د مينې مجلې ګرانو مينه والو!
تاسو ته به د فيسبوک له لارې مالومه شوي وي، چې مينه له مالي بحران سره مخ شوې وه، خو له ښه مرغه د ليکوال، شاعر، ژورناليست او زړه ته راتېر ملګري باز محمد عابد پام ور واوښت او د مينې ستونزې يې له تاسو قدرمنو سره شريکې کړې.
تاسو ښاغلو ته يې د مينې د بقا په خاطر ځولۍ وغوړوله .
اوس چې ستاسو د مينې له برکته پر ما کوټه شوې مينه تر ډېره ووتله نو دا دى ستاسو د مينې او مرستې له برکته په دې وتوانيدو چې د مينې ٥٨ مه ګڼه له چاپخانې راوباسو.
زه په سر کې له ګران ملګري باز محمد عابد نه يوه نړۍ مننه کوم چې د مينې کمپاين يې په بريالي توب سره وچلولواو په دوهم قدم کې له هغو ټولو دوستانو مننه کوم چې د مينې مجلې لپاره يې عابد صېب ته پيسې راولېږلې او ده هم په پوره ايماندارۍ او ډېره مينه د ښوونځيو په زده کونکو د ګرمو ډوډيو په شان ووېشله .
هغه دوستان هم د قدر وړ دي، چې د فيسبوک پر پاڼه يې په څه نا څه شکل د مينې مجلې له پايدو سره مينه ښودلې ده.
٥٨ مه مينه هم د تېر په څېر په ډېره ښکلې بڼه په ١٢٠ مخونو کې بېلابېلې دينې، علمي، ادبي او هنري ليکنې په خپله لمنه کې لري
قدرمن دوستان کولاى شي چې د مينې تازه ګڼه په جلال اباد ښار کې له مازيګر کتابپلورنځي څخه تر لاسه کړي او ډېر ژر به د کابل او خوست په ګډون د افغانستان يو شمېر نورو ولايتونو ته هم ورسېږي او د مينه والو تنده به ما ته کړي.