آه! پر ما ټاپې مه لګوئ! هیله کوم، زه ترې نه ډاریږم، زه پرې نه خفه کیږي، او زه ترې نه مایوسه کیږم. خو په هغو نورو مبارزو ځوانانو ډاریږم چې کیدای شي زما په شان د کاڼې زړه او د سپین غره په شان هسکې ارادې يې نه وي.
ما د خپل تاریخ د هرې پاڼې حرف حرف لوستی، ما د خپلې ټولنې رګ رګ پیداکړی، زه د خپلو خلکو په سوچ داسې اګاه یم لکه د خپل ځان هغه.
زه د خپل تاریخ ماضي ته تم شوی یم، زه د خپل ولس حال تماشا کوم، او زه ورته د یوه روښانه راتلونکي زیری لرم. زه د سباوون څرک وینم چې په راختو دی. زه د فکري انجماد، د فرهنګي فقر، د ټولینزې بیدارۍ او د ویښتیا پړاوونه وینم چې شیبه په شیبه لنډیږي او دا د پرمختللي او پر ځان بسیا افغانستان کاروان تر منزله رسیږي.
د بېدارۍ، پرمختګ او د سیال کیدو لپاره دا اړینه ده چې د ټولنې نیمايي قشر له ځان سره کړو، که دوي له مونږ سره نه وي، مونږ به د کال مزل په دوو کې تی کړو او د پیړۍ مزل په دوو هغو کې. ښځه د انساني دایرې نیمايي او مهمه برخه تشکیلوي، ښځه د خدای ددې ښکلي ځمکې تر ټولو ښکلی خلقت دی. خو آیا مونږ لا له ځانه سره ظلم نه کوو؟
مونږ لا ددې ستر انساني قشر د پرمختګ پروړاندې په شعوري او غیر شعوري توګه خپله خنډ یو. مونږ نه غواړو د ژوند په دې ستر او له کړاوه ډک مزل کې راسره دا تر ټولو زړه سوانده ملګري مله ووسي.
دلته وګورئ! دا انځورونو ته تم شئ! دا د معاصر افغانستان تصویرونه دي. دلته مولانا قیام الدین کشاف، غیرت بهیر او انجینر امین نن دې ستر حقیقت ته رسیدلي دي. بې له دې چې خوا يې بده شي او د شرم احساس وکړي، په هسکه غاړه د خپل انساني ذات له بل جنس سره څنګ په څنګ ناست دي او د انسان د هوساینې لپاره یو بل زغمي.
زه د خپلې برخې کار کوم. زه مې هره شپه له خپلې خور سره ( جذر، طاقت، عام کسر او اعشار کسر ) تمرینوم. یواځې په دې خاطر چې نه غواړم هغه مې د مشرې خور په توګه په څلورو دیوالونو کې پیدا او پناه شي. زه خپلې کوچنۍ خور ته یوه بیله دنیا غواړم، داسې دنیا چې هغه په کې د نارینه سره څنګ په څنګ هسکه غاړه، په پوره ډاډ او پرځان د باور په لرلو قدم واخلي. نه ستړې شي، نه يې تیارې وډاروي او نه د خپل جنس وهم يې وزوروي.
ته هم راشه! دا سپیڅلې مبارزه پیل کړه! که د ځان لپاره يې نه غواړې، ددې مور وطن د هر ټپ او هر درد د دوا لپاره وغواړه! د هغې پتمنې افغانې لپاره وغواړه چې د پامیر په څوکو کې لا په دې انتظار ده چې لمر به راخیږي او مونږ به تودوي.
دا کاروان په چټکۍ مخ ته ځي، که ته نه يې، کوم توپیر به ونه کړي. د بامیانو له مغارو زما یوه هزاره خور د خپل ورور سره راوتې. له دایکندي یوه بله هزاره خور د کابل پوهنتون په لیلیه کې د کړاو ډکې شپې تیروې. د قندهار لیلما د ننګرهار طب پوهنځي په لیله کې دوهمه میاشت ده چې مسافره ده… دوي به دا کاروان بدرګه کړي. خو زه درته خبر درکوم. ته به بیا پښیمانه يې او دا پښېماني به ګټه ونه کړي.
زه چې دا لیکم، له سترګو مې اوښکې روانې دي. ستوني می ډک دی. قسم کوم په ځان مې زړه خوږيږي، په تا مې زړه خوږیږي او پر مور وطن مې زړه خوږیږي. ته هم همداسې وکړه! په خپل هغه نسل زړه ودردوه چې همدا اوس يې په غیږ کې لرې او نه غواړې زهیر شي.
تر هرڅه وړاندې افغانستان
نوټ: دا مې تاسې لپاره لیکلی، خو د کاپي رایټ حق يې زما سره خوندي دی.