پیژندنه
په دې مقاله کې پر دې بحث شوی چي په افغانستان کې ولي جنګ دی، او کله به ختم شي، ایا د افغانستان جغرافیوې موقعیت زموږ بدبختي که نیکمرغي ده، د افغانستان اوسنۍ بحران په څّه کې دی، د پاکستان دوه مخي سیاست، او په 2014 م کال کې په افغانستان کې څنګه نړۍوال سیاست تغیر وکړي د افغانستان په بهرني سیاست کې څه ستونځي او مشکلات شته؟ دا یوه تحلیلي او څېړنیزه مقاله ده، چي دکتابخانئ روش پراساس باندي لیکل شوي. ټول معلوماتواوارقام یې د خارجي او داخلي کتابونو او ورځپاڼوڅخه راټول شوي او په ضمن کې د هغه تیوریانو څخه استفاده شوي چي پر نړۍوالو اړیکواو بین المللی سیاست باندي حاکمي دي.
د افغانستان تاریخ او جغرافیوي موقعیت اهمیت
افغانستان د اسیا د (سویس) په نامه یادیږي که څه هم بعضي خصوصیات یې سره ورته نه دي، خو دنګ غرونه، د بحر څخه لیري والي، د قومونو او ژبو تعدود یې سره ورته دی. د افغانستان د جیوپولیټیکې اهمیت د اثبات لپاره همدا کفایت کوي چي ووایو د پیړېو په اوږدو کې پرهندوستان باندي د افغانستان د لارې شپږویشت ځله حملې شوي دي. د افغانستان دلارې پرهند باندي دحملې نظریه دلومړۍ ځل لپاره د کوروش سره په کال (521) ق- م کې پیدا شول، د هغه څخه وروسته داریوش، سکندر مقدونی چي اولین غربی هم ؤ حملې وکړي، انوشیروان، سلطان محمود غزنوی، غوریان، مغولې چنګیزخان په (1204) م ، ګوډ تیمورپه (14) مه پیړۍ کې، سلطان ظهیرالدین بابرپه (16) مه پیړۍ کې، نادرافشارپه (18) پیړۍ کې اوددوې څخه وروسته اته واره داحمدشاه بابا حملې دیادولو وړدي. اروپایانوهم دهندوستان ونیولوته د15 پیړۍ راهیسي سترګي نیولي وي خو لاره یې نه شوه موندلای، لومړي ځل کریسټیف کُلمب د هسپانویانو په کمک په کال 1492 کې د بحر دلارې دهند دپیداکولو پخاطردسفرموزي په پښه کړي بلاخره لار ورڅخه غلطه شول د هند پرځاي یې دامریکا لویه وچه کشف کړل. شپږکاله وروسته د هند دبحره لار (واسکودګاما) کشف کړل. په شپاړسمه پیړۍ کې پرتګالیان دهند پرغربی سیمو مسلط شول په 1602 کې یې یو شرکت جوړکړي مګر ډیر ژرددوې ځاي هالنډیانوونیوې ددوې څخه وروسته دغربي هېوادونو دپاره لار پرانیستل شول. دپرتګالیانو څخه دسیلان سیمه هالنډیانواو له دوي څخه بیا انګریزانو ونیول، په کال 1599 م کې د هند شرقي کمپنۍ تائسیس شول. فرانسویانو بیا بمبی او کلکته پلاس کې وه خو انګریزانو د اووه کلن جنګ وروسته د فرانسویانو څخه ونیول په 1856 کال کې انګلیسیانو دهندشرقي کمپنۍ وتړله خو په لندن کې یې دهند د کنټرول او ادارې لپاره یو ځانګړي وزارت په لندن کې جوړ کړي او انګریزانو هندوستان کاملا په خپل تصرف کې واخیستۍ.
دافغانستان جغرافیوې اوجېوپولیټیکې موقیعت،دلوړواو ځواکمنوغرونولړۍ تل دهندوستان اومنځنې اسیالارې تهدید کړيدي.په نولسمه او شلمه پیړۍ کې انګریزانو پر افغانستان درې ځله حملې کړي دي لومړې یې په 1839 م کال، دوهمه یې په1879 م کال او دریمه یې په 1919 م کال کې وشوه چي له کبله یې افغانانو خپل ازادی هم ترلاسه کړل، دا درې سره جګړې په اصل کې د روسانو او انګریزانو ترمنځ دزور ازمایل وه، قربانیان یې افغانان وه. د شاه زمان په دوره کې د افغانستان بهرنۍ اړیکې دروسیې او فرانسې سره وې. شاه زمان ، ناپلیون او دتزاري روسیې پادشاه درې واړو پرهندوستان دحملو قصد درلودلې ،خو دیوه ارمان هم پوره نه شو. شاه زمان ته داخلي اوهم بهرنۍ دسیسي جوړي شوي دواکه لیري شو. خو پرمیدان باندي روسان او انګریزان پاته شول. روسانو غوښتل چي اول منځني اسیا بیا افغانستان اووروسته هندته ځان ورسوي، انګریزان پوهیدل چي دروسانو ستراتیژي دهند ګرمو اوبوته دځان رسول دئ. نو ځکه روسانو او انګریزانودواړو (Forward Policy) یا دوړاندي تګ فالیسۍ غوړه کړلې پدي معني چي انګریزانو او روسانو دواړو ځانونه دافغانستان ترپولو راورسول، او یوه لویه لوبه یا (Great Game) شروع شو. روسانو ګرمو اوبو ته دځان رسول غوښتل او انګریزانو ددوی مخه نیول. دلته سوال دادئ چي ولي روسانو او انګریزانو یو دبل مخه نیول؟ دري دلایل وړاندي کولای شو: لومړی: په سیاسي لحاظ دروسانو مخته راتګ انګریزانو دهند لپاره ستر ګواښ باله.دوهم په ستراتیژیک لحاظ انګریزانو نه غوښتل چي بیله دوی څخه دي بل څوک ګرمو اوبو ته ځان ورسوي کنه ددوی حیثیت یې ننګاوه. دریم: که چیري روسانو ګرمو اوبوته ځان رسولی وای، نو دانګریزانو اقتصادي ګټې یې ننګولې.
انګریزانو ته هرات، کندهار او کابل د هندوستان د کلۍ اهمیت درلودې انګریزانو تل کوښښ کاوه چي روسان نه باید، کندهار، کابل او یا هرات ونیسي، خصوصا هرات د روسانو او انګریزانو د منازعاتو اصلي محورؤ. دهرات د اهمیت په اړه جنرال سکوبیلوف (Skobeloff) وایې چي که یوه اروپایې ټولۍ هرات ونیسي هند به ټوله په لړزه شي نوموړي زیاتوي چي هرات نه تنها د هند د نیولو دروازه بلل کیږي بلکې په نظامي لحاظ یومستحکم سنګراود افغانستان محافظ دي. انګریزانو به ویل که چا هرات ونیوې غیرله دې چي موږ ټک پر وکړو باید تسلیم شو پدي خاطر چي هرات حاصلخیزه ځمکه لري هر قوت کولای سي چي خپل سل زره عسکرواو آسانو ته اذوقه برابره کړي. انګریزانو پدي خاطر دا خبره کول چي په هغه وخت کې د کسپین څخه ترهند پوري هیڅ داسي موقیعت چي ورته خصوصیات لکه هرات درلودلای وجود نه درلود.
پرافغانستان باندي دروسانویرغل (1979) م
روس دتزاریانو دلوی پیټر یا (Peter the Great) د وخت څخه نیت درلودلې چي لومړی به منځنۍ اسیا ورپسي افغانستان او بیا به دهند بحرته لاره پیدا کوي.ترهغه وخت پوري چي دهند دبحر لاره پیدا کیدل ټولو استعمارګرو همدا یوه وچه یعني دافغانستان لاره لیدلي وه چي ځان دهندوستان ګرمواوبو ته ورسوي، اوکله چي هندداټوم بم خاوند شو نو دهندوګرمواوبوته ځان رسول یې ناممکن کړل. دا چي ولي روسانو پر افغانستان حمله وکړل زما په نظر یو قوي دلیل یې دا ؤ چي روسانوغوښتل دکمونیزم دنفوذ ساحه پراخه کړي، دخلقیانو د حکومت حمایه او دامریکا سره ایډیالوژیکه جګړه وکړي، اوبرعکس امریکا هم دروسانوسره نه تنها چي په افغانستان کې شکیل شول بلکي دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دوی یو له بل سره په ساړه جنګ بوخت شول، چي ځیني بیلګې یې په لاندی ډول دیادولو وړ دي.
لومړی: امریکا په غربي اروپا کښی دمارشال پلان تطبیق دروسانو په مقابل کې ؤ، برعکس روسانو په شرقي اروپا کې خاصتا په چکسلواکیا او مجارستان کې کمونیستي نظامونه په کال 1956 او 1968 کې په زور تحمیل کړل.
دوهم: د چین په کورنېو جګړو کې د (ملي چین) د ملت پالو سره امریکا مرستې کولې خو د (کمونیستي چین) دجګړه مارو سره روسانو مرستي کولاي دچین د کورنېو جګړو په نتیجه کې په 1949 م کال کې مائوتسه وشوه کولای چي د حکومت واګي په لاس کې واخلي او یو کمونیستي دولت یې تائسیس کړي. په 1950 م کال کې سټالین او مائو یو له بل سره د متقابلو مرستو ژمني هم وکړي. روسانو په 1949 م کال کې اټومي ازموینه وکړل چي پدي ترتیب روسان د امریکا سیالان شول.
دریم: شمالي ویتنام روسانوحمایه کاوه اوجنوبي ویتنام امریکایانو، دویتنام په جګړه کې دامریکا 58,000 اته پنځوس زره عسکر مړه شول وروسته یې ماته وخوړل. موریخین وایې چي امریکا دروسانو څخه خپل کسات دافغانستان د یرغل پروخت واخیست، په پایله کې روسان هم دماتی سره مخ او دافغانستان څخه ووتل، داسی ویل کیږي چي امریکا هم په افغانستان کښی همدا اوس دماتي له ګواښ سره مخ ده. په هر صورت داچي امریکا ولي پرافغانستان باندي دروسانو دحملې خلاف وه یا په بل عبارت امریکا ولي دافغان مجاهدینو سره دروسانو په ماتي کې مرسته وکړل؟ لاندي دلایل موجود وه:
لومړي: پرافغانستان باندي دروسانو حملې د امریکا نړيوال ځواکمنتوب تر پوښتني لاندي راوست.
دوهم: امریکا تازه یو بل ستراتیژیک همکار (ایران) په 1979 کې دلاسه ورکړي ؤ یعني (درضاشاه حکومت ړنګ شوي ؤ). درېیم: دامریکا یو بل متحدهېواد پاکستان دهند په وړاندي ماته خوړلي وه او د بنګلدیش په نوم خاوره په 1971 م کال کې ورڅخه جلا شوي ؤ پاکستان په یوه کمزوي حالت کې شپي اوروځي تیرولې. کله چي روسانو په 1979 م کې پر افغانستان حمله وکړل د امریکا رئیس جمهور (جیمي کارتر) د پاکستان په توسط، وافغان مجاهدینو ته مرستي ور کړلې ترڅود شوروي دسره پوځ سره وجنګیږي، نتیجه دا شول چي روسانو ته تاریخي ماته ورکړل شوه دوي په کال 1989 کې ووتل اودوه کاله وروسته روسیه تجزیه شول څوارلس هېوادونه لکه (ارمینیا، اذربایجان، بیلاروس، ءستونیا، جورجیا، قزاقستان، قرغزیستان، لیتوانیا، لیتونیا، مالډوا، تاجکستان، ترکمنستان، اوکراین او ازبکستان) ورڅخه جلا شول. د روسیې په ټوټه کیدلو سره سوړ جنګ ختم شونړيوال نظام یو قطبي، اوامریکا یو نړۍوال قدرت شو، ددې نه وروسته امریکا افغانستان ته شاه کړل مجاهدین دقدرت پرسرسره جوړ نه شول چي یوه نوی پدیده یې دطالب په نوم وزیږول.
دروسانو دوتلو څخه وروسته ولي په افغانستان کښی جنګ و؟
دا جنګ پر دو برخوویشو: لومړی (کورنۍ جګړه) دوهم (نیابتي اقتصادي جګړه)
لومړی: کورنۍ جګړه
دروسانو دوتلو څخه وروسته مجاهدینو ډاکټر نجیب الله مجبور کړچي استعفا وکړي ترڅودوی واک ته ورسیږي اوددوې په قول یواسلامي حکومت جوړ کړي، خو پخپلو کې سره جوړ نه شول کابل یې دخاورو سره خاورې کړ.
دوهم: نیابتي اقتصادي جګړه چا او دڅه شي لپاره کول؟
ددی نیابتي جګړې اصلي لامل دنورو لاملونو ترڅنګه دګازوددونل لیکودلارې دعُبورپرسرباندي وه! لومړي لاره دا چي ترکمنستان به خپل ګاز دافغانستان دلارې پرهندوستان اوپاکستان باندي پلوري.دوهمه لاره دا وه چي ایران به خپل ګازپرهندوستان اوپاکستان باندي پلوري. یا په بل عبارت ترکمنستان غوښتل چي خپل ګازدافغانستن دلارې پرجنوبي اسیا خرڅ کړي او ایران غوښتل چي خپل ګازدایران لارې پرجنوبي اسیا وپلوری.دلومړۍ پروژي نوم ټاپي ( TAPI)اوددوهمي پروژي نوم(IPI) نومول شوي وه.
دشوري اتحاد دړنګیدو(1991 م) څخه وروسته دمنځني اسیا دهېوادونوپه منځ ته راتګ سره په منطقه کې دسیاسي لوبو یو نوی باب پرانیستل شو.منځنۍ اسیا دطبعي منابعو خاصتادګازوسرشاره سرچینې لري او په سویلي اسیا کې بیا پاکستان او هندوستان هغه هېوادونه دي چي دګازو دقلت او کمښت سره تراوسه لاس اوګریوان دي. دبله طرفه پاکستان اوهندوستان د کشمیرپرسرهم سخت اختلافونه یوله بل سره لري.پاکستان غوښتل دطالبانودنفوذڅخه په استفادې امریکا ته په منځنې اسیا کښی دنفوذزمینه مساعده کړي،ترڅووکولای شي چي ځانته یوحامي پیداکړي.نصرالله بابردبینظیربوټودوخت دکورنیوچارووزیرؤ نوموړي وآغلې(بوټو) ته وویل چي که امریکائي کمپنۍ دترکمنستان پرګازوباندي پانګونه وکړي اویوه (جوړییزه) نل لیکه دهایدروکاربن دترکمنستان څخه هرات، کندهار وروسته بلوچستان بیا هندوستان اودهغه نه وروسته لیري ختیځ ته وغځوي دیوه طرفه به امریکا منځني اسیا ته لاس رسی ولری دبله طرفه به پاکستان دامریکا په څیردیوه ستراتیژیک همکارزړه لاسته راوړوي، ترڅو زموږسره دکشمیرپرلانجه دهند په مقابل کې ودریږي.همداؤچي دنویمو کلونوپه منځ کې دامریکا دکامبریج دانرژی ګروپ په افغانستان کې دیُونیکال شرکت له لوري دګازودنللیکې (یعني داوسنۍ ټاپې پروژې) دامکان ارزونه پیل کړل.
هندوستان کوښښ کاوه چي پاکستان دامریکا سره دومره نژدي او ژوري اړېکې ونه لري نوځکه یې دپاکستان دنفوذ مخ نیوی کاوه دبله اړخه هندوستان ویره درلودل چي که پاکستان د منځنۍ اسیا سره نژدي شي دمنځني اسیا هېوادونه مسلمانان دي داسي نه شي چي پاکستان هغوي دهندپر وړاندي ودروي. په همدي وجه هندوستان خپل روابط دایران سره ټینګ کړل ترڅو دکشمیرپه مسله کې یا ددوي ملاتړوکړي یا هم حداقل بیطرفه پاته شي، او همزمانه یې د امریکا بندیزونه د ایران په وړاندي وغندل. روسان هم بي تفاوته پاته نه شول اعلان یې وکړي چي دوي به هیڅ چا ته اجازه ورنه کړي چي ددوي دعدم موجودیت یا هغه سیاسي خلا چي په منځنۍ اسیا کې دروسانو دنه شتون په وجه رامنځته شوي وه بل څوک ډکه کړي.نوځکه له ترکمنستان څخه پرته د سیمې اکثریت هېوادونو لکه (روسیې، هندوستان، ازبکستان، او ایران)دټاپې دپروژې دعملي کیدو مخالفت کاوه اودافغانستان دشمالي ټلوالي څخه یې کلک ملاتړوکړي ایران دافغانستان په کورنېوچاروکې لاس وهني پیل کړي طالبان یې داهل تشیع په وژلواوشکنجه کولو متهمول اوعملا یې دوحدت،جنبش اوجمیعت اسلامي ګوندونو سره مالي مرستي کولي. دیادولو وړده چي دټاپی پروژې دعملي کولو لپاره طالبانوهم ډيري منډي وکړي، ترکمنستان ته یې څو واره سفرونه وکړل خو ددوی هیلې هغه وخت په سیند لاهوشوې کله چي دالقاعده شبکې په 1998 م کال کې په کینیا او تانزانیا کې دامریکا پرسفارتونو باندي مرګوني حملې وکړې، د دغه بریدونو څخه یوه ورځ وروسته د امریکا يُونیکال کمپنۍ اعلان وکړي چي دوی ددغه پروژۍ څخه تیردي. طالبانو خپلي پښې پخپله په خپل تبر باندي ووهلې داسی ویل کیږي چي که طالبانو القاعده ته ځاي نه وای ورکړي دامریکا یُونیکال کمپنۍ دټاپي پروژه په هغه وخت کې لاعملي کول. طلبانو په دوه زرم کال کې په دو دلایلو باندي په افغانستان کې دتاریاکو کرکیله بنده کړل لومړی دا چي اسلامي اوغربي نړۍ ته خپل زور وښيي، دوهم دا چي امریکا خوشحاله کړي ترڅو بیرته دیُونیکال کمپنۍ سره Negotiation وکړي او دټاپې پرپروژۍ کار شروع کړي مګر هغوۍ رد کړل. ایران بیا همزمانه هم دټاپې دپروژې دعملي کیدو مخ نیوی کاوه او هم یې د یوې اسټرالیایې کمپنۍ (Broken Hill Petroleum Corporation) سره پر هغه طرحه کار کاوه چي له مخي به یې دایران دګازو نللیکه جوړوي ترڅو ددوی ګازدایران څخه پاکستان، هندوستان او وروسته قطر ته ولیږدوي خو د (بروکن هیل پیټرولیم کارپوریشن) کمپنۍ په رهبرۍ کې تغیرات راغلل او پروژه یې پاته شول. په 1992 کې د Chyoda Corporation په نامه کمپنۍ هم داسي یوه پروژه طرحه کړل چي دمدیتراني دلاري به هندوستان، اروپا اوشمالي افریقاته دګازونللیکه وغځوي، دمنځني ختیځ اوهندوستان دپروژي مصارف 38 بیلیونه ډالر اټکل شوي وه د 1993 کال د سپټمبرپه میاشت کې دغه کمپنۍ د جنوبي اسیا لپاره جوړشوي پلان لغوه کړي او دې پروژې هم عملي جنبه خپله نه کړل.
دافغانستان اوسنۍ بحران (2017-2001) په څه کې دئ؟
دبُن کانفرانس
په 2001 لومړی کال کې دطالبانو دنسکورېدو وروسته په ټول هېواد کې یو څه نسبي امنیت ټینګ شو خو دوام یې ونه موند.ځیني سیاسي شنونکې دافغانستان اوسنۍ بحران د بُن دکنفرانس څخه ګڼي ځکه ملي بنسټونه دولس او ملت پرځاي دقومونوپر بنسټ ودریدل او بیا دقومونوپه نامه ټیکه داران وپالل شول،دبله اړخه په نوموړي کنفرانس کې دو مهمو متخاصمو ډلو (طالبانو او دحکمتیارحزب) ته دعوت ورنه کړل شو، همدا لامل شو چي په هېواد کې بیا جګړي ته لاس واچول شو، ترهغوپوري چي ورځ په ورځ دافغان دولت اود ناټودقواوودسرتیرومرګ ژوبله زیاتیدله نوځکه سولي ته میلان هم زیات شو.په عراق کې هم ورته عمل وشو اوباما دخپل کاري دورې په لړ کې ومنل چي په عراق کې سُنیان دحکومته وایستل شول او اهل شعیه پرسردقدرت شول، یعني انډول په پام کي نه و نیول شوي.
اداري فساد
په افغانستان کې اداري فساد یوه بله ننګونه ده، د 2001 لومړی کال راهیسي افغانستان ته دامریکایانو په راتګ سره پریمانه پیسي افغان دولت ته دبیارغوني لپاره وکړل شوي خو په صحیح ډول مدیرت نه شوي په همدي وجه افغانستان په اداري فساد کې په 2015 م کال کې دنړي دوهم مقام خپل کړي. په اداري فساد کې دافغان دولت تر څنګ بهرنیانو هم ستررول درلودلي دي.
دقانون نقض
کله چي په یوه هېواد کې قانون حاکم نه وي اوعدالت پلي نه شي حق وحقدار ته نه وي رسیدلي د ملت اعتماد پر دولت باندي کمیږي. پدي مملکت کې ترډیره قانون ددولت اوزورواکانولخوا ترپښولاندي شوي دي ښه مثالونه یې دجنرال دوستم او داحمد ایشچي، دعطا محمد نور او اصف مومند قضې دئ.اغیزمن دولتونه دخلګودهوسایني لپاره کارکوي، دکمزورو دولتونوځانګړتیا داده چي دبې قانونۍ، ادرای فساد، دمخدره موادوسره په مبارزه کې پاته وي،غربت له ګنټروله وتلي وي اوعدالت په پیسو رانیول شي.
مخدره مواد
مخدره مواد دتروریزم په رشد او وده کې تر ټولو ستره منبع ده. د افغانستان د مواد مخدرو پر ضد د مبارزي معینیت په ۱۳۹۲ هـ ش کې د جوزا پر پنځم تاریخ باندي په یوه کنفرانس کې وویل چي تروریزم د قاچاقو او مخدره توکود عوایدو څخه تمویلېږي. دسیګار اداره وایي چي په دوه زره شپاړسم کال کې دمخدره موادو عواید دوه میلیارده ډالره وه. ملل متحد وایي چي افغانستان په 2016 م کال کې دټولي نړۍ 80 % تاریاک تولید کړي دي.دهندوستان ټایمز یوي مجلې دروان کال داګست په میاشت کې وویل چي په افغانستان کې طالبان د هیروئنوپر تولید کنټرول لري چي زیاتره یې په هلمند کې دئ. دافغانستان په قاچاقو کې امریکایان هم ستررول لوبوي دامریکا د(ویټرنز ټوډې) اجرائیه مسول (جیمزډین) وایې چي په امریکا کې تربل هر وخت دنشه یي توکو په ځانګړي ډول دهیروئینوبازار تود دئ په امریکا کې یو تحلیل دادئ چي دافغانستان نشه یې توکې دامریکا یې پوځیانو او دهغوي دقراردادیانوپه واسطه انتقالیږي او هلته په انتخاباتي کمپاینونواو د(CIA) پر پټو عملیاتو مصرفیږي، مسکو هم دامریکا او ناټو مبارزې ته دکوکنارو په وړاندي دشک او تردید په سترګه ګوري مسکو وایې چي امریکا مستقیما دتاریاکوپه قاچاق کې لاس لري.
یوه خبره ډیره واضح ده چي جنګ ترټولو ستر مالي او ځاني مصارف غواړي دافغانستان ددولت ټول وسلوال مخالفین دخپل جنګ مصارف دهمدي تاریاکو دپیسو،عشر، زکات او دبهرنیواستخباراتودمنابعو څخه پلاس راوړي.
