نادر سلطان
خدای خبر نوروز منګل او ريیس احمدزي زموږ کومې بدې ورځې ته جوړه کړې، کله کله سړی په دې مجبور کړي چې د زړه له تله په چیغو چیغو ووايي، خدایه! یا په افغانستان کې کریکټ نه وای، یا زموږ یو شمېر پخواني د کچهګهړۍ ټینس لوبغاړي.
سمه ده چې د کچهګهړۍ ځينو لوبغاړیو توره کړې، خو ځينې لا د ټینسبال د زمانې فکر لري، خو له دې بتر یې دا چې همدا ټینس مغزي پر کریکټ بورډ حاکمان دي.
له شرمه ان دوی د خپلو تمریناتو وېډیوګانې په رسنیو کې نه شي خپرولای، ځکه د لالاګانو یوازې پخوانی سترګې پټ کریکټ زده او بس.
کریکټ یوازې توپ، بېټ او ویکټ نه دی، کریکټ متفکر مغز ته اړتیا لري، نويو تجربو ته، پوره وړتیا او هر اړخیزو مالوماتو ته.
اوس دې ټکیو ته په کتو، تاسې او خدای په عاطف مشعل، نوروز منګل او ريیس احمدزي کې کوم يو له دې خصوصیاتو يو لري؟
شاید ځينې ووايي چې له تخنیکونو سره یې د عاطف مشعل څه، خو که عاطف مشعل لږ تر لږه د فکر اخيستو جوګه هم وي، له چا مفکوره واخلي، له نوروز منګل او که له ريیس احمدزي؟
د نړۍ د هیڅ یوه هېواد د کریکټ بورډ مشر شاید لوبغاړی نه وي، خو تر خوا یې داسې کسان شته چې د کریکټ له هرې نوې کارنامې خبر وي.
هندی ویراټ کوهلي د مور له ګېډې لوبغاړی نه دی راغلی، بلکې د ښو تخنیکونو زدهکړې تر دې ځای را رسولی دی او دا تخنیکونه د کریکټ بورډ د مشر لهخوا د یوه نیول شوي روزونکي په وسیله ور زده شوي، اوس یې تاسې له چا زده کوئ، د ویسټ انډیز له شيخفاني”مشر روزنکي”، د کچه ګهړۍ له ټینس مغزیو او که د یوې میاشتې لهپاره د روزنګیو په توګه د ګمارل شویو د نړۍ د درېیمې درجې لوبغاړیو، له کوم یوه؟
د کریکټ لوبه د تخنیک ده، جوش پهکې شته، خو ولاړه پر هوش ده، لاس تاوول هم ګټه او هم زیان در رسولای شي.
یوه میاشت مو انضمام الحق مشر روزونکی و، ویسټ انډیز مو په نړیوال جام کې مات کړ، د لوبغاړیو ضعیف ټکي د لیسټونو سر ته راووتل، کریکټ بورډ ته لومړیتوبونه مشخص شول، لوبغاړي مجبور شول چې د خپلو ضعیفو ټکیو ختمولو ته کار وکړي.
انظمام وویل، که لوبغاړي غواړي لوبه وکړي، ملي یاد شي، باید زده یې کړي، که نه، “ګاو مرد، شیردان شکست.” انظمام سره کرښه کش کړه، که یې هر چا په کار کې کار ولاره، خبره خلاصه ده. ټول سره پوه شول، د ټولو ځای مالوم شو، کریکټ بورډ د ريیس احمدزي، تاج ملوک او نوروز منګل له سپېرو منګلو ووت، یوازې لیاقت حاکم شو، ښه بېلګه یې شاپور ځدراڼ، کریم صادق او نور ډېر اوټ فام لوبغاړي وو چې نه سمېدل او انظمام هم پرې سره کرښه کش کړه چې چندان لوبغاړي نه دي، پسې مه ګرځئ.
خو چې څنګه د انظمام سترګې پنا شوې، میدان ټینس مغزو ته خالي شو. اوس نو چې چېرته وروڼه، د کاکا زامن او ورېرونه دي، د کریکټ میدان پرې لړلی دی.
زه تر نوروز منګل او ريیس احمدزي وروسته له مشر روزنکي پوښتم، په احسان الله جنت، ناصر جمال او ګلبدین نایب کې مو له زمبابوې سره د لوبو پر مهال کومه توره ولیده چې نن یې بیا په څټ را سپاره کړي دي؟
کوم منطقي ځواب شته؟ خو بس د دې په خاطر کې یو یې د نوروز منګل، بل یې د ريیس احمدزي ورور دی، باید و یې زغموو.
له کریکټ بورډ څخه د نوروز اکا ژېړه غوا جوړه ده، خواره ډنګره، په پښه ګوډه، په مرض اخته، خو ځينو ته چې شیدې ورکوي، باید و یې ساتوو.
د کریکټ بورډ میراثي چلند نور د زغم وړ نه دی. عاطف مشعل د خپلو پټو معاملو او ضعيف مدیریت له کبله ځينې کسان تر خوا ساتلي، د دې لهپاره چې خامیانې یې ډاګیزې نه شي، دا کسان په لوړو پوسټونو ګمارل شوي.
پرونۍ ماتې زموږ لهپاره لوی درس و، نور باید اجازه ور نه کړل شي چې کریکټ بورډ د پټو معاملو ښکار او زموږ د هېوادوالو پر احساساتو لوبې وشي.
سرخط ورځپاڼه