سيدعبدالله نظامي

په وروستيو کې په دومره کچه مصنوعي سياستوال وزېږېده چې له ځينو خو يې نومونه هم ورک و چې خپلې ډلې ته کوم نوم ورکړي . ايتلاف، جبهه ، ملي، اسلامي، عدالت غوښوتونکي جرګه مار فکر،عمل ،اراده نور اونور… خير! ځانونه يې په يوه نوي نوم اوزړو کرکترونو کې خلکوته څرګند کړه ، د رسنيو هم کور ودان ، دهريوه خبر يې په پټو سترګو جوړوه ، دا يې ورپسې نه ويل چې دغه نوې ډله چې جوړه شوې پخوا څوک و او څه يې کول ، خو بس خوشاله يې وساتل . د کابل رسنۍ هم خونه دې ملامته ، نوي نوي شنونکې ورته پيدا شو، د شخوند لپاره ورته خبرې ډيرې شوې. اوس دهغه څه لپاره چې دوى هڅې کولې ،هغه هم ټاکنې وې چې دا دى ورځ تربلې رانږدې کيږي خو له يو مخې ټول غلي شو، ځيني خو يې له رسنيو هم ځانونه پټوي دا ځکه چې په لومړيو کې يې ډيرې لاپې شاپې کړې خواوس ورنه لاره ورکه ده چې ځان په چاپسې وتړي . د انتخاباتي اتحاد په نوم خو چې کوم شورځوګ وشو هغه کيسه خو يې هله خرابه شوه چې په خپلو کې دامتيازونو په سرنه جوړيده . که هر څومره ډلې وې ځانونه يې لوى لوى معرفي کړل. حيرانونکې داده چې د امريکې سفارت چې د ټولومنډو ترړو او ټول مصنوعي سياستوال د درنښت او حاضرۍ ځاى ګڼل کيږي ، که هرڅوک ورغلى او ورته يې ويلي چې غواړي ځانونه ولسمشرۍ ته نوماند کړي ، امريکايانو په شا ټپولي او ورته يې ډاډ ورکړى چې موږ درسره يو . نه پوهيږو چې امريکا څو ولسمشران په راتلونکي کې غواړي .

هغه څه چې د دې سياستوالو لپاره يې ارزښت درلوده هغه هم په راتلونکې نظام کې دامتيازاتو ترلاسه کول دي ، همدغه څه اوس دا سياستوال په دوه لاري کې ودرولي چې اخر به څوک د ارګ ماڼۍ ته ننوځي چې دوى يې سر له اوسه لمن ونيسي، ورسره منډي ووهي او ترې واوري چې د راروان نظام دغه برخه به تاته ډالۍ وي

خو دا ورته ګرانه ده چې دا څېره مخکې له مخکې مالومه کړي. له دې ها خوا هغه کسان چې دراتلونکوټاکنو لپاره يې  دنوماندۍ مناورې وهلې ، اوس ترې وزرې وتلي. ځينو خو خپل راتلونکى د روان سياست په هنداره کې وليده چې ګنې خوارۍ يې ځاى نه نيسي او ښه   داده چې تر حالاتو مالوميدو په چا ځان بد نام نه کړي ځکه خو دا يې غوره وګڼله چې شيخ فريده چوپه خوله دې بهتري ده .

په شته دولت کې دامتياز اخستونکي کسان خو لا په زاړه امام پسې اقتدا کوي، که ورته وخت په لاس ورشي نو حامد کرزي سره به په دې لګيا وي چې که راتلونکي ته هرڅوک راځي بايد ستا دعا ورسره وي او کنه نو دلته خو نور څوک نشته . ديوې سياسي ډلې رهبر راته همدغه خبره وکړه چې جناب ريس صيب ته مې وويل چې ته بايد په ټاکنو کې ځان غاړې ته پرې نه ږدې، ستا مداخله ضرور ده چې په ټاکنو کې ګډوډۍ ونه شي په داسې حال کې چې ښاغلي کرزي لا  له وړاندې ويلي چې د يوه نوماند ننګه به هم نه کوي. د دغه رهبر يوبله خبره راته ډيره جالبه وه ، ترې مې وپوښتل چې که زلمى خليلزاد دکابل باچا شي تاسې به ورسره کار وکړئ ؟ صاحب په مسکه خوله راته ځواب راکړ، اوس خو نو هغه پخوانى وخت نه دى چې زه مجاهد او بل ، بل شى دى. اوس خو نه کمونيست شته نه بله ډله ، موږ له هرچاسره کار کوو .

په ټوله کې اوس افغان سياستوال غوڅ دريځ نه لري اوله هريوه لاره ورکه ده خدايزده چې ترکله به دوى ته لاره او دريځ پيدا کيږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *