د الینګار ولسونو یادې ولسوالۍ ته د لغمان والي د ورتګ د تود هرکلي تر څنګ یو ځلې بیا له نظام څخه د خپل پراخ ملاتړ ژمنه تازه کړه
لغمان والي محمد اصف ننګ نن الینګار ولسوالۍ ته په خپل رسمي او لومړني سفر کې چې د لغمان امنیه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخیل، د لومړۍ پلې لوا قوماندان ډګروال محمد یوسف نیازي، قرغیو قومي مشرانو او یو شمېر نورو چارواکو یې ملتیا کوله په شیخ صیب او نورو سیمو کې د روانو چاڼیزو عملیاتو له بهیر څخه تر لیدنې وروسته د ولسوالۍ په مقر کې د یوې پراخې غونډې په ترڅ کې د ولسونو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په دغه پراخه غونډه کې د الینګار ولسوالۍ دیني عالمانو، قومي او جهادي مشرانو او ځوانانو د لغمان والي محمد اصف ننګ او د ور سره پلاوي د تود هر کلي تر څنګ په خپلو خبرو کې د لغمان والي ستاینه وکړه او زیاته یې کړه دا لومړی ځل دی چې کلونه پس د سنګره درې اړوند د شیخ صیب له سیمې، چې وړاندې په کې مخالفو وسلوالو حضور درلود، داسې یو لوړ پوړی چارواکی د عملیاتو له بهیر لیدنه کوي، په سیمه کې د خلکو ستونزې تشخیصوي او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه په ورین تندي اوري.
په جوړه شوې غونډه کې د راغلو ولسونو په استازۍ دیني عالم مولوي عبدالرقیب، قومي مشرانو حاجي محمد رحیم او حاجي عبدالروف د خپلو خبرو پر مهال له نظام څخه د ملاتړ او ولایتي ادارې ته په هره برخه کې د مرستې او همکارۍ د ډاډ تر څنګ له ښاغلي ننګ وغوښتل څو د الینګار ولسوالۍ ته په انکشافي او نورو هر اړخیزه برخو کې خاصه توجو وکړي.
وروسته لغمان والي محمد اصف ننګ د خپلو خبرو پر مهال د الینګار د ولسونو له تود هرکلي او دغه راز له نظام څخه د ولسونو د پراخ ملاتړ او هر اړخیزې همکارۍ ته د چمتوالي ښودلو له امله مننه او ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې زموږ پیغام د سولې، امن او ثبات پیغام دی، چې په دې لاره کې د ولسونو له همکارۍ پرته موخې ته رسېدل امکان نه لري.
ښاغلي ننګ وویل چې د دې ولسوالۍ انکشاف، د ژوند ټولو اسانتیاوو ته د خلکو لاس رسی او د ولسونو هوسا ژوند د امنیت په ټینګښت او ثبات پورې تړلي دي، نو په کار ده چې ولسونه باید د خپل نظام سره اوږه په اوږه ګډ کار وکړي او د هغو ورانکارو لاسونه ونیسي چې غواړي په یادو برخو کې خنډونه را ولاړ کړي.
محمد اصف ننګ په مخالفینو غږ وکړ، چې د دغې پردۍ تپل شوې ناروا جګړې له دوام لاس واخلي، د سولې له پروګرام سره یو ځای شي او د لغمان د ابادۍ ښېرازۍ، پرمختګ او د ولسونو د هوساینې لپاره د نظام ملاتړ وکړي.