تاند- د داعش ترهګرې ډلې د نړۍ پر ټولو مسلمانانو ږغ کړی چې افغانستان ته لاړ شي.

د دې تروریستی ډلې د خراسان ولایت څانګې نن /چهارشنبه/ په یوه ویدیو کې، چې ۲۵ دقیقې اوږده ده، د نړۍ مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي چې که عراق او سوریې ته نه شي تللی، افغانستان ته دې ورشي.

دا ډله اوس د افغانستان په ختیځ او شمال کې ځای ځای فعالیت کوي.

نن دې ډلې په ننګرهار کې د حج او اوقاف د رييس او مشهور دیني عالم عبدالظاهر حقاني د وژلو مسوولیت ومانه.

د داعش له لوري په خپره شوې ویدیو کې یو جګړه مار وايي «د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ای مسلمانانو! خراسان ته مهاجرت وکړئ، که عراق او شام ته تللی نه شئ، خراسان ته راشئ.»

دا تروریستي ډله افغانستان د عربو یو ولایت ګڼي او هغه ته خراسان وايي.

په افغانستان کې د دې ډلې اکثره غړي د منځنۍ اسیا، او پاکستان اتباع دي.

پاکستاني رسنیو نن په کراچۍ کې د داعش د یوه نیول شوي غړي په قول وویل چې د دې ډلې د رسنیو د فعالیت شبکه د افغانستان پولې ته څېرمه په قبایلي سمو کې ده.

5 thoughts on “داعش د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې افغانستان ته مهاجرت وکړي”
  1. داعشیان هم عجب زاړه پاله خلک دي ، سوریې ته شام وایی او
    د خراسان ولایت خو اوس په ایران کې دی او مرکز یې هم د مشهد ښار دی. که څوک له خراسان سره علاقه لري نو هلته د تشریف یوسي.
    افغانستان د باتورو افغانانو کور دی ، دلته هر خبیث ، زوړفکري ، تجاوزګر ، لنډغر او بې وطنه خلکو ته ځای نشته.

  2. پښتون ډیر بیغریته شوی، اوس نوکر، غلام او جاسوس ورنه جوړ شوی دی. کله د پاکستان بیا کله دایران او دعرب لپاره خپل وطن ورانوی، عزت پلوری. شرم په دی خلکو، بیغیرته بی عزته خلک. دایران لپاره دوطن نوم خرسان کوی. بی حیا خلکو

    بی عزته خلکو

  3. پښتون اوس باتور نه دي پښتون ايمان،وجدان او مذهب لوټ (ع) دي .پښتون دلوټ (ع)په مقابل کي دهر چا لونګ کيدائ سي که حقيقت نه وي نن يي ددي پښتون دکړونو نتجه وينو جه هر څوک مو په هيواد کي وجود لري .څوک دامريکاه جاسوس څوک داپاکستان جاسوس څوک دروس جاسوس څوک سرحد خرڅوي څوک دهيواد درنډو کونډو او يتيمانو پر حق يي خيټه اچولي ده څوک تارياک کار وبار کوي څوک معدن خرڅوي څوک تاريخي اثار خرڅوي نه هيواد پيژني نه ناموس نه عزت نه اسلام او داټوله کارونه داسلام تر مقدس نوم لاندي سرته رسوي او هر کال عمري او حج ته ځي او کال په کال ودونه کوي. واوا دمور شيدي اخيره مو دفلسطين به ډير ذياد دسپي ژوند ولري او نسلونه نسلونه به مو جبران نه سي ادا؟ کولائ.

  4. همدا اوس دا داعشيانو ذياد خلګ او کوچنيان په شهادت ورسول دا باتور قوم څه وکړل .دا باتور قوم نه دئ دا بيده قوم دئ دا چه بيداريږي ټولو خارجي هيوادو به چور او چپاول کړي يي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *