ما جبینه کلونه وړاندې هم ښار ته راغلې وه خو هلته دومره عمر کې نه وه چې له پردي نارینه دې ستر وکړي . ښار هم دنن په څیر آباد او له وګړو او
ودانیوداسې ډک نه و. خو نن نه یوازې پخوانی ښار ټول ودانیو او وګړو نیولی ، له ښاره وتلې ډیرې پخوانۍ دښتې او غرونه هم ودان او پر خلکو ډک
شوی دی. ښار په وګړو او موټرو داسې ډک دی چې لیرې پرتو کلیو او بانډو ته یی آواز رسیږي. اوکه کوم نا بلده په ښار کې ورک او تری تم شي
په ګرانۍ ېې بل ملګری بیرته موندلی شي.
ما جبینه چې اوس ېې پر واده کال اوړي او د اوو میا شتو حمل لیږدوي .ښارته د علاج لپاره راغلې ده . همدا چې له موټره راکیوته سده میړه داکتر
ته راوسته . د داکتر له کتنې وروسته بیرته د موټرو هډې ته په میړه پسې روانه شوه. خو لا ېې په میړه پسې څو قدمه نه وو اخیستي چې په میړه
بسې ېې له شاه غږ او خپل فریاد او عرض یی ورواوراوه:
ـ سړیه ! دې میراتمړې کې خو مې ساه بندیږي ،سر راباندې ګرځي.
جلات خان مخ راواړاوه ، تندی یی تریو او وغورید:
ـ څه بنګیږې ، کومه میراتمړې؟
له څادري ورو غږ راغئ:
ـ څادري یادوم ما ویل که دا مخ لږ لوڅ کړم . زاره مې وچاوده.
جلات خان لکه مار یی چې وچیچي له غوسې سور راواوښټ :
ـ د سپي لور ې ، دا ښار او دا مخلوق ګوره او ستا نخرې .
ما جا بینه چې د ګیډې له درده کړیده ، د میړه بړچ او غوسې نوره هم تلولۍ کړه . په زړه یی نور هم ساړه ننوتل او ځمکه پرې سور تنور شوه.
په ورو یی وویل:
ـ ښه نو لږ په کرار خو درومه ، زه په دې سره ګرمۍ کې ددې بړستن لاندې ستا په قدمونو کله تللی شم . هم خولې رانه روانې دي او هم د ګیډې
درد له اده باده ویستې یم.
خو جلات خان لکه هیڅ یی چې نه وی اوریدلی مزل ته نور هم زور ورکړ او ددې په خبره او غوښتنه هیڅ غوږ ونه ګراوه. هغه چې پوه شوه
خاوند ېې په خوله پیاز هم نه خوري او هر څه ورته با بیزه ښکاري اړوته چې په میړه پسې دا هم ګړندي ګا مونه واخلي . د ګیډې د ژور درد او
زړه بداوی سره سره ېې مزل ته زور ورکړ. خو لا یی لږه لار نه وه وهلې چې زړه ېې په دربیدو شو. د ګیډې له درد سره یو ځای ېې سینې هم
څړیکې کړې . غوښتل ېې ودریږي ،لږه دمه واخلي خو د میړه له ویرې ېې زړه ونکړ .بې واکه ېې په میړه پسې غږ کړ:
ـ لږ ودریږه پښې مې نور زور نه اخلي .
میړه مخ راواړاوه ، ځا ی پر ځای ودرید خو د د تیر په څیر یی بیا په هیڅ کیسه کې نه شو . لکه میرمن ېې چې کومه لویه تیروتنه او یا ناروا
غوښتنه کړي وي بیا وغورید او کنځلو شو:
ـ هیڅ بلا نه یی وهلې . .. که نیم سا عت کې هډې ته ونه رسیږو موټر رانه ځي بیا دې د پلار کور چیرته دي چې شپه ورسره وکړو .
او له دې سره ېې بیا مزل ته زور ورکړ. ما جبینه چې له دره ستمیده او خولې ترې بهیدلې ونه دریده او سده بیرته په میړه پسې روانه شوه.
ښار له خلکو داسې ډک وو چې په ګرانۍ دې کولی شو د خلکو منځ کې لار وبا سئ . د موټر و غراري ،هارندونو او دخلکو دومره لوېې ګڼې
ګوڼې په یو متر کې د چا غږ په ګرانۍ آوریده ځکه خو ما جبینه اړ وه چې د خپلې نا توانۍ سره سره په میړه پسې چا بک قدمونه واخلي.
میړه ېې نه یوازې فریاد آوریده لکه دښمنه او یا ېې چې په بدو کې ورکړي وی ددې له ضده نور هم ګا مونه ګړندی کړل.
ما جبین هم لکه د ځغا ستې او مزل په ډګر کې چې له چا سره سیالۍ ته وردانګي په میړه پسې ګړنډي ګا مونه واخیستل. خو نا ببره ېې بډوډي
کې بریښ شو . له بریښ سره سمدستي لکه دیوال ېې چې په مخه کې ودریږي ځای پر ځای ودریده .کښینا سته . په داسې حال کې چې تشو ته ېې
لاس نیولی وو تم او دمه شوه . چې ویی لیدل میړه ېې هما غسې چا بک روان دئ د زړه په زور بیرته راپورته شوه . په سترګو ېې توره تیاره وه.
غوښتل یی میړه ته غږ وروکړي چې ودریږي خو میړه یی د سترګو په رپ کې دومره وړاندې تللی وو چې په آسانۍ یی کرار غږ اوریدی شو او
لوړ آواز او چیغې ته دې زړه ونکړ . نه یوازې په لوړ آواز له چیغې او فریاده له میړه بیریده . له لوړ آوازه ولیدلی هم وه او په زړه کې یی د لوړغږ
زور هم نه و پا تې . له بیرې او شرمه آواره رپیدله . بیا ېې پښو ته زور ورکړخو د ددې له اوچتو او تیزو فدمونو سره سره لږې دمې میړه د
سترګو په رپ کې ددې له سترګو پناه او غیب کړ.
اوس نو بیرې ونیوه . سودا ورولویدله . له بیرې او سودا ېې خوږ هیر شول. لودن ترې ورک شو . نه پوهیده کومې خوا لاړه شي ؟ چیرته وګرځي؟
لږه وړاندې لاړه .څلور لارې ته وررسیده . واروپار ېې خطا شول . سر ېې نه خلاصیده چې د مخه لاړ شي که ښۍ کوڅې ته وګرځي ؟ څو قدمه
وړاندې لاړه خو ژر بیرته راوګرځیده . کیڼ لور ته بلې کوڅې ته ورتاوه شوه . په کوڅه کې ښه پورته او وړاندې لاړه . بیرته راوګرځیده . مخا مخ
کوڅې ته ننوته . په ستړو قدمونو ښه وړاندې لاړه . بیا یی هم میړه ونه لیده . بیرته راوګرځیده . په زړه کې وروګرځیدل :
ـ په هره خو چې تللی پوهیږی چې په همدې لار ترې پا تې شوم خا مخا بیرته همدلته راګرځي.
په څلور لارې کې ودریده .سر ېې بې واکه لکه پهره چې کوي اویا ېې د کومې سیمې څارنه پر غاړه وي هرلور ته تا ویده راتاویده خو د میړه
ېې هیڅ درک ونه لګید .ښه شیبه ودریده .نور ېې د ودریدلو توان له لاسه ووت .څنډې ته لاړه او د لارویو د ګڼې ګوڼې په منځ کې ددیوال سیوري
ته کښینا سته . په زړه کې ېې ګڼې پوښتنې وروګرځیدې:
ـ چا ته به ووایم اډې ته به مې سیخه او لار به راوښايي.
بیا به بیرته پښیما نه شوه :
ـ په چا څه باور دی که ومې تښتوي؟
په لار ه روانو ښځو ته به ېې فکر شو :
ـ ځه یوې تور سرې ته به ووایم ګوندي هغه مې ځان پسې اډې ته بوځي .
خو یوه ښځه هم یوازې نه وه روانه او په سړیو پسې روانو ښځو یوې ته ېې هم د پوښتنې او غوښتنې خوله نه جوړیده .
پر لار د روانو زړو او سپینږیرو کمي هم نه و. د هغوی فکر ېې په سر کې راوټوکید .
ـ ځه یوه با با ته به ووایم که له هغوی څوک راباندې مهربانه شي او هډې ته مې روانه او پر میړه مې وسپاري!
خو بیرته به پښیما نه شوه :
ـ ښه نو که هغوی خبر شي په میړه به مې څومره لعنت ووايي . پر ما به څومره وخاندي؟
وروسته به د شرم څپې پرې راغلې :
ـ ښه که دا خبر کلي ته لاړ شي د واړه او زاړه د خندا به شم .
تندي ته ېې ټس ورکړ:
ـ سر به مې کل شي له میړه خو مې لورونه او خسر ظالم دی.
لاسونه ېې د څادرۍ لاندې پټ لپه کړل مخ یی آسمان ته ونیو.
ـ لویه خدایه ځان مې درسپارلی هر څه ستا له طرفه دي. د میړه غیبی زیری راباندې وکړه . له شرمه مې وسا ته !
د میړه سودا لکه د نشې او خوب ګولۍ ېې چې خوړلی وی او پر ځان او دنیا نه وی خبره د ګیډې او تشي بریښ ترې هیر کړل .
خولې ترې داسې بهیدلې لکه زورور باران چې په لویه لار کې لاندې کړي وي خو دا په هیڅ نه وه خبره . بیا یی ددوعا په نیت لاسونه پورته ونیول
او بې واکه خدای ته پر زاریو او ننواتو شوه:
ـ خدایه که دا ځل دې له دې شرمه خلاصه کړم دوه میا شت روزه نیسم .
له ځا یه راپورته شوه . بیا پورته وړاندې لاړه . بیرته راوګرځیده .چپې اوښۍ کوڅې ته ېې سر ورښکاره کړ. خو د میړه ېې هیڅ درک ونه لګید.
په لوی مخلوق او ګڼه ګوڼه کې هم دومره بیریدله تا به ویل لکه د لوی غره په منځ کې چې د ګڼو ځناورو په منځ کې راګیره وي او ښکته پورته منډې
وهي . نور نو لمرسترګه مخ په ډوبیدو وه . لږه ګړۍ وروسته تیاره خپریدله . چې څومره به وخت تیریده او تیارې به د رڼا ځای نیوه ددې د زړا
درزا هم ورسره زیاتیدله . له ویرې لکه دمنی پا ڼه زیړه رااوښتې وه . پر سرک ېې څو ځل د څارندویانو موټر ولیدل . غوښتل یی کوم یو ته لاس
ورکړي او مرسته ترې وغواړي. خو په زړه کې وروګرځیدل :
ـ که دوی ته ووایم دوی خو به مې لا په شرمو وشرموي .په لوډسپیکر کې به په لوړ غږ ټول عالم راباندې خبر کړي.
پریکړه ېې واړوله او له دوی نه له مرستې لاس پر سر شوه:
ـ نه ،نه .. نه ځان شرموم او نه په میړه ځان حلالوم .
په همدې سودا او اندیښنو کې لالهانده وه چې نا ببره ېې دمیړه دروند او هیبتناک غږلکه د زورورتوپ ډز واورید:
ـ ته چیرته ورکه شوې دسپي لورې ؟تا خو پر ما قیا مت جوړکړ.
هغه لکه نا ببره چې په توره تیاره کې د رڼا پړک شي او یا په لویه دښته کې چې ورکه وی اویو دم د خپل ملګری غږ واوري
او لکه له درانده خوبه چې راکښیني. هکه پکه شوه:
ـ دزړه په زور درپسې روانه وم زه نو ستا په قدمونو کله تللی شوم ظالمه . زه خو د تشو درد له اده باده ویستلې وم . له درده نوره مرم.
میړه ېې لکه کوڼ او ړوند چې وي او هیڅ ېې نه وی اوریدلی د هغې په ستونزه هیڅ فکر ونکړ او له غوسې نور هم وخوټید :
ـ له درده به ومرې که نه خو زه به دې چاره دروکړم .
بیا یی مخې ته ودرید غوږته یی خوله ورنږدې کړه :
ـ چا ته خو به دې له خولې نه وی وتلی چې له ما ورکه شوې ېې؟
په ورو ېې ځواب ورکړ:
ـ څه لیونۍ خو نه یم ولې به مې چا ته ویل؟
میړه ېې دیوه وسله وال ټولګی د قوماندان په څیرامر وکړ:
ـ اوس نو چې څنګه مزل کولی شی هما غسی ځه خو ګوره له چا کره چې شپه اړو هلته دې له خولې څه ونه وځي.
ما جبینې لکه یو سرتیری چې د قومندان بولنه پرځای کوي ځواب ورکړ:
ـولې به حال وایم
خو پخوانۍ غوښتنه ېې بیا راغبرګه کړه:
ـ اوس خو نو تپه تیاره ده !
د میړه ېې لکه ستنه چې ېې په بدن کې چوغ شي بیا غوسه راوپاریده:
ـ نو څه چې تیاره ده ؟
هغې به ورو له شونډو دپا سه وویل:
ـ ما ویل که دا میراتمړې لږه له سره لیرې کړم هسې نه چې وغورزیږم .
په سړی لکه د تومانچې ډز چې وشي.
ـ خدای دې داسې وغورځاوه چې د موټر لاندې شې .
ښځه په منت او زاریو شوه خپل استدلال یی وکړ:
ـ بده ېې مه ګڼه اوس خو تیاره ده کنه؟
سړی له غوسې لکه مار تا وراتاوشوخبره یی په خوله کې وروچه کړه:
ـ څنګه تیاره ده ؟ ته ړنده ېې .ګروپان نه ګورې چې ټول ښار ېې سپین ورځ ګرځولی دی.
ښځې لکه په ستوني کې چې غږ ونخلي او یا ګونګۍ شي نور هیڅ ونه ویل په میړه پسې روانه شوه.
لندن – سوتهال
دشپې لس نیمی بجې
د ۲۰۱۷میلادی کال د جنوری نهمه
Salamoona.Is the story happend in London?