تاند- هندي رسنۍ وايي چې (وینای کومار) په ستراتیژیک او کلیدي هیواد افغانستان کې د هند د نوي سفیر په توګه ټاکل شوی دی.
اوسنی سفیر مانپریت ویهرا له ۲۰۱۵ څخه په افغانستان د هند سفیر دی.
نوی سفیر ښاغلی کومار له ۱۹۹۲ م کال راهیسې د هند په بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي او د دغه وزارت له خبرپاڼې سره سم نوموړی به ژر کابل ته لاړ شي او کار به پیل کړي.
ده تر دې وړاندې په ملګروملتو کې د هند د دایمي استازي په توګه هم کار کړی دی.
هند د افغانستان تر ټولو مهم سیمه ییز متحد دی او سربېره پر دې چې په تېرو ۱۷ کلونو کې یې له افغانستان سره شاوخوا ۴ ملیارد ډالره مرسته کړې، په زروګونو افغان محصلان یې په خپلو پوهنتونو کې روزلي دي.
هند دغه راز د افغانستان ملي – او دفاعي ځواکونه روزي.
د چاه بهار بندر د لومړي فېز له پرانیستنې او د دوو هیوادونو ترمنځ د هوايي دهلېز له ایجاد سره د افغانستان او هند راکړې ورکړې مخ په ریاتېدو دي.
مونږ ورته ښه راغلاست وایو. هندوستان د افغانستان ریښتنی دوست هېواد دی. هندوستان، د پاکستان د منافق هیواد پر خلاف چې له څلویښتو کالونو راهیسې د افغانستان ورانولو پسې نښتی دی، د افغانستان په ابادولو کې په عملي توګه کار کړی او لا یې کوي. وروستۍ بیلګه یې په کابل کې د اوبو د یوه بند د جوړولو تړون دی چې له افغان حکومت سره یې کړی دی او ویل کیږي چې د کابل ښار خواوشا ۲ میلیونو خلکو ته به پاکې اوبه ورکړي. لعنت پر آی ایس آی او د پاکستان په منافق پوځ چې د افغانانو د وژلو لپاره ترورستان تربیه کوي.