تاند- د جرمني یوې لوړې محکمې د هیواد په سترو ښارونو کې پر ډیزلي موټرو د بندیز لاره هواره کړه.

د سي این این د راپور له مخې، په لیپڅیګ (Leipzig) کې فدرالي محکمې نن /سې شنبه/ حکم صادر کړ چې د جرمني لوی ښارونه حق لري چې ځینې ډیزلي موټرونه منع کړي.

دا پرېکړه له هغو نورو هڅو سره مرسته کولی شي چې په درسته اروپا کې د ډیزلي موټرو د بندیز لپاره کېږي.

محکمې ویلي چې د شتوتګارت او دوسیلدروف ښارونه، چې هوا یې په اروپا کې تر ټولو ککړه ګڼل کېږي، اجازه لري پر ډیزلي موټرو محدود بندیز ولګولي او ځینې موټر پرېنږدي چې د ښار مرکزي برخو ته لاړ شي.

محکمې په عین حال کې ویلي چې باید په دې برخه کې هر ډول اقدام مناسب وي.

په شتوتګارت ښار کې مرسدیس بینز او فولکس واګن موټرونه جوړېږي او د دوسیلدروف ښار په شاوخوا کې هم د موټرجوړولو ډېرې فابریکې شته.

کېدای شي چې سږ کال په دغو دوو ښارونو کې پر ډیزلي موټرو بندیز ولګول شي.

جرمني او ګڼ نور هیوادونه غواړي چې په نهایت کې په تېلو چلېدونکي موټر منع کړي او د چاپېریال د خوندیتوب لپاره یوازې الیکترونک موټر عام کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *