تاند- د پاکستان د پیپلز ګوند یو مشر او د دغه هیواد د ملي جرګې غړی وايي، چین په پاکستان کې د اقتصادي دهلېز یا کوریدور په جوړولو کې له بندیانو کار اخلي.

پاکستاني رسنیو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د پارلمان غړي یوسف تالپور وویل، کوم کسان چې چینایانو د دوو هیوادونو د ګډ اقتصادي دهلېز د جوړولو لپاره پاکستان ته راوستي دي، په اصل کې چینايي بندیان دي.

ده همداراز وویل چې د پاکستان حکومت باید دا کسان سم کنټرول کړي او وڅاري.

تالپور دا هم وویل، د دغو کارګرو شمېر ډېر زیات دی او که ونه څارل شي، ښايي د پاکستان لپاره امنیتي ستونزې پېښې کړي.

تالپور ادعا وکړه چې ممکن د مسلم لیګ ن حکومت په پټه له چینایانو سره معامله کړي وي او اوس یې راز افشا کېږي.

د پاکستان حکومت د چین له لوري د ګډ اقتصادي دهلېز د پروژې لپاره، چې ۴۶ ملیون ډالره پرې لګول کېږي، ډېر تبلیغ کوي او داسې ښيي چې د امریکا د مرستو ځای پرې ډکېږي خو یو شمېر پاکستانیان وايي چې چین د دې پروژې لپاره عادي کارګر هم له خپلې خاورې راولي او په نتیجه کې یې دا پروژه پاکستانیانو ته د کار فرصت نه برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *