په نیمروز ولایت مقام کې د مرستیال او سرپرست والي سردار محمد همدرد په مشرۍ د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ګډه ناسته وشوه، چې د اطلاعاتو فرهنګ رییس سید حامد سادات په ګډون، د نیمروز ملي، بورنا او یازده ټلویزیونونو، د امنیه قوماندانۍ، ملي امینت، د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر استازو او یو شمېر نورو خبریالانو او ژورنالیستانو ګډون درلود.

په دغه ناسته کې د خبریالانو پر مسوولیتونو، ستونزو او پر مصونیت بحث وشو، چې د خوندیتوب لپاره یې اغېزمني تګلارې وړاندې شوې.

د اطلاعاتو فرهنګ رییس سید حامد سادات د رسنیو پر ارزښت خبرې وکړې او په وینا یې، چې رسنۍ د دولت او ولس تر منځ فاصله ختموي، نو باید په دې برخه کې زیات کار وشي او خبریالان تشویق کړای شي، څو د ټولنې او دولت تر منځ قوي روابط را منځ ته کړي.

د ملي ټلویزیون استازي و ویل، چې په نیمروز کې زیاتره خبر تولیدوونکې سرچینې رسنیو ته پر وخت خپل معلومات نه ورکوي، چې په خبره یې دا د خبریالانو لپاره تر ټولو لویه ستونزه ده. د هغه په وینا چې د خبریالانو مصونیت مهمه موضوع ده، چې د دولت له خوا ورته د جدي پاملرنې غوښتنه کوو.

مرستیال او سرپرست والي و ویل، چې هڅه کوي، په نیمروز ولایت کې د بیان ازادي غښتلې کړي او خبریالان له خپلو حقونو څخه برخمن کړي؛ خو په خبره یې، چې دوی هم دا مسوولیت لري، چې ملي مسایل او ملي ګټي په نظر کې ونیسي او د منفي او مثبتو موضوعاتو تر منځ تعادل مراعات کړي. د ښاغلي همدرد په خبره، چې ټولنه د مطبوعاتو له لارې پرمختګ کولی شي او نیمروز به د پرمختګ لپاره په رسنیو کې منعکسوي.

نوموړي د نیمروز ټولو خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې په دې برخه کې به خپله همکاري جاري وساتي او د خبریالانو ملاتړ به کوي.

د دغې ناستې په پای کې د نیمروز ولایت ژورنالیستانو له مرستیال او سرپرست والي څخه مننه وکړه او د نوموړي له ملاتړ څخه یې خوښي وښوده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *