په زابل ولايت کې نن ورځ ديوي فراغت غونډي پرمهال چي دمخابراتو ريس،دلوړو زده کړو موسيس ريس،داطلاعاتو اوفرهنګ ريس،دولايتي شورا غړى، د سولي شورا ددارالانشا ريس او يو شمير نورو ځوانانو ګډون کړى وو.
د مخابراتو ريس نور محمد نور وويل چي نن ورځ د مخابراتو رياست اړوند 49 ځوانان دکمپيوټر له شپږ مياشتني کورس څخه فارغ شول چي ورته د مخابراتو رياست له لوري اسناد ورکول کيږي چي له وزارت سره به هم ثبت وي دنور په خبره په ياد شپږ مياشتني کورس کې زده کوونکو ته دکمپيوټر پنځه windows,word,exal,power point, internit پروګرامونه وويل شول.
نور له زده کوونکو وغوښتل چي دشپږو مياشتو په ترڅ کې دکمپيوټر په اړه زده کړل شوي معلومات تر نورو ځوانانو هم ورسوي او ورته انتقال کړي او همدارنګه ورڅخه سالمه استفاده وکړي.
بلخوا په ياده فراغت غونډه کې نورو ويناوالو هم فارغه زده کوونکو ته دمبارکى ويلو ترڅنګ وويل چي ټکنالوژي په اوسني عصر کې دژوند تر ټولو ستره اړتيا ده او بايد ټول ځوانان ځانونه ورڅخه برخمن کړي ترڅو د دي ټکنالوژى په مټ سره ځان، وطن،اسلام او ټولني ته خدمت وکړي د دوى په خبره اوس هرڅه په کمپيوټر ترسره کيږي او نوي ځوانان بايد له ټکنالوژى سره ځان بلد کړي ددوى په خبره له ټکنالوژى بغير پرمختګ، ځان او ټولني ته خدمت کول ناممکن دي. يادو فارغينو دمخابراتو رياست له مسٶلينو څخه مننه وکړه چي ورته يى دکمپيوټر د زده کړي لپاره زمينه برابره کړي او غوښتنه يى وکړه چي نورو زابلي ځوانانو ته هم دکمپيوټر دزده کړو زمينه برابره کړي. دغونډي په پاى کې فارغينو ته د کمپيوټر دشپږ مياشتنيو زده کړو اسنادونه ورکړل شول.
خبريال:انورالله انوري