باچا زه افغان يم، يانې د هغه سرخوړلي هېواد اوسېدونکی چې ته يې ولسمشر يې، باچا يې يئ. پوهېږئ! درنه خپه يم.
له مشرانو مې اورېدلي و، چې پخوا وختونو کې به زما د ملک ستا په څېر سړی، يانې باچا، چا وليد او لاس به يې پرې ولګېد؛ نو داسې انګېرل کېده، چې پر دې سړي د دوزخ اور حرام شو.
د دې انګېرنې په دې يو اړخ مې سر خلاص دی، چې باچا کومه خوا لاړ شي نو هلته برکت شي. د هغې سيمې د خلکو ژوند له نږدې وګوري، نېمګړتياوې يې په ګوته کړي، خپل مسووليت ورپه ياد شي، مهربانه شي او بيا هلته د پرمختګ له لارو سوکالي راشي.
خو نه پوهېږم، چې له تېرو درېيو کلونو له ما او تا سره ولې داسې کېږي؟
ته زما باچا يې او زما انګېرنه اوس هم پر خپل ځای ده. ستا په پوهه او کار او ځيرکتيا کې مې هم شک نه شته، تر دې چې په رښتينولي دې لا هم ډاډه يم؛ نو بيا ولې ستا اغېز زما د ماشومتوب د باچايانو د کيسو په څېر نه دی.
باچا سلامت!
پام دې وي، چې دا هر څه زه د دې په خاطر نه وايم، چې مات دې کړم. ته بايد مات نه شي، ځکه ته باچا يې او باچايان چې مات شي نو ولسونه له ځانه سره ماتوي او ته د دې دومره لوی خيانت حق نه لرې. زموږ به درباندې زور ونه رسي؛ خو يو څوک شته چې بيا درنه پوښتنه وکړي.
ولې داسې فکر کوم، لکه ته چې زما په څېر يوازې يې او کارونه درباندې ډېر وي. خو که داسې هم وي، بيا هم ستا مسووليت دی، چې ته بايد خپل کار وکړې. ځکه ته زما په څېر کمزوری او بې وسه نه يې. ته زورور يې؛ خو وېره راسره پيدا شوې، لکه خپل زور ته چې دې پام نه وي.
ته خبر يې! ستا له نامه سره د يوې سترې جغرافيې نوم اخيستل کېږي، افغانستان؛ د همدې جغرافيې د خلکو، او طبيعت زور ستا زور دی.
په همدې درنه خپه يم، چې له تا د همدې زور کارولو لاره ورکه شوې ده. زه پوهېږم، چې له تېرو څو ورځو د افغانستان پر طبيعت او خلکو د دښمن هر ګوزار زورولی يې؛ خو حيران دې ته يم، چې ولې له خپل زوره کار نه اخلې.
ستا زور له همدې خلکو سره مشوره ده، پرې غږ دی، چې ته يې باچا يې. ته يوازې د هغو باچا نه يې چې شاوخوا دې تاو دي او ستا هره کړنه سمه بولي.
مخکې مې وويل، خدای دې مه سهوه کوه، ځکه چې ستا سهوه به زما افغانستان سهوه کړي.
زه په فيسبوک کې ډېر ملګري لرم، داسې هم پکې شته، چې هره ورځ زما د ټولنې د هغې نيمګړتيا په اړه پوسټ کوي، چې له ټولو ډېره ده کې وي؛ همدغسې خلک ستا تر شاوخوا هم ډېر دي، چې خپلې نېمګړتياوې ورته نه ښکاري.
په دې مې سر خلاص دی، چې په ځينو برخو کې بې وسه يې. خو همدا بې وسي دي په داسې هنر له ولس سره شريکه کړه، چې هم دښمن خبر نه شي او هم دې ولس ډاډه کړې وي.
ستا ولس ډېر پخوا ويلي:
جانان زما زه د جانان يم
که په بازار مې خرڅوي ورسره ځمه
هره ورځ درته ډېر بدرنګه سياستمداران ښکنځلې کوي. پوهېږم ستا زړه غټ دی، اغېز درباندې نه کوي؛ خو زه خوار عاطفي يم، راباندې بدې لګي. دوی د شخصي عقدو پالنې په خوند کې بند پاتي دي؛ خو دا دې مسوليت دی، چې دغسې خلکو ته هم قناعت ورکړې.
زما دې ټولو اړخونو ته پام دی، چې ځينې اوس هم د بغدادي پير په کرکټر کې ستا پر وړاندې ولاړ دي. ځينې بيا د اوسني دښمن دويم مخ دی. د کابل په ګرمو خونو کې د مېز تر شا په درېشۍ کې ناست بې ږيرې نيکټايي دار ګوډاګيان دي. د سولې په نامه د دښمن هرې بدې کړنې ته توجيه لټوي.
خو دا ټکی دې هېر نه شي، چې اوس له ټولو کورنيو بدرنګو سياستمدارنو او بدمعاشانو سره د زور ازمويلو وس نه لرې. دوی مه پرېږده، چې د دښمن په ناولي جام کې د مستۍ او عقدې سړونې شراب نوش کړي. رانږدې يې کړه او له بدو د ښو کار اخيستنې هنر که دې زده وي نو همدا يې وخت دی، چې کار ترې واخلې.
دغه هنر دې لږ لږ زده دی، ځينې بدمعاشان دې په دې وروستيو کې درنږدې کړي، پرې خبر يم.
يوه خبره دې درپه يادوم، چې خوا دې پرې بده نه شي. د دسترخوان ټکولو ژمنه دې راسره کړې وه؛ خو اوس يې مه ډکوه، لومړۍ يې راته پاک کړه، د شهيدانو وينې مې پرې پرتې دي.