نجيب احمد عزيزي

زموږ د شړلېدلي حال سبب تر ډېره ناپوهي ده چې نه پر مخ حرکت کولای شو او نه هم څوک پرېږدو، دا هر چا ته له ورايه معلومېږي چې د افغانانو د زده‌کړې سطحه ټيټه ده او د هغې ارزښت و حکمت ته لا څوک نه دي رسېدلي، خو له دې سره سره یې اراده هم نه لري چې راتلونکی نسل خو یې هوښيار شي.

زه د خپلو سترګو لیدلی حال په دا رنګ موضوعاتو کې را څرګندولای شم، یو وخت مې یوه کلیوال ته ویل چې درس و مکتب ولې نه وايې؟ ځواب يې دا و؛ بابا مې ويل نه دې پلار مکتب پېژاند نه ما ویلی، خپله بېلچه دې ښه ده، زه خدای نه یم ساتلی…!؟ کېدای شي ټول هېواد مو له داسې خلکو ډک وي، انسان چې په خپله محدوده کې را ګير شي بلې خوا ته يې فکر هم نه‌شي تلای، زموږ خلک په کلي پيدا شي، هلته پسې مړه شي.

دا رنګ پېښې ډېرې ليدل شوې دي چې د خلکو غفلت ترې څرکندېږي، اوس هم په دې پوه نه دي چې څه کار ته پيدا دي. زه د محصلي تر څنګ معلمي هم لرم او دې بار ته مې اوږه ورکړې، خپل بېل بیل اهداف پکې لرم…

له ډېرو امنیتي ستونزو سره یې پر مخ بیایو، خو تر هر څه د پیاوړتيا احساس په روحیه پورې تړلی دی، که یو ناورین اقتصادي رکود هم دی، ځينې خو لا دا تور هم پورې کوي چې د پلاني زوی ګوره او د ده چشمې ګوره! او دونه کچه‌توب!! له ځانه یې غټ مانډيس جوړ کړی! سړی له خپلې کمبلې سره سمې پښې غځوي، معلمي خو دونه معتبر کار نه دی! ورزش ګوره چې پورته پورته غورځي و به نه غ… شي! خلک په باغو کې له ستړیا مړه شوو!

که ورسره مخ شې په زړه که یې هرڅه وو خو درته وايي مزې دې وکړې!! اوس  دې بدبختي ته ګوره نه دې خبر چې وخت مو خوشې تېرېږي، خبرې داسې کوي لکه ټوله ورځ چې په خپل مهالوېش تېروي او ته وا له سهاره تر ماښامه ټولې دينې، ګډې، فردي او ورځنۍ او ان سپورټي چارې یې مناسبي تېرېږي، د دې په حکمت او ګټه هم خبر شوي، نور نه غواړي له خپلو اهدافو بل لور ته حرکت وکړي.

ته وا مهالوېش د دې په خاطر جوړوي چې ورځ خوشې تېره نه‌شي، ټولې خواوې پکې وکړي او هم د ګټو په راوړلو شکر وباسي…

د خپلي ټولني په نسبت فکر لرل بیا  د پښتنې ټولنې چې تقريباً هر نوښت ناروا ګڼي يا يې پېغور بولي، ځان ورسره یو کول ممکن ښې پایلې و نه لري، بلکې د تعلیم او روزنې فنون پر دې راڅرخي چې په سلوک، پوهه او فکر کې سموالی راوستل د هغو کار دی چې له علم سره یې سر و کار دی. علم هيڅ دا رنګ ټولنه نه خوښوي چې پرمختګ نه‌شي کولای او نه یې کوي.

په کار خو دا ده چې ټولنې ته په معقولیت، پوهه، استدلال او حقیقت را ووځو. موجودې ستونزې له منځه یوسو او سم  ژوند ته پخې پايې ولګوو.

انسان له څو رنګه حال سره مخېږي، کله د دنیا لور ته منډه کړي او کله هم په معنویت پورې ځان کلک ونښلوي. موږ چې دا رنګ موجودات یو په عین حال کې دواړو خواوو ته طبعاً اړتیا لرو او له دې بغیر ژوند نه کېږي یا اصلي مانا یې نه‌شو پېژندلای.

مهمه به دا وي چې دواړه لوري متناسب ومنو او کار ترې واخلو، کېدای شي راته جوته شي چې ژوند همدا رقم دی، موږ تر حقيقي مرجع ښه ور رسولای شي، خو ټولنې ته له مهمو او څرګندو حقايقو سره راوتل بې له دې ناممکن دي.

یو کامل انسان هغه دی چې د ژوند بنسټ یې پر سمه عقيده او ځان له ټولنې سره په کسب او وړتیاوو څرګند وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *