تاند- د نړۍ د ۲۵ هیوادونو د مشرانو او استازو په ګډون نن /چهارشنبه/ «د کابل پروسه» په نوم غونډه جوړېږي.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني به په دې غونډه کې، چې په پلازمېنه کابل کې جوړېږي، د سولې تګلار او د راتلونکې په اړه د افغانستان لیدلوری روښانه کړي.
د افغانستان ولسمشر د سې شنبې په ورځ د ټویټر له لارې په خپاره کړي پیغام کې که څه هم په دې اړه نور جزئیات نه دي څرګند کړي، خو په افغانستان او سیمه کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره یې د وړاندې تګ هیله ښودلې ده.
د افغانستان ولسمشر د عامه او ستراتېژیکو اړیکو د دفتر مرستیال محمد هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې د سولې او له پاکستان سره د دولت په دولت د خبرو لپاره به سبا د “کابل پروسې” په کنفراس کې واضح طرحې وړاندې شي.
طالبانو تراوسه پورې د کابل د پروسې په اړه څه نه دي ویلي او تل یې د افغانستان له حکومت سره خبرې رد کړي دي.
دې ډلې د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان لانجه پوځي حللار نه لري او د تېرو ۱۷ کلونو جګړو دا مسئله یقیني کړې او اوس واشنګټن ته په کار ده چې په قطر کې د اسلامي اماراتو له سیاسي دفتر سره مستقیمې خبرې پیل کړي.
ښاغلي چخانسوري له امریکا سره د خبرو لپاره د طالبانو د چمتووالي په اړه وویل چې که طالبان افغانان وي، نو له افغان حکومت سره دې سوله وکړي او خلک دې نه تېر باسي.
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هم ویلي چې د کابل پروسې ناسته د سولې لپاره ښه فرصت دی او پهکار ده چې ښه ګټه ترې پورته شي.