دملي وحدت حکومت
دجان کیری په منځګړیتوب د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدوسره په افغانستان کې یو نوی بحران رامنځته شو،مختلفي کاري اجنډاوي، سلیقوي برخوردونو او موازي حرکتونو دپرمختګ او اداري اصلاحاتو مخه ډب کړل. وزارتونه په قومونو وویشل شول، نوي شوراګاني او ائتلافونه لکه د(حراست شوری)د سیاف په مشري د(افغانستان دژغورني ائتلاف) دعطا محمد نور، محمد محقیق، جنرال دوستم او صلاح الدین رباني په مشري په ترکیه کې او د (افغانستان دخلګو نوی محور) سیاسی بنسټ دنبیل، ډاکټرسپانتا او دکرزی صاب دوخت ځینوشړل شویو وزیرانو، والیانو، سناتورانو اووکیلانو په مشري جوړ شول. سیاسي ارواح پوهنه وایې پاک نفسه، دعلم او لیاقت خاوندان په سختي سره دقدرت لوړو څوکوته رسیږي، خو که داسي وشي بیا نوپه اسانۍ سره کولای شي چي دخپلو خلګو په زړونوکې ځاي ونیسي، مګر کله چي دوې په نوی تشکلاتو، قوانینو او اصلاحاتو شروع وکړي په داخل دنظام کې دیوې خاصي ډلي لخوا دمخالفتونو اوستونزو سره مخ کیږي، مخالفان به ئې هغه کسان وي چي په مخکینوحکومتونو کې په یوه نسبتا اسانه طریقه جذب شوي وي، دقانون څخه دتیښتي اسانه لار او یا په مجموع کې دپخواني سیستم سره راحت وه ځکه وضعیت ددوي په نفعه ؤ. او یا هم کله کله نوی اصلاحات داسی وي چي بشرذاتا په اسانۍ سره غاړه نه ورته ایږدي.تنها نوی اصلاحات دهغه بي طرفه خلګو په ګټه دي چي پدغه تغیراتو کې ددوی دژوند حال اواحوال دپخوا په نسبت ښه کیدلای شي.په ټولنه کي دتغیراتواواصلاحات دپلي کوي دوې طریقې موجودي دي.لومړیدعذراوخواهش لاره،دوهم دزوردلارې داصلاحاتوتطبیق.دافغانستان په سیاسي ژوندانه کې دوخت حاکمانو او ددولت زمامدارانو دهېواد چاري په دو طریقو مخته بیولي لومړي دقوانینو پراساس او دوهمه دزور دلارې. لومړی طریقه انساني ده خو دوهمه یې دانسانیت څخه لږ لیري ده. خولومړی طریقه پدي مملکت کې ناکامه او دوهمه یې لږدخطاسره مخ شوی ده.فرضا په تیرو شپاړس کلونو کې دولت ندي توانیدلي چي دکوکنارو کښت په زارعینو باندي بند کړي، برعکس دطالبانو په حکومت کې دملامحمد عمر په یوه امر باندي بند کړل شول، او بدیل دمعایشت یې وهل، ټکول، مخ ورتورول وه. په ۲۰۰۴ میلادی کال کې ددوستم او عطا محمد ترمنځ کړکیچ زورواخیستي دوستم غوښتل چي پرفاریاب ولایت حمله وکړي حتی دکرزی صیب دوخت والي دولایته وتښتیدې زلمی خلیل زاد کوښښ وکړي چي دافغان حکومت او دوستم ترمنځ منځګریتوب وکړي خو دوستم دخلیل زاد عذر ونه منۍ حتي دوستم خلیل زادته وویل چي تاسي امریکایان به په کفنونوکې واستوم، تاسو به ترویتنام بدتره کړم پدا بله ورځ زلمي خلیل زاد د“ډیکوګراشیا” دپوځي اډې څخه دوې د B-1 بم غورځوونکي الوتکي راوغوښتلي او ددوستم دکورپرسرباندي یې غوږ چوونکي اوازونه پورته کړل خو کوم بم یې پري خطا نه کړ، دوستم یوه ورځ وروسته تسلیم او دخبرو لار یې غوره کړل. په کومه ورځ چي ولسمشرغني دافغانستان په ملي تدارکاتوکي اصلاحات راوستل او هغه شرکتونه یې لغوه کړل چي په جعل او تزویرکې یې لاس درلود دهغوي دجملې څخه یو هم دعطامحمد نور او دده دمیرمني و، عطا محمد نوردروان کال داسد په میاشت کې واشنټن پوسټ ویلي وه چي که دملي وحدت حکومت دده غوښتنوته پام ونه کړی ددولت په فلجولوپه لاس پوري کړي، افغان دولت په هغه ورځ باید دغه خبره (ددولت فلجول) سنجولي وای. یو حاکم، شاه یا دولت مشر باید تل دزمري په څیر قوي او د ګیدړي په څیرچالاکه وي یوازی قوت یا توان درلودل په سیاست کې دناکمۍ سبب ګرځي ځکه زمري که څه هم ځواکمن وي خو په دام کي دلویدلو چانس یې ډیروي. کله چي عطامحمد نوروویل چي دی دولت فلجوي دهغه ورځي څخه ترنن پوری یې ثابته کړل چي فلجوي یې مثلا: د روان کال داسد د میاشتي پرلسم تاریخ ئې په مزاره کي یوه لویه غونډه وکړل دتخار، بغلان او بدخشان خلګ ئې راټول کړل محمد محقیق، باتوردوستم او صلاح الدین رباني پکې ګډون وکړي، دهمدي میاشتي پر اوولسم تاریخ یې واشنټن پوسټ ته وویل چي مهمي دولتي ودانۍ او هوایې ډګرونه به ونیسي، یوه هفته وروسته یې دمزاري شریفي په هوایئ میدان کې اصف مومند ونیوي غوږ یې ورپري کړي، لس ورځي وروسته یې دسمنګان ولایت ته سفر وکړي هلته یې عبدالکریم خدام ته وویل چي ارګ زموږپه وړاندي توطئې جوړوي ته هم یاغي سه موږ په یوه مکتوب باندي نه یو والیان شوي نه هم برطرفه کیدلای شو. پنځه میاشتي وروسته یعني د دلوي په میاشت کي یې دسمنګان والي ته وویل چي زه دشولګري او دولت اباد ولسوالان تغیراو تبدیلوم لږ غیرت وکړه هیڅوک هیڅ نه شي کولای ته هم خپل بغاوت اعلان کړه، کله چي افغان دولت والیان تغیراو تبدیل کړل خدام هم دعطامحمد نورپه څیر یاغي شو. د ښاغلي کرزی صیب په وخت کي جنرال دوستم د ترک تبارانواکبربای کورته ورواوښتۍ بي عزته یې کړي که په هغه ورځ کرزی دوستم ته جزا ورکړي وایي نن به یې ایشچي ته کاږه هم نه وای کتلي.لهذا دزورڅخه کار اخستل هغه وخت ناسم وي چي په هغه مملکت کې ټول خلګ قانون، ادب، اخلاقو او داوامرو څخه اطاعت ته وفاداره وي.
دافغانستان په بهرني سیاست کې دتوازن نه شتون
دافغانستان په بهرني سیاست کې دتوازن نه شتون یوه بله ننګونه ده، دپاکستان پخواني ولسمشر پرویزمشرف په خپل یوه مرکه کې په ډاګه وویل چي دوی د دوه زره لومړی کال وروسته ځکه دطالبانو څخه ملاتړته مخه کړل چي کرزی صاب دپاکستان پرځای دهند سره اړیکې زیاتي کړي. برعکس ولسمشر غني بیا دملي وحدت د حکومت په لومړیو شپږو میاشتو کې دپاکستان سره اړېکې زیاتي کړي پدغه اولوشپږومیاشتوکې هیڅ افغان چارواکی هند ته رسمي سفرنه دئ کړي، کله چي افغان حکومت دپاکستان څخه نااُمیده شو وروسته یې دهندوستان سره تماسونه زیات کړل.
دپاکستان دوه مخي سیاست
دپاکستان دوه مخي سیاست ددې باعث شو چي امریکا، نړۍ او افغانستان یوه نیمه لسیزه وغولوي. همدا وجه وه چي امریکا په خپلې نوی ستراتیژۍ کې چي ددوه زره اوولسم کال د اګست دمیاشتي پریووشتم تاریخ اعلام کړل وپاکستان ته نور دصبر کاسه ډکه شول ډونالډټرمپ وویل چي امریکا دپاکستان سره ډیرې مرستې وکړي، مګرپاکستان تروریستانوته امن ځایونه ورکړي وه، پاکستان باید دا وضعیت ته تغیر ورکړي کنه ډیر شیان به دلاسه ورکړي.ټرمپ وویل چي نور ددې وخت رارسیدلي چي پاکستان دمدنیت نظم او صلحې لاره خپله کړي. دامریکا په دې ستراتیژۍ کې هند یو کلیدي امنیتي او اقتصادي شریک وګڼې او زیاته یې کړل چي هند او امریکا به دواړه په جنوبي اسیا اومنطقه کې دصلحي او امنیت راوستلو لپاره هلي ځلي کوي.دپاکستان دملي امنیت شوری دښاغلي ټرمپ دخبروپه غبرګون کې وویل چي دامرستې نه وې بلکې دادپاکستان دحریم څخه داستفادې پیسې وې. افغانان پخواهم پوهیدل چي دافغانستان دجنګ اصلي اورلړونې پاکستان دئ دافغانستان پخواني ولسمشر(حامد کرزی) دخپل حکومت په دوران کې څو-څو ځله وویل چي دتروریزم سره مبارزه دافغانستان په کلو اوبانډو کې ستره اشتباه ده، اوامریکا باید دتروریزم ځالي په پاکستان کې ولټوي. پاکستان هرځل دټولې نړۍ تورونه رد کړي چي ګواکې تروریستان په پاکستان کې پټ دئ اما دالقاعدې مشر اسامه بن لادن او دطالبانو مشر ملااخترمحمد منصوردواړه په پاکستان کې دامریکایانو لخوا ووژل شول. امریکا پدي هم پوهیږي چي پخواچین، روسیه، ایران، هند او پاکستان ورسره همغږي وه خو اوس بیله هندوستان څخه نور ټول دامریکا دحضوره څخه متنفراو ویره احساسوي.
استعمار اودهغه زیانونه
هغه هېوادونه چي استعماراواستمثار (نیواک او زبیښاک) یې تیر کړي وي تر ډېره وخته پوري پرپښو نه شي دریدلای. افریقا دنورو وچو په پرتله ځکه بیوزلې ده چي داروپایانو تر استعمار لاندي وه، او کله چي افریقایې هېوادونو په شلیمي پیړۍ کې ازادۍ واخیستې ددوي تپل شویواولاسپوڅوحکومتونه سیسټمونه جوړنه کړل یوازی یې خپل جیبونه یې ډکول، مثلا: ګانګویانو ددې پرځاي چي دنوي ټکنالوژې او یا د اوسپني صنعت ته وده ور کړي، دمریانودخرڅولواو رانیولو کارو بار یې شروع کړي. همدارانګه مصراوسوریه لومړي دعثماني امپراطورۍ وروسته دفرانسي او انګلیستان تر استعمار لاندي هیڅ وده ونه کړل کله چي ازاد شول بیا لکه د کانګو دهېواد حکومت همداسي استبدادي رژیمونه یې تجربه کړل په همدي وجه زموږ په څیردموډرنې نړۍ دکاروان څخه تر شاه پاته شول.
په هېواد کې دمتعارضو منافع شتون
په بین المللي سیاست کې دریالستي تیورۍ له نظره هرکله چي ددولتونو بقاء اوامنیت ترسوال او تحدید لاندي راشي هغه هېواد دځان ددفاع په منظورمتوجه خطرته جدا عکس العمل ښئ. مثلا:کله چي په 2014 م کال کې دنورستان په کامدیش ولسوالۍ کې دلومړی ځل لپاره دداعش حضورتثبیت شو روسیې، ایران، چین او دمنځنۍ اسیا هېوادونو دافغانستان له ادرسه خطرمحسوس کړي، دروسیې دولسمشرخاص استازئ (ضمیرکابلوف) په کابل کې د جولای په میاشت کې وویل که افغان دولت اوپه افغانستان کې میشت دناټوقوتونه دداعش په وړاندي بي تفاوته پاته شي دوي به په نظامي اقدام لاس پوري کړي،دیادولووړده کله چي په سوریه کې دروسیې ګټي په کې خطرکې ولویدلې عملا یې دبشرالاسد دحکومت پرمخالفانو باندي بمبارونه وکړل اودامریکا قدرت یې جلنج کړي. په اصل کې نړۍوال نظام و ځنګله ته ورته دئ تل زورور حاکم او کمزوری محکوم وي.دنړۍوال سیاست او کورني سیاست ترمنځ فرق موجود دئ، ځکه دیو هېواد په کورني سیاست کې حکومت، قانون، قضاء او اجرایوي ضمانتونه موجود دئ که چا په یوه هېواد کې کورني نظم اخلال کړي پولیس یې فورا دقانون منګولو ته سپاري خو په نړۍوال سیاست کې که دوه هېوادونه یو له بل سره جګړه وکړي تردوي بل مافوق قوت نشته چي په زور یې قضاء او محکمې ته حاضر کړای شي، په همدي خاطرهردولت مجبوره دي چي دځان مرسته پخپله وکړي.لهذا روسیه فکرکوي چي په افغانستان کې دداعش دسنګرونو دجوړولوهدف دمنځني اسیا دناکرارولو معنی لري. په (2001) م کال کې روسیه او دمنطقي هېوادونه دامریکا سره دطالبانو دپرځولو همنظره وه، خو اوس چي دداعش په نامه نوې پدیده منځ ته راغلل په افغانستان کې نړۍوال سیاست تغیروکړي، ځکه روسیه اودمنطقي هېوادونه مجبوره شول چي دځان دبقاء لپاره دطالبانو سره اړیکې ټینګي کړي پدې خاطرچي دطالبانو،روسیې اوایران دښمن چي داعش دئ مشترک شو. دملي وحدت دحکومت په راتګ سره ولسمشرغني کوښښ وکړي چي یوه منطقوي اجماع جوړي کړي په همدي سبب یې ښاغلي حنیف اتمرروسیې ته ولیږه، اما روسانو دافغان حکومت پرځاي دطالبانو سره روابط ټینګ کړل.دلیل یې دا دئ چي روسان فکر کوي افغان دولت دداعش سره یا دمقابلي توان نه لري یا داعش په افغانستان کې دامریکا پروژه ګڼي.داسی هم کیدلای شی چي روسان طالبان دامریکا په وړاندي دفشار دیوې الې په توګه وکاروي. دذکر شوي هېوادونو اندیښني هغه وخت لازیاتي شوي چي دافغانستان په شمال کې دپارلمان ځینو وکیلانو دنابلده هلیکپټرو (الوتکو) دناستوراپورونه ورکړل، دروان کال د سیپټمبردمیاشتي په لومړۍ هفته کې دپروان والي (انجنیرمحمد عاصم) اعلام وکړي چي څومیاشتي مخکي افغان ځواکونو دداعش قومندان (عتیق الله) په یو لړعملیاتو کې ونیوې خو انګلیسي استخباراتو دافغانستان د ملي امنیت دادارې دمنګولو څخه خوشي کړي. (ویسا اخبار:3016 مه ګڼه) په بین المللي سیاست کې دولتونه اړېکې د ملي ګټو پراساس قایموي کله چي طالبان پرکابل واکمن شول سعودي عربستان او پاکستان لومړي هېوادونه وه چي ددوې حکومت یې په رسمیت وپیژندې، خو اوس حالاتو تغیر خوړلي حتي سعودي عربستان وایې چي طالبان تروریستان دي. د(2017) میلادی کال د اګست په میاشت کې دسعودي عربستان مرستیال سفیر(مشاری بن مزعل الحربی) په کابل کې وویل چي طالبان یوه تروریستي ډله ده، (الحربی) وایي چي طالبان دقطره تمویلیږي او دایران څخه مستقیم پروازونه و قطر ته کوي او دقطر ددفتره دنوري نړۍ سره خپل تماسونه ټینګوي. کله چي په امریکا کې دسپټمبرد یولسمي پیښه وشول، پاکستان دامریکا واړېکوته دطالبانو تراړېکوزیات اهمیت ورکړي نوځکه یې دامریکا B- دوپنځوس ډوله الوتکو ته خپل هوایئ ډګرونه ورخوشي کړل ترڅودطالبانو حکومت نسکور کړي.کله چي امریکا خپله نوې ستراتیژې اعلام کړل ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې وویل چي دوی دتروریزم سره دمبارزی لپاره دپاکستان سره کلونه-کلونه مالي مرستي وکړي مګر پاکستان دتروریستانو لپاره ترټولو دامن ځای ثابت شو، پاکستان دډونالډ ټرمپ خبري رد کړي ویې ویل دا د((پاکستان دحریم څخه داستفادې پیسي وي، نه د مرستو)).موږ افغانان اکثریت ایډیالیستان (ارمان ګرایان) یو، موږ باید دا زده کړو چي په حقیقت کې نړۍوال سیاست څرنګه عمل کوي، نه دا چي باید څرنګه عمل وکړي.تاسو فرض کړي چي که پاکستان په هغه وخت کښی دطالبانوحمایه کړي وای، ممکن نن به د طالب سره یوځاي د پاکستان حکومت نسکوروای، پدي اړه پرویزمشرف په خپل کتاب (سب سی پهلی پاکستان) کې کاږی چي دامریکا ددفاع وزیرپه ټلیفون کې راته وویل چي زموږ سره یاست که زموږددښمن سره؟ مشرف وایې چي ده عاجله غونډه ونیول دجلسې ګډون والو راته وویل که موږ دامریکا طرف ونه نیسو واضح خبره ده چي امریکا به زموږ پرځاي دهند ملګرتیا ته مخه کړي! دوهم: ایا طالب دومره اهمیت لري چي امریکا پر خوابدي کړو؟ دریم ایا دپاکستان حکومت د امریکا د B52 زورلري؟ طبعي ده چي نه یې لرو، نو ځکه مو دامریکا طرف ونیوي.دلته دریالیستي تیوري هغه اصل چي وایې په نړۍوال سیاست کې قدرت، حاکم دئ نه قانون، ترټولوښه صدق کوي.
نتیجه ګیري:
دمقالي په سر کي مو پوښتلي وه چي په افغانستان کي ولي جنګ دي؟ ځواب یې دا دئ چي دافغانستان ګاونډی هېوادونه زموږ دسیاسي، اقتصادي او نظامي ضعف څخه استفاده کوي. څه باید وکړل شي؟
لومړی: دنړيوالو اړیکو دعلماؤ په نظرهمیشه قوي هېوادونو پرضعیفه مملکتونوباندي حملې کړیدي لهذا که یو هېواد غواړي چي دخپلو رقیبانو سره ځان سیال کړي او یا ددوې له حملو څخه دفاع وکړای شي باید د(قدرت توازن) یا انډول په پام کي ونیسي.دیو هېواد دځواک انډول یا دقدرت توازن په دو حالاتو کې رامنځته کیدلای شي. لومړي کورنی انډول یا توازن: دیو هېواد کورنی انډول هغه وخت دخپلو همسایه هېوادونو په پرتله قوي یا مساوي کیدلای شي چي خپل اقتصاد قوي کړي خپله اردو مجهزه او عصری کړي. ددي تر څنګ دخپلو طبعي زیرمو څخه استفاده وکړي.دیادولو وړده چي دیوه دولت ځواک یوازي په توپ او ټانګ کې نه دي بلکي جغرافیه، دخلګو دپوهي کچه، دعصری ټکنالوژۍ څخه استفاده او طبیعي منابع، ټول دیوهېواد په ځواک او طاقت کې مهم رول لوبوي.
دوهم بهرنی انډول: یو هېواد هغه وخت ځواکمن کیدلای شي چي درقیبو هېوادونویا تروریستي ډلو په مقابل کې ددوستو هېوادونو سره ائتلافونه رامنځته کړي، ترڅو دیرغلګروهېوادونویا ډلو دحملو څخه دځان دفاع وکړي.مثلا: کله چي کمونیزم په خوریدو شو امریکا دروسیې او چین له ویري په 1949 کې اروپا ته مخه کړل او ددوي په مقابل کې یې د(ناټو) سازمان جوړ کړي.برعکس روسیې دامریکا په مقابل کې د(وارسا) سازمان جوړکړي. همدارنګه کله چي امریکا پر جاپان اټوم بم استعمال کړي روسیې د امریکا له ویري په اټوم بم جوړولو لاس پوري کړي ترڅو دامریکا په پرتله قوي اوسي. هندوستان د چین له ویری او پاکستان دهند له ویری اټوم بمونه یو په بل پسي جوړ کړل.افغانستان دطالبانو دحکومت دړنګیدوڅخه راوروسته په خپل بهرني سیاست کې داتحاد او ائتلاف ستراتیژي خپله کړي ده، چي ښه بیلګې يې دامریکا سره ستراتیژیک او امنیتي تړونونه دي، اګرچي دافغانستان ولس دامریکا دامنیتي تړون څخه راضي نه دي پکارده چي دسره غور پري وشي.دولسمشرغني په راتګ سره افغان حکومت واسلامي نظامي ائتلاف (IMAFT) ته چي دسعودي په مشرۍ تائسیس شو ورګډ شو دا ائتلاف دداعش سره دمبارزي لپاره جوړ کړل شوچي تراوسه 37 غړي لري او دداعش سره سخته مبارزه کوي. خو یوټکي ته باید ځیر شوچي دافغانستان د اردو مجهزول پدي معني نه دي چي موږ دي پرګاونډی هېواد حمله وکړو بلکي یوازي دمملکت دفاع لپاره غښتلي او قوي اردو جوړول ضروری ده.
دوهم: په افغانستان کي دجنګ دوهم علت دوخت د حاکمانو دغلطو سیاسي تګ لارو او په بهرني سیاست کې دتوازن نه ساتل ځیني هېوادونه اړکړل چي دلته جګړه توده وساتي.افغانستان دسترقدرتونودرقابتونوپه میدان بدل شوي لکه پرویزمشرف چي په خپله یوه مرکه کې ویلي وه چي دوي په افغانستان کې د امریکا د حملې څخه وروسته ځکه طالبان حمایه کړل چي ښاغلي کرزي دپاکستان پر ځاي دهند سره اړېکي تودې کړي. همدارنګه دپاکستان اوسنې صدراعظم خاقان عباسي هم ورته دریځ لري نوموړي وایې هیواد به یې له افغانستان سره د هند د اقتصادي مرستو مخالفت ونه کړي خو په افغانستان کې د هند هیڅ راز سیاسي او پوځي رول نه مني. یو شي باید په یاد ولرو چي دافغانستان جغرافیه زموږ لپاره بد بختي نه بلکي زموږ نیکمرغي ده، باید هیرنه کړو چي احمدشاه ابدالي اوغزنویانو د همدي جغرافیې څخه امپراتوري جوړه کړی وه.افغانستان دمنځنې او جنوبي اسیا ترمنځ دپله حثیت لري موږ کولای شودا هېواد په یوه تجارتي دهلیزبدل کړو او ترڅنګ یې دخپلو طبیعي سرچینوڅخه په دقیق ډول استفاده وکړو.
دریم په افغانستان کې جنګ هغه وخت له منځه وړل کیدلای شي چي سیمه ییزه همکاري راجلب کړل شي، دسولي حقیقي دروازه پرانستي پاته وي.
References:
- K. Warikoo, Afghanistan Challenges and opportunities, Pentagon press, New Delhi: 2007, p 83
- O.P. Kejariwal, The Afghanistan crisis, Nehru Memorial Museum and library: 2002, 1-3
- Misra, Amalendu, AfghanistanPolity press: 2004, p 126
- D. Crews Robert and Tarzi Amin, The Taliban and the Crisis of Afghanistan , Harvard University press: 2008, P, 182-186
- L. Runion Meredith, The history of Afghanistan, Greenwood press: 2007: P, 53-56
- علیزی،نجیب الله، دتروریزم ډولونه، کابل:سعیدانتشارات، دچاپ کال ۱۳۹۳
- نور،نورولي خان،دنړیوالو اړیکو اند او انګېرنې، دچاپ ځاي ایټالیا: دچاپ کال ۱۳۹۳
- واعیس، موریس، پښتوژباړن حکیم الدین منځنی، دنړیوالو اړیکو تاریخ،جلال اباد: یار خپرندویه ټولنه، دچاپ کال ۱۳۹۴
- امین، محمد عالم، دنړیوالو سازمانونو نیوریانې، جلال اباد: مومند خپرندویه ټولنه، دچاپ کال ۱۳۹۴
- دارون عجم اوغلو او رابنسن جیمز، ژباړن محمد نظیم سمون، ملتونه ولې ماتېږي، کابل: اکسوس کتاب پلورنځي دچاپ کال ۱۳۹۵
- خلیلزاد، زلمی، استازی، کابل: اکسوس کتاب پلورنځي، دریم چاپ، دچاپ کال ۱۳۹۵
- دستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز، افغانستان په تیره یوه نیمه لسیزه کې (۱۳۹۴-۱۳۸۰ ه-ش)، کابل: خپرونکي دستراتېژیکو او سیمه ییزه څېړنو مرکز، دچاپ کال ۱۳۹۵
- مایکل راسکین، رابرټ کورډ جېمزمیډ یورس او والټرجونز، ژباړن محمد صدیق ظهیر، پولیټکل ساینس،کندهار: علامه رشاد خپرندویه ټولنه، دچاپ کال ۱۳۸۷
- بامیک، محمد کاظم حسني، سیاست خارجی افغانستان پسا طالبان، کابل: انتشارات رفاه، دچاپ کال ۱۲۹۲
- قوام، سید عبدالعلي قوام،اصول سیاست خارجی وسیاست بین الملل، تهران: انتشارات اوفاق، چاپ ۱۸، سال چاپ ۱۳۹۱
- ماکیاولی، نیکولو،ژباړن محمودمحمود، شهریا، تهران: مؤسسه انتشارات نګاه، دچاپ کال ۱۳۸۹