نقیب الله محسود

عبدالله حسرت 

د پنجابي نسل پرست دولت لخوا د قومي او مذهبي لږکيو یا اقلیتونو تروړل، وژل او ځورول کومه نوې خبره نه ده. د فسادي ایتلافونو څخه د ګټو لپاره د پنجاب لخوا د پښتنو عامه وژنه او د بلوڅانو پر وسایلو قبضه د پاکستان ستراتيژېکې کړۍ د دغه هېواد د پايښت اسباب بولي.

د ايپي فقیر څخه تر اکبر بګټي پورې د پښتنو او بلوڅانو ملي خوځښتونه په غیر منسجم خو ولې وقفه يي توګه د پاکستان په وړاندې د مبارزې داستان بيانوي. خو دغه مبارزه که له یوې خوا له داخل څخه متشکله نه وه/ نه ده، نو له بلې خوا د سيمې او نړۍ سیاسي اوضاع تر ډېره د دې ذمه واره وه/ ده. د بېلتونپالو خوځښتونو تر شا د نړۍ د هېوادونو اخلاقي، ډېپلوماټيکي، مالي او پوځي ملاتړ اړين وي. خو دا چې د امريکا لاس د پاکستان لوري ته مات ؤ؛ شوروي اتحاد تر خیبر هم ونه رسېد؛ اوسنۍ روسيه د شوروي اتحاد له ماتېدو وروسته د ځان په راټولولو او مرهم بوخته وه. چين د اسلامي جمهوریه پاکستان سکنی ورور ؤ. هند د کشمير مساله په وزيریستان او چمن کې پالل نه غوښتل او نه هم ورته زمينه برابره وه. ايران هم د دخالت پالیسي نلرله او د پاکستان تر ولکې لاندې بلوڅانو خپلواکي یې په خپله خاوره کې د موجودو بلوڅانو لپاره د تحرک نکته ګڼله/ ګڼي.

خو اوس اوضاع یو څه بدلېدونکې ده. د کوزې پښتونخوا (خیبر پښتونخوا، قبایلي سيمو، جنوبي پښتونخوا) خلک د پنجاب لخوا له سیاسي انزوا، پرمختيايي او اقتصادي محروميت، دولتي ترهګرۍ او ملاګردۍ نه تر پوزې رارسېدلي دي. د پاکستاني دولت لخوا د قبایلي سیمو لوري ته فوځي انکشاف، د سلګونه زره وزيرو او مسيدو بې کوره کېدل، په ډيورنډ کرښه اغزن تار لګول او د دواړو خواوو افغانانو تر منځ د تګ راتګ محدودول، په قصدي توګه د ډیورنډ کرښې دواړو خواوو ته پرتو افغانانو تجارتي اړيکې کمزورې کول، د پاکستان او چين تر منځ د اقتصادي دهلېز مسير له پښتونخوا څخه پنجاب ته بدلول او د دولتي ادارو لخوا د پښتنو پرله پسې مرموزو او هدفي وژنو د مظلومو او محکومو پښتنو زړونه پاخه کړي وو. د نقیب مسيد د شهادت خبر هغه سپرغۍ وه، چې پښتني اتشفشان ته یې اور ورته کړ. د دغه ځوان د ښایسته ځوانۍ نړېدا د پاکستاني جابر دولت بدرنګي داسې رابرڅېره کړه، چې چا یې هم تمه نه لرله. له هغه وړاندې ډېرې ملت پاله سیاسي څېرې د معلوم ادرس (آي ایس آي) لخوا د نامعلومو قاتلانو په نوم ووژل شوې، خو د پښتنو داخلي انتشار د دې اجازه ورنکړه، چې پوښتنه یې وشي.

د نقیب له شهادت وروسته د پښتنو ولسي غورځنګ به د دې قوم په سیاسي راتلونکي ډېرې ښې اغېزې ولري. د دغه غورځنګ یوه ځانګړنه دا ده، چې سوچه ولسي بڼه یې لري او ګډونوال یې یوازې او یوازې د پښتون قوم د حقوقو لپاره راټول شوي دي. د اسلام اباد په پرلت کې د تکراري او کلېشه يي چیغو پر ځای نوې انقلابي نعرې واورېدل شوې. د مستبدو پاکستاني استخباراتي ادارو لخوا د حاکم ډار طلسم مات کړل شو او د پاکستان په زړه کې د ازادۍ او بغاوت غږونه پورته شول.

د بر وطن افغانانو (پښتون، تاجک، هزاره.. ) هم د دوی غږ بدرګه کړ. افغان ولسمشر پر خپلو ټوېټر او فېسبوک پاڼه د افراطيت پر ضد د پښتنو د غیرت له چیغې څخه ملاتړ څرګند کړ. د کابل په شمول د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې د پښتنو د خونديتوب خوځښت په ملاتړ غونډې وشوې. په اغزن سيم بېلونکي ملت د تل په څېر د یو بل درد حس کړ او پنجابي رقیب ته یې ثابته کړه، چې د لر او بر د افغانانو تړون نه ماتېدونکی احساس او نه محوه کېدونکی حقیقت دی.

د افغان دولت لخوا په زغرده له پښتني قیام څخه ملاتړ او په دې اړه د ولسمشر غني پیغام هم له افغانستان څخه د بېلې شوې ټوټې په اړه د دې هېواد د دريځ وضاحت وکړ؛ دغه پښتون خوځښت غږ ته یې په نړيواله کچه د اورېدو زمينه برابره کړه؛ د لر او بر نعرې ته نوې سا ورکړل شوه؛ د پېښور او کابل زړونه د یو بل لپاره یو وار بیا په تېزۍ ودرځېدل، چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.

