تاند- یوې افغان محصلې، چې په بریتانیا کې دوکتورا اخلي، د سرطان د ناروغي د درملنې لپاره نوې شیوه اختراع کړې ده.
د افغانستان د لوړو زده کړو د وزارت او د بریتانیا د (Surrey) پوهنتون په وینا شکردخت جعفري د سرطان د ناروغي د درملنې لپاره د وړانګو یا راډیو تراپي یوه نوې طریقه رامنځته کړې چې خورا ګټوره ثابته شوې ده.
د بریتانیا ساري پوهنتون په خپله ویبپاڼه کې تایید کړې چې د دې افغان محصلې له لوري اختراع شوې شیوه اغېزمنه ده.
د اغلې جعفري پلار د سرطان په ناروغۍ وفات شوی دی.
اغلې جعفري د وړانګو په وسیله د سرطان د درملنې پر پخوانیو څېړنو، چې پروفیسر ډیویډ براډلي کړې وې، اتکا کړې چې له شیشه يي فایبرونو څخه پکې کار اخیستل کېده خو د دې طریقې لګښت زیات و او دقت پکې لږ و.
خو اوس اغلې جعفري یوه ارزانه او لا دقیقه شیوه موندلې ده.
دې به په کوچینوالي کې له مریو غاړکۍ جوړولې. مریو ورته ایډیا ورکړې چې له هغو څخه د سرطان پرضد په راډیو لوژۍ کې کار واخلي.
له کومو مریو څخه چې اغلې جعفري کار اخلي تر ۸ افغانیو ارزانې دي حال دا چې له اوسنیو وسایلو چې په دې برخه کې کار اخیستل کېږي تر ۵۰ ډالرو ګرانه دي.
اغلې جعفري، چې د افغانستان د اتومي انرژۍ د عالي کمیسون غړیتوب هم لري، اوس د بریتانیا په ساري پوهنتون کې دوکتورا کوي
allah de kamyaba lare. weyaram pa de khor
د اغلی جعفری ددی اختراع مبارکی ټولو افغانانو او خاصتا دی ته پخپله وایم، خدای دی وکړی چی لا زیات بریالیتوبونه ور په برخه شی .
دا بريا دي ټولو افغانانو ته مبارک وي، خدای دي وکړي چي دا افغانه خور په دې لار کي نور هم پرمختګ وکړي او خپلو وطنوالو ته د خدمت مصدر وګرځي
سلامونه او نیکی هیلی ټولو هیوادوالو ته :
زه فکر کوم چی د نړۍ په سطحه افغانانو په شان د استعداد وړ او مفکرین چی څه موده مخکی تاسو به اوریدلی وی نشته خو یوه خو چی پدوی کی ده هغه دا چی دوی په اتفاقه ندی.
زه اغلی ته افرین وایم او الله ج دی وکړی چی نور هم زیات کوښښ وکړی تر څو دغه ځوریدلی ولس ته خدمت وکړی او موږ تول افغانان به دی ویاړوږ
Khodai Pak de har kala kamyabi de naseeb ka Grane khore ze Aw tol sta afghan khwande Aw wrona per ta wyaro Allah Pak de zmong tol afghanano ta tawfeeq warkre Che hamdase nor ekhtera gane ter lasa kre.
Allah o Akbar
زه هم آغلی ته مبارکی وایم داسی هیڅ هم نشته چی کیدونکی نه وی بلکه اعتماد او باور په ځان د هری بری عامل ګرزی دلا زیاتو بریاوو په هیلهږ
په دې هيله چې يو ورځ په هيواد کې دسرطان دموزي مرض دمخنيوي لپاره يو پرمختللى روغتون جوړ کړي او په هيواد کې چې ورځ تر بلي پکې ددې موزي مرض شرحه پورته کيږي مخنيوى وکړي څښتن دې اغلي په ټوله نړى کې لکه دلمر وځلوي
د آغلې جعفري د پوهنتون په ویب پاڼه کې اصل خبر په لاندې پته کتلی شئ:
http://www.surrey.ac.uk/features/phd-student-develops-radiotherapy-monitor-using-glass-jewellery-beads
دا اختراع د درملنې په ډېره وړه ساحه کې هم د شعاع ډوز معلومولی شي خو ددې ترڅنګ ډېر نور د کارونې موارد هم لري. او په زړه پورې داده چې د عادي شيشه يي مريو دې خاصیت ته د چا پام نه وو شوی.
تاند وال خو ټول سره ډاکټران دي، که مهرباني وکي او اصل خبر پوره ترجمه کړي، ډېر په زړه پورې دی.
زه هم اغلی جعفری صا حب ته مبا ره کی وایم او دیر خوشحا له شوم چه دغه یوه فه زړه فو ری شه کاری کړی دی او الله د ورته نور هم تو فیق ورکړی