تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي، د یوې څرخکې د لوېدو په پېښه کې ۵ بهرني پوځیان ژوبل شول.
د دفاع وزارت ویندوی جنرال دولت وزیري وویل، دا هیلي کوپتر نن /یکشنبه/ له الوتلو لږ وروسته په یوه پوځي اکاډیمۍ کې وغورځېده او ۵ تنه بهرنیان پکې ژوبل شول.
ده د ژوبل شویو بهرنیانو د ملیت په اړه څه ونه ویل خو ویې ویل چې پېښه تصادفي وه.
جنرال وزیري په عین حال کې د ژوبل شویو کسانو ټپونه سخت ونه بلل.
په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو یوه ویندوی تورن ټام ګریسبک وویل چې غورځېدلې څرخکه په ناټو او امریکايي پوځیانو پورې تړاو نه لري او په هغې کې ژوبل شوي کسان هم له ناټو او امریکايي پوځیانو سره ارتباط نه لري.
په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت د ختیځې اروپا د یو شمېر هیوادونو هیلي کوپترونه د خپلو ماموریتونو لپاره کرایه کړي دي.