تاند- د ترکیې رسنیو نن /دوشنبه/ اعلان وکړ چې د دغه هیواد حکومت په افغانستان کې د افغان ترک ښوونځي، چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان د مخالف فتح الله ګولین د غورځنګ له لوري اداره کېدل، په خپل کنټرول کې واخیستل.
د ترکیې انادولو خبري اژانس وايي، ۱۲ ښوونځي او ۳ کورسونه به، چې په فتح الله ګولین پورې اړوند وو، نور د ترکیې د دولت د تعلیمي ادارې (معارف بنسټ) له لوري اداره کېږي.
راپور زیاتوي، په کابل کې په یو لړ مراسمو کې، چې د افغانستان د پوهنې سرپرست وزیر ابراهیم شینواري او د ترکیې د پوهنې وزیر عصمت ایلماز پکې ګډون کړی وو، د افغان – ترک ښوونځیو د سپارلو اسناد تبادله شول.
افغان – ترک ښوونځي په افغانستان کې د افغان زده کوونکو د زده کړې لپاره تر ټولو بریالي تعلیمي مرکزونه ثابت شوي او دا وېره وه او شته چې که په اداره کې یې بدلون راوړل شي، ممکن اوسنۍ تعلیمي سویه یې اغېزمنه شي خو د دې لپاره چې ترکیه او افغانستان خورا نژدې اړیکې لري او د افغانستان حکومت په اسانه ترکیه خوابدې کولی نه شي، بالاخره یې د دغو ښوونځیو په اداره کې د تغییر په اړه د ترکیې غوښتنې ته غاړه کېښوده.
د ترکیې حکومت تور پورې کوي چې فتح الله ګولین او غورځنګ یې د دغه هیواد د ۲۰۱۶ م کال د جولای د میاشتې په ناکامه کودتا کې لاس درلود.