مولوي حقاني

سپین سهار  

علما دافغانستان په تاریخ کې له یو ځانګړي حیثت څخه برخمن دي او افغانان ډیري خپلي کړني دعلماوو په خبرو سره کوي او زیاتره ددوۍ د ژوند لارښوونه یوازي دعلماوو خبري دي او تر ډیره بریده ورته دا سري کرښې دي ، که تاریخ ته وګورو ډیری وخت دهېواد علماوو دنوم څخه غلطه ګټه هم اخستل شوي ده چې ښه بیلګه یې د غازي امان الله خان  پرضد پاڅونونه وه چې انګریزانو دعلماوو او پیرانو په جامه کې تنظیم او افغانستان یې له یو بحران سره مخ کړو همدارنګه نورو برخو کې هم دافغانانو پاڅو ډیري وخت دعلماوو لخوا په یرغلګرو پسي شوی دی .

په ورستیو کلونو کې طالبانو هم افغان وژني ته یو دلیل دا رواړی دی چې ګواکي دا پاک جهاد دی او طالبان چې دي یو پاک جهاد  مخته وړي او دهمدي لپاره افغانان هره ورځ قرباني کوي او ترڅنګ یې یې دوۍ دیو شمیر دیني علماوو څخه په فتوا اخستلو سره کوشش کوي چې نوي ځوانان جهاد ته وهڅوي او ترڅنګ یې په افغانستان کې روان ناورین چې دافغانانو هرڅه لوټي ورته مشروع ووایې .

طالبان کوشش کوې افغان امنیتي ځواکونه چې ددي خاوري اصیل ساتونکې او بچیان دي او افغانان پس له ډیره وخته په دي وتوانیدل چې یو ځل بیا دنړیوالو په مرسته یو امنیتي ځواک ولري او هېواد دپرمختګ خواته روان شي په دوۍ دکفر فتواوي ورکوي او ترڅنګ یې دوۍ دامریکایانو مزدوران ګڼې او په همدي پلمه دپردیو استخباراتو دپروژو پلې کولو ته لار هواروي او کوشش کوې چې یو شمیر طالب مشران او تروریستان له دي لاري خپل ښه ژوند وکړې او په افغان وژنه باندي پیسي او امکانات تر لاسه کړي .

طالبان له هر ممکنه لاري او په ځانګړې ډول سره د  پاکستاني علماوو په مرسته په افغانستان کې دجهاد فتواګاني په داسي حالت کې ورکوي چې دوۍ یوازي دا کار داسلام دبدنامولو لپاره کوي او بس کنه که چرته جهاد وی دوۍ ولي دروسانو څخه مالي مرستي تر لاسه کوي هغه هېواد چې افغانانو ورسره دجهاد په لړ کې تر یو میلون زیات افغانان شهیدان ورکړل ؟ خو ښکاره ده چې دوۍ یوازي دا دخپلو شخصي ګټو لپاره کوي او بس خو په ورته وخت کې په افغانستان کې ډیر کم پیدا شوي دي چې مونږ داسي علما ولرو چې روان ناروین ته په منطقي لاره ځواب ووایې او هغه اسلامي دلایل وړاندي کړي چې له مخې یې روانه جګړه حرامه بلل کېږي اګر چې په دي برخه کې یو زات شمیر علما په دی خبره پوه دي او د حکومت څخه هره ورځ امتیاز هم اخلي خو داسي لږ پیدا کېږي چې به ډیر جرئت سره د طالب او داعش او دپاکستاني استخباراتو روانه ناروا جګړي ته په  زغرده دقران او حدیثو په رڼاکې جواب وویلې شي او ترڅنګ یې خپلو افغان امنیتي ځواکونو ته دا مورال ورکړي چې تاسي په حقه او روا لاره کې جهاد کوئ او دا ستاسو مشروع حق دی چې دظلم او پردیو استخباراتو څخه خپل هېواد ساتئ .

خو په دي کې یو مشهور او په هېواد مین ديني عالم شهید حقاني د ننګرهار دحق اوقافو ریس وو چې تیره اونۍ دهېواد دښمنانو په ډیر ناځوانمردانه توګه په شهادت ورسولو ، دشهید حقاني ویناوي چې ما څومره هم اوریدلي دي یوازي یې دهېواد دملي ګټو په اساس کولي ، یوازي یې خپلو افغان امنیتي ځواکونو دمورال په لوړولو کولي او یوازيني عالم وو چې په ډیره روښانه توګه سره یې روانه جګړه دپردیو استخباراتو کار بللي وو او ځوانان یې له دي نارواجګړې څخه راګرځول او په ډیر فصاحت سره یې دقران او احادیثو په رڼآ کې افغان امنیتي ځواکونو کړنې توجیه کولي او دا یې مشروع بللي ،

دارواښاد حقاني بله ځانګړنه دا وه چې له هېواد سره یې بي کچي مینه درلودله او دهېواد ابادۍ ته له زړه خوشاله وو چې دا زمونږ په علماوو کې بدبختانه ډیر کم پیدا کېږي چې هېوادنۍ مینه دي ولري او په دي اړه دي خپل ژوند  قرباني کړي خو ولي ظاهر حقاني خپل ژوند دهېواد دمینې لپاره قرباني کړ.

ترویستانو چې له ارواښاد حقاني سره د خبرو او منطق ژبه له لاسه ورکړه نو په نوموړي  یې بریدونه شروع کړل چې په یو برید کې دنوموړی ورور شهید شو خو په ورستي برید کې بدبختانه مونږ اروښاد له لاسه ورکړ او دده د شهادت یوازیني علت دهغه هېوادنۍ مینه ، دروانې نارواجګړي ناروا ګڼل هغه هم په اسلامی منطق او دترویستانو ضعیفه منطق وو چې دده په واندي یې دخبرو جرئت نه درلود کنه ظاهر حقاني نه غل وو او نه بل څه دنوموړي ګناه یوازي دهېواد سره بي کچې مینه وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *