يو افغان ځوان چې د پاکستان له يوې مشهورې مدرسې فارغ شوی وه خپل سرګذشت يې راته په لاندې ډول بيان کړ.

د تعليم په دوران کې به کله ناکله استادانو هڅولم چې د جهاد لپاره افغانستان ته لاړشم زما هم زړه کېده خو پلار مې چې يو ديني عالم دی زما په حالت پوهېده هفته کې به يې حتمآ يوه ټليفوني اړيکه راسره نيوله اودا خبره به يې راته حتماً کوله چې څوک دې تېر نه باسي بچيه خپل تعليم کوه.

ما هم د پلار خبر ومنله د مدرسې نه فارغ شوم سند مې ترلاسه کړ پلار ته مې دفراغت خبر ورکړ نور مې خپل ټليفون بند کړ او د استادانو په لارښوونه وزيرستان ته لاړم وزيرستان کې مې تود هرکلی وشو.

له ميلمستيا وروسته يو خاص تمريناتي کيمپ ته معرفي شوم کيمپ کې د يو مهالوېش په اساس نظامي کارپوهانو درس او تمرين راکاوه په څو ورځوکې مې د کيمپ د مسولينو اعتماد تر لاسه کړ د فدايي استشهاديانو مشر شوم. په  کيمپ کې د امامت چارې هم زما پر غاړه شوې.

په دغه کميپ کې خاص فدايان تربيه کيدل چې شمير يې څلوېښتو تنو ته رسېده دغه څلوېښت تنو فدايانو ته يې له پوره تمريناتو وروسته په نوبت د يو ګروپ مشري ورکوله او بيا يې افغانستان کې خپلو اهدافو پسې لېږل د دغه کيمپ مشرانو هره هفته د پاکستان له حکومت نه دوه ميلونه پاکستانۍ روپۍ تر لاسه کولې.

يوه ورځ مې له يو پوځي کارپوه نه پوښتنه وکړه چې هره ورځ د تاسو پوځي الوتکې زموږ په سر تېرېږي او په پاکستاني طالبانو بمونه غورځوي خو دلته بياتاسو موږ ته د دنيا ډول ډول سهولتونه برابر کړي حال داچې موږ هم طالبان يو او هغوی هم طالبان دي کارپوه استاد راته وويل پاکستاني طالبان ياغيان دي د خپل مشروع او قانوني دولت پر خلاف جنګېږي او تاسو خو افغانستان کې د اشغالګرو په خلاف جګړه کوئ.

ما ورته وويل څو ورځې مخکې مې هغه اشغالګر چې تاسو ورته ګوته نيسئ دلته کيمپ کې وليدل چې تاسو ته يې مشورې درکولې د استاد په څېره کې بدلون راغی په تونده لهجه يې وويل چې ته به ډیر ژر خپل سر وخورې خو زه دې فلاني استاد په خاطر درته څه نه وايم که په کيمپ کې نور مشران درباندې خبر شي يوه لحظه دې ژوندی نه پرېږدي ما يې لاسونه ونيول چې استاده که وس دې رسېږي ما له دې کيمپ نه وباسه زه خپل هيواد نه شم ورانولی زه په خپل مرګ نورته مرګ نه شم ورکولی زه نه غواړم د بې ګناه خلکو وينې توی کړم زه يو ديني عالم يم هيوادوال مې ماته سخت ضرورت لري زه غواړم د علم په مټ د هيواد بې وزله بچيان وروزم.

استاد راته وويل سهارني تمرين ته رانشې که څوک دې پوښتنې ته راغلل د ناروغۍ پلمه ورته وکړه ما همداسې وکړل.

استادان مې پوښتنې ته راغلل ما د ناروغۍ تمثيل وکړ خپلې ګردې مې کلکې ونيولې په چيغو مې پيل وکړ استادانو پرېکړه وکړه چې د ګردو علاج دلته کميپ کې نه کېږي ښار ته يې واستولم او په دې ډول له دغه ستر مصيبت نه رب المنان وژغورلم.

لعنت دې وي د پاکستان په هغه سياسي منافقانو چې زموږ په ځوانانو دا ډول لوبې کوي. ۱۳۹۶/۱۳/۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *