ولسمشر یوځل بیا په ځینو برخو کې عمومي رڼا واچوله او څرګنده کړه چې د افغانستان د پرمختګ، سولې ثبات، قانوني کیدو، اقتصادي پرمختګ ، پوهنې او لوړو زده کړو پیاوړتیا، له کاونډیو سره همکاري، نړیوالو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا، د تپل شوې جګړې پای ته رسول، د ښځو حقوقو ته درناوی، د روانو اوبو مدیریت، له کانونونو څخه ګټه اخیستل، په ډیپلماتیکه برخه کې نړیوال دې اړ کول چې افغانستان کې سوله نړۍ کې سوله ده او د تلپاتې سولې او ثبات ټینګښت یې به خپلو خبرو کې راونغاړل.
محمد اشرف غني: د افغانستان ملي شورا درې سوه قوانین تعدیل تصویب او تدوین کړي چې دا ټول کار د ملې شورا له خوا ترسره شوی دی.
له لوی څارنوال او قاضاالقضات څخه مننه کووم چې د قوانینو په پلې کولو کې له هیڅ راز هڅو څخه سپما نه ده کړې او د ټولنې د نظم لپاره یې بېلابېلې قانونې لارې عملي کړي دي.
د ټاکنو کمېسېون باید په خپلواکه توګه خپلې کړنې مخ ته یوسي او باید هیڅ ډول سیاسي فشارونو ته غاړه کې نږدي.
او د افغانستان ملي یووالي دولت هم د ټاکنو کميسیون له ټولو قانوني کړنو څخه ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې راڼه آزاد او عادلانه ټاکنې ترسره کړو.
د سولې کنفرانس:
د سولې آواز ته افغان ولس اړتیا لري ځکه سوله کولای شي پرمختګونو او هوسا ژوند لپاره لارې چارې برابرې کړي، ځکه په سوله کې خیر دی.
ولسمشر یوځل بیا په وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د سولې له پروګرام سره یوځای شي ځکه دا د ټولو افغانانو سوله ده او سولې کې خیر دی او د ټولو ملتونو په پرتله افغانان سولې ډیره اړیتا لري.
سولې ته رسیدو لپاره باید حوصله او زغم ولرو، څو د افغانستان دښمنان لدې لاسته راغلو فرصتونو څخه د افغانانو په زیان ګټه وانخلي. د سولې په برخه کې ملي اجماع ته اړتیا ده او د سولې په اړه باید دښځو آواز تر هرچا مخکې واوریدل شي ځکه د جګړې له امله ښځو برخه ډیره زیانمنه کیږي.
په هغه هېواد کې چې څو لسیزو جګړه یې تجربه کړې ده نو دا ټولنه ډیره زیاته سولې ته اړتیا لري او سوله هغه مهال راتلای شي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه پياوړي، غښتلي او د ښوونې روزنې په زرو سمبال شي.
په سوله کې عواید ډیریږي که څه هم سوله زمونږ اړتیا ده خو اوس په یوې تپل شوې جګړه کې واقع یو، کله چې سوله تامین شي امنیتي ځواکونه هم کولای شي تر هغه مخکې ښه ژوند ولري.
اوس د امنیت څلور کلن پلان پلي شوی چې نښې او نښانی به یې په ۱۳۹۷ کال کې بربنډې او څرګندې شي او د دې پلان په پلي کیدو سره به افغانستان سولې او ثبات ته ولاړ شي او ځان بساینه به هم رامنځته شي او دافغانستان به په خپلو پښو ودریږي.
افغانستان به د لویو ترانزیټونو او د انرژۍ په څلور لارې بدل شي او زمونږ پیغام سیمه ایزه همکاري ده او له هیڅ هېواد سره د دښمنئ غوښتونکي نه یو.
ترکمنستان د ګازو غني سرچینې لري او صادراتو لپاره یې افغانستان ته اړتیا لري، ترکمنستان لومړی هېواد دی چې د افغانستان جغرافیایې ارزښت یې درک کړ او لدې څخه په ګټې اخیستنې یې چارې پیل کړې. افغانستان له ټولو هېوادونو سره د سوداګرۍ اړیکو پراختیا ته زور ورکوي او له ټولو هېوادونو غواړي چې افغانستان موقعیت څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان ملي ګټو ته درناوی وکړي.
افغانستان د اوبو ښې سرچینې لري او د دې په مدیریت سره کولای شي افغانستان اقتصادي ځان بساینې ته ورسوي او په دې اړه کار پیل شوی دی. د ۱۳۹۷ کال په لومړی اوونۍ کې به د اوبو په اړه بشپړ توضیحات ورکړل شي ځکه اوبه زمونږ ابرو او عزت دی او مونږ له خپلو آبرو او عزت، ارزښت څخه ساتنه کوو.
په صادراتو زیاتیدو باندې کار کوو او انشا الله افغانستان به له مصرفي هېواد څخه په تولیدي هېواد بدل کړو، خو د دې لپاره په حکومت دارۍ کې اصلاحاتو ته اړتیا ده چې دا اصلاحاتو لړۍ پیل شوې او انشا الله ښې پایلې به ورکړي.
اقتصادي سیاست:
د افغانستان اقتصاد پرمختګ زمونږ لومړیتوب دی او په دې اړه باید کوټلي ګامونه پورته شي، د افغاستان ځڼګلونو څخه باید ساتنه وشي او دا کولای شي زمونږ عواید څو چنده زیات کړي.
معادن د افغانستان لویه شتمني ده او لدې وروسته به له دې کانونو څخه د یوې تګلارې له مخې ګټه واخیستل شي او د کډوالو راټولول او د هغوی لپاره د ژوند کولو لارې چارې برابرول زمونږ ملي وجیبه ده .
په هملند کې د ملکي خدمتونو د پوستونو لپاره په ازموینه کې ۴ زره کسانو څخه ازموینه واخیستل شوه چې دا هم د اصلاحاتو د لړئ یوه ښه بیلګه ده، د ښوونې او روزنې په برخه کې جدي ستونزې شتون لري او د مخنیوي لپاره یې کار روان دی چې ډیرۍ یې ختم شوي دي.
حمیدالله فیضي