تاند- ملګري ملتونه وايي چې د جګړې له لاسه د روان میلادي کال له پیله تراوسه پورې نژدې ۲۰ زره افغانان په خپله هیواد کې بې ځایه شوي دي.

د ملګروملتو د بشري چارو د همږغۍ د دفتر له راپور سره سم، چې نن /سې شنبه/ خپور شو، د جنورۍ له لومړۍ څخه ۱۸۵۰۰ افغانان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د دې ادارې په وینا پر دې اساس د ورځې ۳۸۶ افغانان بې ځایه شوي دي.

راپور وايي چې د افغانستان تقریباً په ټولو سیمو کې خلک د کور- اور پرېښودو ته اړ شوي خو اکثره کسان د دې هیواد په ختیځو او لوېدیځو ولایتونو کې بې ځایه شوي دي.

په همدې حال کې د بشري مرستو فعالان وايي چې د هلمند او اورزګان په شان ولایتونو کې نور د خلکو د بې ځایه کېدو زیات امکان نه دی پاتې شوی ځکه چې په دغو ولایتونو کې اکثره خلک له تېرو دوو کلونو راهیسې بې ځایه شوي دي.

تېر کال ۴ لکه ۶۰ زره افغانانو د جګړو له لاسه خپلې مېنې پرېښودې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *