ولسمشر غني د کابل پروسې په کنفرانس کې د سولې د ټینګښت په اړه د دولت مخالفې ډلې طالبانو ته هیښونکي وړاندیزونه وکړل، د ولسمشر غني تیر دریځ ته په کتو چې د کانټینینټال هوټل او جمهوریت روغتون له خونړیو چاودنو ورسته یې په ډاګه کړ، پروني وړاندیزونه خورا نرم، مشخص او واضح بللی شو. هغه په کامل صراحت طالب جنګیالیو ته د اساسي قانون د تعدیل، د طالبانو تحریک د یوه سیاسي ګوند په توګه د منل کیدو، د سولې له تړون وروسته د دوی د امنیت د خوندي توب، په دولتي چوکاټ کې دوی ته د ونډې ورکولو، له تور لیسته د دوی د ایستلو، د بندیانو د ازادۍ او نورو ګڼو مسایلو په هکله چې په تیرو کې د طالبانو اصلي شرایط وو کاملا واضح، مستقلانه او په افغاني روحیه سمبال دریځ وړاندې کړ.
د ولسمشر غني له څرګندونو لږ وروسته د جمعیت ګوند مشر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني پخپل غبرګون کې د تل په څیر په انتباهي بڼه مخالفت څرګند کړ، ده پخپلو خبرو کې وویل چې د سولې په اړه باید په هیواد کې د شته قومونو اجماع رامنځته شي، دده په وینا یوې ډلې ته دومره اهمیت ورکول به بدې سیاسي او ټولنیزې پایلې ولري.
شورای نظار یا د شمال ټلواله چې همیشه د هیواد ملي سیاست ته له قومي عینکو ګوري په حقیقت کې د سولې د ټینګښت اصلي مخالفه ډله بلل کیږي، ددوی په باور د سولې له پروسې سره د طالبانو یو ځای کیدل به د نظام په د ننه کې ددوی یکه تازي او قانون ماتونه په اسانۍ کنترول کړي. داچې د ملي فکر خاوند هر افغان پدې عقیده دی، چې له طالبانو څخه زیات همدا غله او قانون ماتونکي ملي حاکمیت او د افغانستان راتلونکي ته ستر خطر دی، دوی دا هم درک کړېده چې که له طالب سره جګړه ختمیږي؛ نو سل په سلو کې به د ټوپک شپیلۍ ددوی په لور ور اوړي، همدا لامل دی چې ټوپکسالاران د خپل راتلونکي بقا په ګډوډیو او د نظام په تضعیف کې ګوري.
داسې ښکاري چې د هیواد پدې کړکیچن حالت کې د هیواد د راتلونکي تاریخ پاڼه د طالبانو د رهبري په مخ کې پرته ده، همدوی دي چې پریکړه کوي چې دا تاریخ په کومو ټکو لیکي، خدای دې نکړي چې د اسلامي امارت مشران یو ځل بیا د هغه ګړنګ په لور روان شي، چې درې لسیزې وړاندې ددې ستر ملت د غرقیدو او بدبختۍ سبب ګرځیدلی وو، هیڅ مسلمان ته نه ښايي چې جنګ ته په سولې ترجیح ورکړي، په تیره بیا دداسې یو ملت غړي ته چې د لسیزو تباه کونکو جګړو له لاسه یې نه انسان ښه ورځ لیدلې، نه څارویو او نه نباتاتو، هیله ده چې طالبان وروڼه د ولس ارمان درک کړي، په پراخه سینه مخلصانه ګامونو د سولې ډګر ته راووځي.
د ارام، ازاد او اباد افغانستان په هیله