نور الله همت

په نیمه شپه پر کور ور وختل، یوازې ځوانان یې نه دي وژلې، پر مېرمنو یې هم صرفه نه ده کړې، بلکې ماشومان یې هم تر تېغ تیر کړل، پاتې خلک یې له ځان سره ولچک بوتلل.

دا تېری او وحشت امریکایانو نه دی کړی، دې پېښې ته طالب او داعش هم ګوته په غاښ و، ځکه پښتانه د تاریخ په اوږدو کې هومره بې‌وسه او بې‌اسرې شوي نه وو، پښتانه اوس نه پر اسمان ستوری او نه پر ځمکه سیوری لري.

د غزني والي صاحب د قره‌باغ دی، هومره بې‌وسه دی چې د خپلو عزیزانو د قاتل پوښتنه نه‌شي کولای.

د اجرايیه ریاست اول معاون انجینر صاحب محمد خان هم د همدغې ولسوالۍ دی، چیرته چې وړمه شپه هزاره‌ګانو د شېراباد په سیمه کې د چمبر پر کلي یرغل وکړ، په تکه توره شپه یې د حاجي صاحب تحویلدار ټوله کورنۍ تالا ترغه کړه دوه کسان یې شهیدان کړل، دوې مېرمنې یې مرګونې ټپیانې کړې، دوه ځوانان یې له ځان سره بوتلل او حاجي صاحب یې په خالې غولي د خپل پنځه کلن لمسې له باد باد مغزو سره پرېښود.

دا اول ځل نه دی، یو کال وړاندې یې د همدغه کلي یو تن میراو وواژه او د شېراباد په ټوله سیمه تقربیا درې نیم سوه کورونو یې اوبه بندې کړې، هغه جنتي او زرغونه  سیمه يې چې خلک به له لېرې لېرې نندارې ته ورته راتلل، شاړه او وچه کړه، شنه باغونه یې وچ شوو، د مېوې ونې یې وچې شوې، پر سیلانیانو د میلو او منظرو ځای و درېده، ان چې د شېراباد ولس د څښاک اوبه په سختۍ پیدا کولې…

بله واوره !!!

هزاره‌ګان یوازې د ټول قره‌باغ دعوه نه لري، وایې چې تر زابله پورې زموږ سیمه ده، له موږ څخه په زور نیول شوې ده.

دا د هزاره‌ګانو نه لومړی او نه به یې ورستی ځل وي، هزاره‌ګانو اوس ایله پیل وکړ، څوک چې شاته د محقق صاحب او چنګېز خان په څېر ټمبې لري، زابل خو پرېږده د کندهار دعوه هم کولای شي.

سپین‌ږیريو د غزني والي صاحب ته خپل مظلومیت وژاړه، هغه مظلوم ورته وویل؛ «محقق صاحب ما ته زنګ وهلی، دا خبر زما تر وسې پورته ده.»

زموږ بې‌وسې له همدې ځایه معلومېږي چې والي صاحب په غزني کې په تېره بیا په خپله ولسوالي کې د خپل مظلوم او مقتول قوم دفاع نه‌شي کولای، خو محقق صاحب د ولایتي شورا وکیل چنګېز خان په ډېره بې‌شرمي د خپل ظالم او قاتل قوم دفاع په زغرده کوي.

ولې؟ توپیر څه دی؟

۱ـ په پارلمان کې د غزني ولایت ټول وکیلان، هزاره‌ګان دي، په ډېره اسانۍ سره د خپل قوم د هر ډول وحشت او بربریت دفاع کولای شي، ټول وزارتونه، ان چې ارګ هم د دوی ناحقه خبره ورسره بدرګه کوي.

۲ـ هزاره‌ګان سازمان شوي او پروګرام شوي دي، د هغوی تر شا هره ثانیه کوډینګ کېږي، ټول په یوه خوله او پر یوه خوا حرکت کوي، د خپل اتفاق او ښې رهبرۍ له برکته خپل تېری او وحشت پر بل منلای شي.

۳ـ د طالب او داعش د افراطیت ښکار هم پښتون دی او په همدې نامه وهل کېږي هم، د شیر اباد موضوع یوه حقوقي موضوع ده، خو سیاسي برخورد ورسره کېږي، تېر ځل که موږ نارې نه وای وهلې، زموږ ټوله سیمه یې د داعش او طالب په نامه بمباروله، کورډیناټ یې وزارت دفاع ته رسېدلی و او دا قناعت هم ورکړل شوی و چې د شېراباد ټوله سیمه طالب او داعش دی. دا یو حقیقت دی چې موږ د خپلې بې‌اتفاقي او بې‌رهبري له امله په خپل کور کې په خپل حق وژل کېږو. طالب او داعش مو د حکومتي او جاسوس په نامه وژني او حکومت مو د طالب او داعش په نامه وژني.

۴ـ فساد، فاسد او محافظه کار چارواکي بل لامل دي، چې دا موضوع ورځ تر بلې غټیږي، ځکه تیر ځل دې سیمي ته یو دولتي هیئت راغی، سیمه یې و ارزوله، دا پریکړه یې وکړه، چې هزاره ګان دې د دې سیمې اوبه هم را خوشي کړي او د میراو د قتل له امله دي د شیراباد ولس ته یو سل او دیرش لکه افغانی هم جریمه ورکړي، خو هغه پریکړه تر اوسه عملي نه شوه

محقق صیب د پردې داعش ضد دی،خو د خپل داعش دفاع کوي، که د چا په مال او ناموس یې تېری وکړ، بیا هم محقق صیب ولایتي اداري ته شپه او ورځ زنګونه وهي او هزاره وکیلان پر شا ټپوي چې زه په هره ناخواله کې در سره یم.

محقق صاحب، چنګېز صاحب او د هزاره قوم ټول مشران دې یې په خلاصو غوږو واوري !!!

غزنی هغه ولایت دی چې د نورو ولایتونو په څېر قومي او مذهبي جګړې پکې نه دي شوي او نه قومي او مذهبي جګړو ته پکې لمن وهل شوې ده، له بده بخته دا لومړی ځل دی چې محقق صاحب او چنګېز صاحب یې پیلوي،که جګړه قومي او مذهبي رنګ واخلي، ټول مسوولیت یې تاسې ته را ګرځي، ځکه تاسې په ناحقه د خپل قوم دفاع کوئ، ولایتي اداره نه پریږدئ چې قانون پلی کړي، همدا تاسې دوې ولسوالۍ هزاره  له شپاړس ولسوالۍ پښتانه سره په جګړه اړوئ او همدا تاسې د جګړې په دې اور تېل اچوئ.

محقق صاحب !!!

که جګړه قومي او مذهبي شي بیا به یوازې تر غزني پورې محدوده نه وي او هر ځای به دا اور بل وي، له یوه لمن نورو ستونزه سره سره به افغانان په دې اور کې هم سوځي.

محقق صاحب !!!

دا یوه نیمه لسیزه ارام ژوند هضم کړئ، د خلکو پر سر مه ور خېژئ، سمه ده چې پښتانه ځپل شوي، خو داسې هم نه چې، تر قیامته دې د هزاره تېري او وحشت ته مړه غوږونه پرېوځي، لمن درته نیسم چې دې اور ته لمن مه وهئ.

ولسمشره !!!

که د ظالم غږ اورېدلای شي، د مظلوم غږ هم واوره !!

زموږ شهیدان د سړک پر سر پراته دي، د قانون په رڼا کې موږ ته خپل حق راکړه او یا اجازه راکړه چې موږ یې پخپله ورڅخه واخلو.

2 thoughts on “چنګېز پر قره‌باغ را ټیټه کړه”
  1. لمړی د وحشی طالیبانو او بیا د دغه بی سربنده حکومت د لاسه مونږ او تاسو تر دغه حالته راورسیدو، اوس په شعارونو او نارو سورو نه کیږی باید د پښتنو مشران خپله راتلونکی وڅیړی او د دغه بد حالت څخه ځان راوباسی.

    په غزنی کی د کمکی ماشوم وژل، د ځوانانو بی رحمه وژل، د ښځو بی رحمه ډبول او د دغه کور دوه ځوانان یرغمل نیول، مونږ ته دا درس راکوی چه که دښمن په رښتیا پیژندل شوی وی، باید مونږ ورسره داسی عمل وکړو چه په تاریخ کی بیا داسی عمل تکرار نشی.

    د محقیق، احمدخان او بل او نا بل پروا به نه ساتو فقط او فقط وطنی او عملی کړه وړه پکار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *