تاند- امریکايي او پاکستاني رسنۍ وايي چې د پاکستاني طالبانو د تحریک د مشر ملا فضل الله زوی په افغانستان کې وژل شوی دی.
پاکستاني ورځپاڼو نن لیکلي چې د ملا فضل الله زوی له ۱۹ تنو نورو سره پرون /چهارشنبه/ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د افغانستان په خاوره کې د امریکايي الوتکو په بمباري کې ووژل شو.
نیویارک ټایمز بیا د سیمه ییزو طالبانو او د پاکستان د استخباراتي مامورینو په قول ویلي چې د دوو بې پېلوټه الوتکو په دې برید کې د ملا فضل الله د زوی په ګډون ۲۱یاغیان وژل شوي دي.
په راپور کې ویل شوي چې ملا فضل الله د حملې په ځای کې نه و.
د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي چې د پاکستاني طالبانو تحریک تایید کړې چې په کونړ ولایت کې د دوی پر مرکزونو برید شوی او په لړ کې یې د ملا فضل الله زوی عبدالله وژل شوی دی.
پاکستاني طالبانو پرون ماښام په باجوړ ایجنسۍ کې رسنیو ته په لېږلو (ایس ایم ایس) پیغامونو کې ویلي چې « د ډرون په حمله کې ۲۰ فدایان شهیدان شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.»
په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ ځواکونو پرون په کونړ کې د سختدریځو پر مرکز حمله تایید کړه، ویې ویل چې په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ د ولایتي شورا غړیو د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې پرون د امریکا بې پېلوټه الوتکو د دې ولایت په شلتن دره کې پر یوې مدرسې برید وکړ او ۲۷ تنه یې ووژل.
د ولایتي شورا غړیو ویلي چې په مدرسه کې افغان او پاکستاني طالبان راغونډ شوي وو.
تقبله الله