تاند- په غزني کې د بېګناه کلیوالو د وژونکو خلاف د خلکو احتجاج درېمې ورځې ته وغځېد او د کابل – کندهار حیاتي لار لا هم بنده ده.
دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د وحشت او بربریت پر ضد خلک پاڅون ته راپورته شوي دي.
د خلکو دا اعتراض، چې د وزیرستان د خلکو په شان د ولسي پاڅون بڼه خپلوي، د جمعې په شپه وروسته له دې پیل شو چې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په یونیفورم کې وسله والو کسانو د قره باغ ولسوالي په شېراباد کلي کې د بې وسلې کلیوالو پر کورونو یرغل وکړ؛ دوه ملکیان یې ووژل، دوې ښځې یې ټپیانې کړې او دوه تنه نور یې وتښتول.
ویل کېږي چې په سیمه کې هزاره ګانو، چې په ملي او امنیتي ځواکونو کې یې شمېر زیات دی، له دولتي امکاناتو په استفادې د وزیرو پر کورونو یرغل کړی دی.
تر دې وړاندې هزاره ګانو د دې سیمې پر اوسېدونکو اوبه بندې کړې وې چې لا هم بندې دي او له دې درکه وزیرو ته د ملیونونو افغانیو زیان اوښتی دی.
اعتراض کوونکو حکومت ته خبرداری وکړ چې حمله کوونکي د عدالت منګولو ته وسپاري او کنې قوم به په خپله اقدام وکړي
د غزني والي، امنیه قوماندان او د ولایتي شورا غړیو پرون هڅه وکړه چې مظاهره چیان په وعدو د مظاهرې او احتجاج بس کولو ته وهڅوي خو مظاهره چیان وايي چې په دې ډول ژمنو ډېر خطا ایستل شوي او تر څو چې عملي اقدام نه وي شوی، احتجاج نه بندوي او لاره نه پرانیزي.
احتجاج کوونکو په تېرو درو ورځو کې هیڅ راز تشدد نه دی کړی او مدني اعتراض ته یې دوام ورکړی دی.
اعتراض کوونکو لا هم خپل مړي خاورو ته نه دي سپارلي او وايي، تر هغو د خپلو عزیزانو مړي له روغتون څخه نه باسي چې د دوی قانوني غوښتنې اجرا شوي نه وي.
دوی دغه راز وايي چې لار به هم په همدې ډول بنده وساتي.
خو په لاره کې بند پاتې خلک وايي چې اعتراض کوونکي دې لار پرانیزي ځکه چې له دې کبله عام ولس له کړاوو سره مخامخ کېږي. دوی په عین حال کې وايي چې اعتراض کوونکي دې یوازې هغه خلک په دې لاره تګ راتګ ته نه پرېږدي چې دوی فکر کوي په یو نه یو ډول د شېراباد کلي له قاتلانو سره خواخوږي لري.
احتجاج کوونکي د پښتنو د وژنو پای ته رسېدا غواړي او شعارونه ورکوي«مرګ پر لنډغرو، مرګ د ایران پر جاسوسانو…»
په همدې حال کې اجراییه ریاست وايي چې عبدالله عبدالله پرون د غزني له یو شمېر مشرانو او استازو او د میدان وردک له والي سره وکتل او د قره لاغ ولسوالي د وروستۍ ستونزې په اړه یې پرېکړه وکړه چې یو پلاوی دغه ولایت ته واستوي.
پښتون غرق دی. پښتون نور په جګو سترګو نشی ګرځیدلی. پښتون نور ختم دی. پښتون نه غیرت تللی دی. پښتون بی حمته دی. شرم دی ټول پښتون قام ته. چه اوس ژاړی او کوشش کوی چه څوک پری رحم وکړی