتو پر اساس نیولې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې «دې ډلې په کندهار ښار کې زموږ بېګناه هیوادوال شهیدانول او د خلکو په منځ کې یې وېره خپروله.»
په خبرپاڼه کې ادعا شوې چې نیول شویو کسانو اعتراف کړی چې په کندهار ښار کې یې هدفي ترورونه کول او یو شمېر کسان یې وژلي دي.
په کندهار کې له نسبي امنیت سره سره ځینې وخت هدفي بریدونه کېږي او عموماً یې حمله کوونکي په تېښته بریالي کېږي.