مهمه خبره دا ده، چې کوزو پښتنو ته خپل دوست او دښمن روښانه کېدونکي دي. لس ورځې یې د پاکستاني پوځ او استخباراتو لخوا پر پښتنو شوي ظلمونه او ناويل شوې نادودې د نړۍ پر وړاندې کېښودې. نړيوالو رسنيو دغو جریاناتو ته انعکاس ورکړ؛ افغاني رسنيو بیا خپل رسالت تر یوه بريده ادا کړ خو د پاکستان تقریباً ټولو رسنيو، لکه څرنګه چې تمه کېده، د مظلومانو له غږ سره پرېکون کړی ؤ.

یو څه چې پښتانه یې باید له دغه لاریون زده کړي، هغه دا، چې دوی باید خپلې چاپي، غږيزې او انځوريزې رسنۍ ولري او په دې برخه کې پانګونه به د پښتنو غږ له ورکېدو وژغوري.

پښتانه په دې هم پوه شول، چې ملایان نه د دوی او نه هم د سپېڅلي ممبر کېدلای شي، بلکې یوازې د پنجابي دولت خپلولي پالي. د ملا اینډ ملټري الاینس (د ملا او پاکستاني پوځ ائتلاف) د تل په څېر باوري پاتې شو او پښتنو وليدل، چې ملایانو د خپل پنجابي بادار په وینا د دوی په لور خولې ورخلاصې کړې او د لاریون په منتظمينو یې ټاپې لګول پیل کړل. دا حقیقت باید د دې سبب شي، چې د پښتنو د خونديتوب د خوځښت لخوا په راتلونکي هیڅ یوه حرکت باید اسلامسټان او ملایان ورګډ نشي.

د اسلام اباد لاریون نړیوال انعکاس واخیست او د پاکستان لخوا پر پښتنو د شوي ظلم په اړه یې د نړیوالو سترګې خلاصې کړې. دغه کار د پاکستان هغې ادعا ته هم ډېر زیان ورساوه، چې ګواکې دغه هېواد ته د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ډېر تاوانونه اوښتي دي. نړۍ دا واورېدل چې پنجاب د خپلې بقا لپاره پر پښتنو جګړه ورتپلې، وژلي او بې کوره کړي یې دي خو دغه قتل عام ته یې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان د قربانيو نوم ورکړی او له نړیوالو څخه یې په ډېرې سپین سترګۍ د پنجاب د ابادۍ او خپلو شومو سيمه ییزو پروګرامونو لپاره کومکونه اخیستي دي.

د پښتنو د خونديتوب خوځښت يوه مهمه ځانګړه دا ده، چې دغه خوځښت د غیر معروفو اشخاصو (منظور پښتون او ملګرو) لخوا منظم او پیل شو. د دغه خوځښت د راپورته شوې چیغې پراخه بدرګه او نسبي کامیابي د پښتنو ملتپالو ګوندونو لخوا خپلو سیاسي شعارونو ته ژمنتيا هم تر شک لاندې راولي. په تېره کې د سيمې نامساعده سیاسي وضعيت پر خپل ځای، خو د دغو ګوندونو پراخ نفوذ ته په کتو سره تمه کېدله، چې دغه کار باید دوی کړی وای او له دې وړاندې یې په ډېرو نورو موضوعاتو پښتانه سره منسجم کړي وای، خو د دوی پر ځای د یوه عادي او ناپېژندل شوي ځوان منظور پښتون لخوا د ولس راپورته کول، د محمود خان اڅکزي، اسفندیارولي او نورو پر ګوندونو او تګلارو د پښتنو باور زیانمنولای شي. له دې سره سره بیا هم داسې ګڼل کيږي چې دغه حرکت به د پښتون ملتپال سیاست د پیاوړتیا سبب وګرځي، خو دا به وخت ثابته کړي، چې یاد ګوندونه دغه خوځښت په خپلو ګوندي ګټو راڅرخوي (چې دغه کار به د پښتون د اوسني حالت د تداوم سبب وګرځي) او که به د دوی د کمزورتيا سبب شي.

له وزيریستان څخه د څو تنو موټر سایکل سپرو لخوا د پیل شوي حرکت نه دومره تمه نه کېده، چې ټوله نړۍ به د خپل مظلوم قوم له حالته خبره کړي. دوی خپل ظاهري قوت او شمېر ته په کتو سره غوښتنې او د لاریون اهداف هم نسبتاً کوچني ټاکلي وو. دا واضحه ده، چې پاکستان د دوی کوچنيو غوښتنو ته هم په ځواب ويلو کې پاتې راځي او اوسنۍ وقفه به منظور پښتون او ملګرو ته یې فرصت په لاس ورکړي، تر څو لا یو منظم او داسې حرکت پیل کړي، چې مطالبې به یې لویې او پښتون شموله وي.

پاکستان ښايي ځکه هم د دوی غوښتنې ونه مني، چې د دغه هېواد په زړه کې د بغاوت او خپلواکۍ نارې وهونکي دې د هغوی د غوښتنو په منلو سره غښتلي کړي. خو د “نه” ځواب به بیا د نوي راټوکېدلي خوځښت مقاومت پیاوړی او منسجم کړي. نړیواله ټولنه په ځانګړې توګه د سيمې هېوادونه هم باید د پاکستان لخوا د پښتنو او بلوڅانو د نسل وژنې او استحصال پر ضد غږ پورته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *