سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسي تړون پروګرام عمومي مشرډاکتر صبغت الله سره د لیدنې پرمهال وویل د ولسي تړون ملي پروګرام په پیل کېدو سره د بېلا بېلو پروژو د پلي کیدو ترڅنګ د حکومت او ولسونو ترمنځ د همکارۍ لا نږدې والی رامنځته کیږي .یاده لیدنه د کب په ۱۳ مه ولایت مقام کې ترسره شوه ، چې پرمهال يې د ننګرهار والي سربیره د بريښنا، کلیو او پراختیا او عامې روغتیا ریسانو او د پوهنې ریاست استازي ګډون کړی و.په ښارونو کې د ولسي تړون پروګرام عمومي مشر ډاکتر صبغت الله وویل، دې ولایت ته يې د سفرموخه د ښار په ناحیو کې د جوړو شوو شوراګانو او د بېلا بېلو کمیټو څخه څارنه ترسره کول دي .نوموړي زیاته کړه د ولسي تړون پروګرام په چوکاټ کې به ډیر ژر د جوړو شوو هغه شوراګانو اړوند پروژو پروژو پرانیسته وکړي،چې دیرش سلنه ولسي ونډه یې ټوله کړې ده.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ولسي تړون ملي پروګرام د ستایني ترڅنګ وویل د یاد پروګرام په پیل سره د ولسونو او دولت ترمنځ د اعتماد او باور فضا رامنځته کیږي او دا چاره د یاد پروګرام تر ټولو مهمه لاسته راوړنه ده.نوموړي د ولسي تړون پروګرام عمومي مشر ته د دې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یاد ملي پروګرام په ښه پلي کیدو کې د هراز همکارۍ ډاډ ورکړ.د یادونې ده، چې د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د جلال اباد ښار په دریمه ، پنځمه ، شپږمه او اتمه ناحیه کې ۷۸ شوراګانې جوړي شوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د پروژو چارې پیل شي او نورو ناحیو ته به هم وغځیږي.د ننګرهار والي په مشرۍ د نظامي شورا اونیزه غونډه ترسره شوه .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د کب په ۱۳مه ولایت مقام کې د نظامي شورا اونیزه غونډه ترسره شوه،چې په کې د دې ولایت امنیه قوماندان لوی پاسوال عبدالرحمن رحیمي،ملي امنیت رئیس تورنجنرال محمد طاهر مومند،د عامه نظم لوا قوماندان مل پاسوال نصیر احمد ساپي،د څلورمې پلې لوا او سرحدي ځواکونو درستیزوالانو، د امنیتي ارګانونو د همغږۍ مرکز قوماندان جنرال غونډيوال او یو شمیر نورو ګډون کړی وو.د دې ناستې پر مهال په ګوشتې ولسوالۍ کې د پوستو پر جوړولو،د ولایت په کچه په بېلابېلو سیمو کې د ولسي ځواک پر ګمارنې،د جلال اباد ـ تورخم عمومي سړک اړوند په غني خیلو،بټي کوټ او مومندرې ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د ښه والې او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې،بحثونه او پرېکړې وشوې .همدا راز د دې ناستې په څنډه کې د ملي امنیت د عمومي ریاست د استازي جنرال عبدالجبار په مشرۍ د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارت د استازو په ګډون د مرکز څخه څخه راغلي پلاوي هم د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په مشرۍ د نظامي شورا غړو سره ناسته وکړه او د جلال اباد ښار بېلابېلو برخو ته د لا زیاتو امنیتي تدابیرو پر نیولو یې خبرې اترې وکړې .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل همدا راز له مسؤلینو څخه د نظامي او دفاعي ځواکونو ملي ورځې نمانځلو په موخه د نیول شوو تدابیرو له امله مننه وکړه او همدا راز یې ورته په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو اقداماتو د نیولو سپارښتنه وکړه .

ننګرهار والي وايي د نورو اړینو چارو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د نمرو اړوند ستونزې د حل کولو هڅه کوي .سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د شهیدانو کورنیو استازو سره د ناستې پرمهال وویل د شهیدانو کورنۍ تر هرچا ډیر حق لري، چې د استوګنې لپاره ورته یوه یوه نمره ځمکه په واک کې ورکړل شي او هم يې ژمنه وکړه، چې د نورو اړینو چارو ترڅنګ د شهیدانو کورنیو ته د استوګنې په موخه د نمرو ستونزې حل ته ځانګړې پاملرنه کوي.یاده ناسته د کب په ۱۳ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې ترسره شوه، چې پرمهال يې د ننګرهار والي سربیره د جلال باد سرپرست ښاروال، قومي مشر حاجي حیات خان ، د کار او ټولنیزو چارو او ښار جوړونې ریئسانو ګډون کړی و.د شهیدانو کورنیو استازو وویل د څو کالو راهیسې د نمرو اویزونه په لاس لري خو تردې مهاله ورته د استوګنې په موخه نمرې په واک کې ندي ورکړل شوي او په یاده برخه کې له ننګرهار والي څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل د شهیدانو کورنیو لپاره د استوګنې په موخه د نمرو په تړاو پخواني ترسره شوي اجرات د اصولو سره په ټکر کې وو،چې له امله يې د نمرو د ویش لړۍ ټکنۍ شوې .نوموړي د شهیدانو کورنیو استازو ته ډاډ ورکړ، چې ډیر ژر به یادې ستونزې ته د قانوني لارو چارو له مخې د حل لاره ولټوي او هم يې سرپرست ښاروال او د ښارجوړونې ریس ته سپارښتنه وکړه، چې د شهیدانو کورنیو د نمرو لپاره مناسبه ځمکه په نښه کړي.د یادې لیدنې وروسته د ننګرهار والي له لورې د یوه شهید کوچنۍ معصومې لور ته اخیستل شوې لباسونه او نور توکې هم ورکړل شول .د پوهنې رئیس په اچین ولسوالۍ کې د پوهنیز بهیر د کیفیت د ښه والې په موخه د جدي کار کولو ډاډ ورکړ.د ننګرهار ولایت د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري اچین ولسوالۍ ته د سفر پر مهال په یاده ولسوالۍ کې د پوهنیز بهیر کیفیت د ښه والې په موخه د پوهنې مدیریت،د کهي لیسې او یو شمیر نورو ښوونځیو څخه څآرنه او لیدنه ترسره کړه.له نوموړي سره د دې لیدنې پر مهال د اچین ولسوال ډاکټر اسماعیل شینواري،د ولایتی شورا غړي عبیدالله شینواري،د عامې روغتیا رئيس ډاکټر نجیب الله کاموال او یو شمیر نورو ملتیا کوله .د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري د اچین ولسوالۍ د پوهنې مدیر ته سپارښتنه وکړه،چې د نوي تعلیمي کال د پیل کېدو وړاندې دې په ټولو ښوونځیو کې د سرپناه او نورې ستونزې په رسمي ډول د پوهنې ریاست مقام سره شریکي کړي .هغه زیاته کړه، ډیر ژر به د سرپناه ستونزې د حل په موخه ۲۶ خیمې،د کهي لیسې ته ۵ کمپيوټرونه،د روغتیا ادارې په مرسته یو پرجیکټور،د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري په مرسته پرینټر او ګڼ شمیر نور وسایل په واک کې ورکړي .نوموړي د اچین ولسوالۍ د خلکو سره ژمنه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې به د پوهنیز بهیر د کیفیت د ښه والې په موخه جدي کار وکړی او په دې برخه کې د خلکو څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه .په همدې حال کې د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري هم په یاده ولسوالۍ کې له خلکو وغوښتل چې په یوالي سره په ټولو برخو کې د حکومت سره همکاري وکړي،ترڅو د بیا ځل لپاره دښمن ته د تروریستي فعالیتونو زمینه برابره نشي .تر دې وړاندې د پوهنې رئیس د مومندرې،کامې او یو شمیر نورو ولسوالیو پوهنیز بهیر څخه هم څآرنه او لیدنه کړې وه .

په اچین ولسوالۍ کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په لګښت بشپړ روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ په کهي سیمه کې د عامې روغتیا ریاست له لورې د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت په یو جریب ځمکه کې بشپړ روغتیایي مرکز جوړ او د کب په ۱۳مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.په یادو مراسمو کې چې د پوهنې رئیس حسیب الله شینواري هم شتون درلود،د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل،یاد روغتیایي مرکز د یو کال په موده کې په یو جریب ځمکه کې د ۱۵ میلیونه افغانیو په مالي لګښت جوړ شوی،چې د قرارداد له مخې تر راتلوونکې یو کاله پورې د بیا ځل ترمیم چارې به هم د قراردادي شرکت له لورې ترسره کیږي .هغه زیاته کړه، جوړ شوی روغتیایي مرکز لس بسترونه لري او بشپړ تجهیز دی،چې په نږدې راتلوونکې کې به یې شل بسترونو ته لوړ او ګڼ شمیر نور سهولتونه برابر کړي .د عامې روغتیا رئیس په اچین ولسوالۍ کې د پنځو روغتیایي مرکزونو او پنخه سیار روغتیایي ډلو د فعالیدو ترڅنګ د څلورو ښځینه روغتیا پالو په ګډون د مسلکي روغتیایي کارکوونکو د شتون څخه هم خبر ورکړ.د ولایتي شورا غړي عبیدالله شینواري او د اچین ولسوالۍ د ځوانانو په استازۍ ثاقب شینواري د عامې روغتیا رئیس څخه مننه وکړه،چې په یاده ولسوالۍ کې ورته د مرکزي روغتون ترڅنګ یو بل مجهز روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره .په همدې حال کې د اچین ولسوال ډاکټر اسماعیل شینواري د عامې روغتیا ادارې له لورې د پلې شوې پروژې څخه مننه وکړه،خو په یاده ولسوالۍ کې په بېلابېلو برخو کې د لا زیاتو پروژو د پلې کېدو غوښتنه وکړه.په سره رود ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو مهم تروریستي پلان شنډ کړای شو.ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ د بختانو سیمې په یو باغ کې وسله والو طالبانو د ترویستي فعالیت په موخه د مزایل لس مرمۍ ځای پر ځای کړي وې،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې کشف او تر لاسه شوې،چې هم مهاله یې د بې وسلې کولو پروګرام ته هم وسپارلې .د معلوماتو له مخې وسله والو طالبانو پلان درلود،چې د یادو مرمیو په توغولو سره بېلابېلې سیمې په نښه او درنه مرګ ژوبله واړوي،چې د ملي امنیت منسوبینو له لورې یې پلان له وړاندې شنډ او مرمۍ تر لاسه شوې .

ننګرهار کانال اړوند سږ کال په څلورو فارمونو کې نږدې سل زره بېلابېل بوټې کري .د ننګرهار کانال ریاست په اړونده څلورو فارمونو کې سږ کال د ستروسو لس زرو بوټو په ګډون نږدې سل زره بېلابېل بوټې کري .د کانال رئیس انجینر غلام حضرت عبدالرحیمزي وایي، سږ کال په پلان کې ده چې د کانال د ستروسو باغونو ته انکشاف ورکړل شي نو په همدې موخه به شاوخوا لس زره د ستروسو مختلف النوعې بوټې د کانال ریاست اړوند بېلابېلو باغونو ته د نهال کولو په موخه انتقال کړي .نوموړي زیاته کړه د دې سربیره د کانال ریاست سږ کال په پلان کې لري ترڅو شاو ۸۵ زره بېلابېل ډوله مثمر، غیر مثمر او ځنګلاتي بوټې د کانال په څلورګونو فارمونو او مربوطاتو کې وکري.د یادونې وړده،چې د کانال اړوند د غازي آباد په فارم کې د ستروسو پریمانه باغونه شتون لري.تېر کال ننګرهار کې ۱۷۳۹ کسان تر حرفوي زده کړو وروسته ټولنې ته د کار لپاره وړاندې شويد ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، تېر کال يې ۱۷۳۹ کسانو ته چې په ډله کې يې ښځې هم شاملې دي، حرفوي زده کړې ورکړي او ټولنې ته د کار په موخه وړاندې شوي.د دې ولایت د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو رئیس عبدالحکيم شيرزاد دا څرګندونې د کب په ۱۳مه د خپلو تېرو يو کلنو لاسته راوړنو او فعاليتونو په اړه مطبوعاتي کنفرانس ته وکړې.نوموړي د خپل رياست د نورو فعاليتونو په تړاو وويل، چې ځوانانو ته د کارموندنې، د شهيدانو کورنيو او معلولينو ته د هغوی د حق ورکولو، تقاعد او يو شمېر نور کارونه چې د دوی اړوند دي، تر پخوا يې کارونه چټک کړي او روڼتيا ته يې هم ډيره پاملرنه کړې ده.نوموړي دغه راز وويل: په ياده موده کې يې څلور سوه کورنيو ته د وړو کارو بارانو د اسانتياو ترڅنګ هغه ماشومان چې عمرونه يې له څوارلس کلونو کم وو ، او سخت کارونه يې کول له جملې يي يو شمېر کوچنيانو ته حرفوي او فني زده کړې ورکړل شوي او نور يې ښوونځيو کې شامل شوي.شيرزاد همدا راز وويل ، په تير کال کې يې اتلس سوه پنځه نوي کسانو ته د کار جوازونه ورکړي چې اکثريت يې د خصوصي سکتور اړوند وو او هم يې په ياد کال کې د متقاعدينو ټول حقوق هغوی ته سپارلي.نوموړی وايي د شهيدانو ورثو او معلولينو ته اويا سلنه مالي حقوق رسيدلي ، چې په وينا يې ديرش سلنه يې پاتې شوي دي.د کار او ټولنيزو چارورئيس عبدالحکيم شيرزاد په خبره يو زر او ديرش تنه اوس مهال تر ټرينګ لاندي دي ، چې په خبره يې دوه سوه تنه به په راتلونکو څو اونيو کې له حرفوي زده کړو فارغ شي.ده همدا راز د هندوستان هيواد په مالي مرسته د يو مرکز د جوړيدو يادونه وکړه چې په وينا يې په يو وخت کې به پکې دوه سوه تنو ته د زده کړې زمينه برابره شې.شيرزاد په راتلونکې کال کې د سلام په نامه د يوې پروژې د پلې کيدو يادونه هم وکړه چې په ټکو يې په پلې کېددو سره به يې د ظرفيت لوړونه ، په خليج هيوادونو کې د افغان کارګرانو لپاره د کار زمينې برابرول او د غيري قانوني مهاجرتونو مخنيوی وشي.د کار او ټولنيزو چارو ريئس همدا راز له ټولو موسسو ، انجوګانو خيريه بنسټونو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې په ياده اداره کې راجستر شويو يتمانو ، کونډو ميرمنو او بې وزله کورنيو سره مرستې وکړي.نوموړي دغه راز زياته کړه ، دوی په پلان کې لري ،چې په راتلونکي کال کې پنځه زره کسانو ته د فني او حرفوي زده کړو زمينه برابره کړي.د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، د دغه ولايت ماشومان له ۱۸ ډوله درندو کارونو سره مخ دي؛ خو دوی يې د مخنيوي لپاره هلې ځلې ګړندۍ کړې دي.هغه وويل، د دغه ولايت درې نقطې د ماشومانو د شاقه کارونو ستر مرکزونه دي، چې ماشومان په کې تر جدي ګواښونو لاندې دي.د کار او ټولنيزو چارو د رييس د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار، د سرخرود د خښتو بټۍ او د تورخم سرحدي ښارګوټی هغه ځايونه دي، چې ماشومان په کې په دغو اتلس ډوله درندو کارونو بوخت دي.د نوموړي په وينا په دغو کارونو کې د خښتو بټيو کې کار کول، کراچۍ چلول، په شا د درندو بارونو وړل، د اهنګرۍ بټۍ کې کار، نانوايتوب او يو شمېر نور کارونه شامل دي.دی وايي، څلور کاله وړاندې دوی دغه سروې ترسره کړې وه، چې د مخنيوي او کموالي لپاره يې له هماغه وخته هلې ځلې پيل کړي؛ خو فقر، بې سوادي او د کار نشتون يې پر وړاندې لوی خنډونه دي.د کار او ټولنيزو چارو رييس وايي، چې پر ماشومانو د شاقه کارونو د مخنيوي لپاره يې د سرخرود د خښتو بټيو کې سيار روغتيايي، پوهنيز او حفاظتي مرکزونه جوړ کړي او کورنۍ يې دې ته اړ کړي، چې په ماشومانو له دولس ساعتونو کار شپږ ساعتونو ته راکم کړي.هغه په تورخم ښارګوټي کې پر ماشومانو د کار کموالي په اړه وويل، چې هلته شاوخوا دوه زره ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي او دوی يې د زده کړو، کار کموالي برخو ته پوره پاملرنه کړې ده.په جلال اباد ښار کې پر ماشومانو د شاقه کارونو د کموالي په اړه د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو رييس وويل، چې دلته يې هم يو شمېر موسسات دغو ماشومانو سره مرستې کولو ته جلب کړي او کورنيو ته يې د وړو کارونو برابرولو ترڅنګ هغوی سره نږدي مرستې او زده کړو زمينې هم برابرې کړې دي.د کار او ټولنيزو چارو رييس وایي، په رياست کې يې د همدغو ماشومانو د روزنې لپاره يو برنامه پيل کړې چې له تېرو دوو کلونو روانه ده، څلور دورې فارغان يې ورکړي او په هره دوره کې يې سل ماشومان روزلي دي.د عبدالحکيم شيرزاد د معلوماتو پر بنسټ يادو ماشومانو ته د اسانو کارونو زده کړه ورکړل شوې او ورته کاري زمينه هم برابره شوې ده.خوږیاڼو ولسوالۍ کې ۲۱ فیره د مزایل مرمۍ کشف او خنثی شوې .ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې د ملي اردو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۲۱ فیره د مزایلو مرمۍ کشف او خنثی کړای شوې،همدا راز د بټي کوټ ولسوالۍ اړوند په مال بازار سیمه کې هم د وسله والو طالبانو له لورې ځای پر ځای شوی ماین هم کشف او له زیان پرته ورته چاودنه ورکړل شوه .په همدې حال کې د ګډو کورنیو ځواکونو له لورې په ګوشتې ولسوالۍ کې په لسګونو کلیو کې تصفیوي عملیات ترسره شوي دي .د ننګرهار جوانان وفا او د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ منتخبې لوبډلې ترمنځ د فوټبال دوستانه لوبه ترسره شوه.د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د فوټبال لوبډله ،چې ننګرهار ته راغلې ، تيره ورځ يې د ننګرهار جوانان وفا لوبډلې سره د سولې تر نامه لاندې دوستانه سيالي ترسره کړه.په ختيځ کې د فوټبال فدراسيون رئيس خوشحال حضرتي وويل: ترسره شوې دوستان لوبه درې د يو پر وړاندې د ننګرهار جوانان وفا لوبډلې په بريا پای ته ورسيده.نوموړي وويل: د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د فوټبال لوبډله به يو لړ نورې لوبې هم ترسره کړي.د کابل بګرامۍ ولسوالۍ څخه د راغلو ورزش کارانو په استازولۍ محمدعيسی يوسفزي وويل: هڅه کوي ،چې د سولې تر نامه لاندې دا ډول سيالۍ په نورو ولايتونو کې هم ترسره کړي.بل لورته د ننګرهار بدني روزنې امر خوشحال حضرتي يو ځل بيا له يو شمېر کلپونو څخه د کتنې پر مهال د کلپونو له مسوولينو غوښتنه وکړه ،چې ژر تر ژره د فعاليت کولو جواز تر لاسه کړي .په روداتو ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځ د یوې غونډې او پوستو کې د سرتېرو سره یو ځای ونمانځل شوه د ننګرهار ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځې د نمانځنې په موخه جوړو شوو مراسمو کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار ، د ولایت کارپوه حاجي سبحان الله خطاب ،امنیتي مسؤلینو او د سیمې مخورو ګډون کړی وو،چې د ویناوو پر مهال یې دفاعي او امنیتي ځواکونو ته د مبارکۍ ترڅنګ د دوی د دندو څخه قدرداني وکړه .د دې مراسمو په ترڅ کې د امنیه قومندانۍ افسرانو ، ساتنمنانو او د سیمه یزو پولیسو قومندانانو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او همدا راز هغه سرتیري چې په خپله دنده کې یې له ځانه وړتیا ښودلي وه په ډالیو ونازول شول .په ورته وخت کې د روداتو ولسوال حضرت خان خاکسار ، د ولایت کارپوه سبحان الله خطاب او یو شمیر نورو مسؤلینو په بېلابېلو پوستو کې د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملي ورځ د سرتېرو سره یو ځای دوی ته په غاړه کې د ګلونو په اچولو او ډالیو ورکړې سره ونمانځله .د لعلپورې ولسوال د یوې غونډې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ د خلکو ستونزې واوریدې .ننګرهار ولایت د لعلپورې ولسوالۍ په مقام کې د یوې غوندې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ ولسوال غالب مجاهد د بېلابېلو سیمو د مخورو ستونزې د حل په موخه واوریدې .د دې غونډې په ترڅ کې قومي مشرانو د خپلو ستونزو د شریکولو ترڅنګ د ولسوالۍ مقام له مسؤلینو سره ژمنه وکړه،چې د امنیت د تامین او حکومتدارۍ د پیاوړتیا په برخه کې به همکاري وکړي .د لعلپورې ولسوال غالب مجاهد د قومي مشرانو د همکارۍ له ژمنې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ،چې ستونزې به یې د اړونده مسؤلو چارواکو سره د حل په موخه شریکي کړي .د خپل ماین په چاودنه کې څلور وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته .ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په چهارتوت سیمه کې تېره ورځ د خپل ماین په چاودنه کې دوه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول .یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې وسله والو طالبانو غوښتل په سیمه کې د تخریبي کړنو په موخه ماین ځای پر ځای کړي،چې موخې ته تر رسیدو وړاندې پرې ماین چاودنه وکړه .

ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د امنیتي ځواکونو له لورې په یو عراده ډاډسن موټر کې ځای پر ځای شوي درمل چې په قاچاقي ډول جلال اباد ته را لیږدول کیدل،د یو تن تورن سره یو ځای ونیول شول .تر دې وړاندې په جلال اباد ښار کې هم د امنیتي منسوبینو له لورې په بار وړونکي موټر کې ځآی پر ځای شوي لسګونه ټنه تاریخي او بې کیفیته درمل نیول شوي وو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *