رفيع الله زیار
د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان او د جمعیت ځینې مخکښ غړي هڅه کوي چې د ولسي جرګې په اداري ټاکنو کې د خپلې خوښې کسانو ته رایه راټوله کړي او خپل کسان اول او دویم نایب وټاکي تر څو د حکومت په مقابل کې داسې یو بلاک رامنځته کړي چې پر مټ یې د راتلونکي ۱۳۹۷ کال پروګرامونو او برنامو کې حکومت په ځانګړې ډول ولسمشر ته سر خوږی پیدا کړي.
د یاد بلاک په رامنځته کولو کې هغه څېرې او اشخاص لاس لري چې قراردادونه ترې اخیستل شوي، د فساد لاس یې لنډ شوی او یا هم له دندو ګوښه شوي دي. یو شمېر وکیلان، سیاسي څېرې او د جمعیت یو شمېر مخکښ کسان په دې طرحه کار کوي او د همدې لپاره د ولسي جرګې یو شمېر وکیلان څو ورځې وړاندې بلخ ولایت ته لاړل تر څو له عطا محمد نور سره وګوري او په دې تړاو خبرې ورسره وکړي. داسې ویل کېږي چې عطا له دوی سره ژمنه کړې تر څو د اول او دویم نایب په ټاکنو کې د خپلې خوښې کاندیدانو ته له هغو وکیلانو چې رایه پلوري، رایه واخلي او قیمت یې دی ورکړي.
موږ په پارلمان کې ډېر پاک نفسه او وطن دوسته وکیلان هم لرو، خو پر دوی باندې هم هغه چا سیوری غوړولی چې په فساد، غیر قانوني کړنو، په کابل ښار او نورو سیمو کې د امنیتي سرتېرو په وهلو او ټکولو، په جاسوسي کړیو او نورو لسګونو ناروا کړنو کې ښکېل او لاس لري.
مقننه قوه یا پارلمان د دیموکراتیکو هېوادونو هغه دریم رکن تشکیلوي چې د قانون جوړونې، د وزیرانو ټاکل، د بودجې تصویب، له نورو هېوادونو سره د لاسلیک شوو پروتوکولونو تصویب او نورو ګڼو برخو کې مسوولیتونه لري او لنډه دا چې پارلمان د ولس د استازو کور دی او له دې لارې ولس په حکومت او دولتي چارو کې خپله اراده له دې لارې تمثیلوي. همدا پارلمان دی چې ولسونو ته یې د ازادۍ حق ورکړی او له همدې لارې د خپلې خوښې اشخاص دولتي چوکیو ته د خدمت په موخه لیږي. کله چې پارلمان د دولت دریمه قوه بلل کېږي، نو تر څنګ یې باید داسې کسان غړي او وکیلان وي، چې د پارلمان حیثیت په بشپړه توګه وساتي او د خلکو باید داسې استازیتوب وکړي چې پر هغه باندې خلک باور ولري او پارلمان خپل کور وبولي.
که چېرې پارلمان د ۱۶ تقنیني دورې د ۱۳۹۷ لمریز کال لپاره اداري ټاکنې کوي، نو باید د حکومت په مقابل کې داسې بلاک رامنځته نه کړي، چې د حکومت د قانوني او د هېواد په ګټه کارونه او فعالیتونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کوي او یا هم د خپلو ناوړو ګټو د خوندیتوب په موخه ولسمشر اشرف غني ته لارې ازغنې کوي تر څو ده ته مزل اوږد کړي.
په پارلمان کې د خلکو هغه رښتیني وکیلان او سپېڅلي اشخاص باید پر پارلمان د خلکو باور وساتي او داسې چاته رايه ورنه کړي او د ولسي جرګې لومړی یا دویم نایب ونه ټاکي چې خدای مه کړه د نورو جاسوس، د ملي ګټو دښمن، عقده یي، تعصب ګر او نورې نیمګړتیاوې ولري او که چېرې دا کار وشي، نو له یوې خوا به خلک پر ولسي جرګه پاتې باور له لاسه ورکړي او له بل لوري به په راتلونکې کې د حکومت هغه برنامې له ستونزو سره مخامخ شي چې پلي کېدل یې د هر افغان هیله او ارمان دی.