د کندهار اطلاعات او فرهنګ رياست غواړي د کتابونو د رضاکارانه ژباړي يو ګروپ جوړ کړي. د ژباړي دا ګروپ به په مشوره يو کتاب انتخابوي او په مساوي توګه به پر ټولو تقسيميږي. ټاکلي وخت ته چي ټولو ژباړه وکړه، يو مسلکي ژباړونکی به يې د ايډيټ، اصلي متن سره د پرتلې او ډيزاين مسئوليت سر ته رسوي او وروسته به يې رياست چاپوي. پر کتاب به ليکل کېدونکی د ژباړي امتياز د ګروپ غړو ته ورکول کيږي. په دې سره به له يوې خوا په پښتو کي علمي اثار زيات سي او له بلي خوا به د ځوانانو ظرفيت سازي وسي.

مينه وال کولای سي چي په ګروپ کي د برخي اخيستني لپاره اطلاعات او فرهنګ رياست ته مراجعه وکړي.

Fazal Bari Baryalai

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *