تاند- وسله والو طالبانو نن /شنبه/ له دیني عالمانو وغوښتل چې په اندونیزیا کې د سولې د ملاتړ لپاره په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون ونه کړي.
د مارچ په شپږمه اندونیزیا اعلان وکړ چې د روانې میاشتې په نیمايي کې به د افغانستان او پاکستان دیني عالمان دغه هیواد ته ورشي چې د سولې په اړه خبرې وکړي.
اندونیزیا مرستیال ولسمشر یوسف کالا نن وویل چې د افغانستان او پاکستان دیني عالمان به د جاوا ټاپو په بوګور ښار کې راغونډ شي او د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو به وږغېږي.
د اندونیزیا د دیني عالمانو د شورا د نړیوالو اړیکو د څانګې رييس محی الدین جنیدي هم وویل چې د جاوا په کنفرانس کې به ۴۵ دیني عالمان ګډون وکړي چې ۱۵ به افغان او همدومره نور به د پاکستان وي.
جنیدي دا هم وویل چې ممکن د دې غونډې لپاره ټاکل شوې نېټه بدله شي ځکه چې دوی پر دې احتمال غور کوي چې طالبان هم دعوت کړي.
طالبانو تراوسه د اندونیزیا د دې غوښتنې په اړه څه نه و ویلي خو نن یې وویل چې د افغان، پاکستاني او اندونیزیايي دیني عالمانو د کنفرانس هدف دا دی چې په اسلامي افغانستان کې د کفارو او یرغلګرو حضور مشروع کړي.
طالبانو پر دیني عالمانو ږغ کړی «په افغانستان کې کافرو یرغلګرو ته فرصت مه ورکوئ چې ستاسو له نومه سو استفاده وکړي او په دې کنفرانس کې ستاسو له ګډونه د خپلو ناروا هدفونو لپاره ګټه واخلي.»
دا کنفرانس، چې د جنورۍ په میاشت کې د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو وړاندیز کړی و، د مارچ په پنځلمسه پیلېږي او تر ۱۹ دوام کوي.
دا د مدرسو مفعولان اوسني حالت ته اشغال وایي خو هغه وخت یې اشغال نه باله چې په کابل، کندهار او جلال اباد کې په حساسو ادارو کې د پېښور او کوېټې د کوډ ټیلیفونونه لګولي وو چې ټیز او پسکۍ به یې ټول پنجابیانو اورېدل. او بله دا چې دا اشغال چا رامنځته کړ؟ خو تاسو وئ چې عرب او عجم ځناور مو میلمانه کړي وو چې هرې خوا ته یې تیږې وارولې حتما به خلک پسې راتلل، ستاسو له لاسه خو وطن تباه او برباد شو، ولس باید له تاسو نه د اشغال د عامل جوړېدلو پوښتنه وکړي.