په کوټه کې د پښتون تحفظ غورځنګ غونډه

تاند- د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې د منظور پښتین په مشرۍ د پښتون تخفظ غورځنګ د غونډې برخوالو له پښتنو، بلوڅو او هزاره ګانو سره د زور زیاتي د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

غونډې ته د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې حکومت ته یوه میاشت ورکړل شوې موده په پوره کېدو ده او که حکومت د دوی غوښتنې عملي نه کړي، بیا به پرلت (احتجاجي پلتۍ) پیل کړي.

ده همداراز وویل چې بل پرلت به یې په پېښور کې وي.

ده او د غونډې برخوالو یو وار بیا د تقیب مسید د قاتل پولیس افسر د نیول کېدو او سزا ورکولو، د پښتنو په ټولو سیمو کې د پوستو د ختمولو، په کراچۍ او نورو سیمو کې د پښتنو د سر و مال د ساتنې د تضمین ورکولو غوښتنه وکړه.

د غونډې برخوالو په افغانستان کې د نه لاسوهنې او د ولسواک افغانستان د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.

 په دې غونډه کې زرګونو پښتنو، هزاره ګانو او بلوڅانو او همداراز د وکیلانو او محصلانو په شمول د بېلابېلو ټولنو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې یو شمېر برخوالو په لاسونو کې د وژل شویو وکیلانو او بې درکه شویو کسانو عکسونه نیولي وو.

غونډې ته د منظور پښتین ترڅنګ د هزاره دیموکراتیک ګوند او ملتپالو بلوڅ مشرانو او همداراز د مدني ټولنې فعالانو خبرې وکړې.

مدنې فعالې او لیکوالې وړانګې لوڼي وویل چې پښتانه بقا، په خپله خاوره کې امن او د خپلو وینو حساب غواړي.

دې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په نوم د پښتنو د نسل وژنې د پای ته رسېدو او د بې درکه شویو کسانو د موندل کېدو غوښتنه هم وکړه.

قومي مشر نواب ایاز خان جوګیزي په پنجاب کې د پښتنو د ځورونو یادونه وکړه.

یوه بل وینا وال امان بازي وویل چې پاکستان په افغانستان کې د جګړې اور بل کړی او افغانان جګړې ته هڅوي.

د هزاره قوم د ټولنې یوه مشر رضا وکیل وویل چې هزاره ګان د نقیب مسید او مشال خان د شهادت په درد ښه پوهېږي ځکه چې د هرې هزاره کورنۍ همداسې ځوانان وژل شوي دي.

د وزیرستان قومي مشرانو له پښتون تحفظ غورځنګ سره د مخالفت غوښتنه رد کړه

له بلې خوا په جنوبي وزیرستان کې د اسلام اباد استازي له قومي مشرانو او سپینږیرو غوښتي چې د منظور پښتین په مشرۍ د غورځنګ مخه ونیسي.

په وزیرستان کې له پولیټیکل ایجنټ سره د قومي مشرانو غونډه

د جنوبي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ (سیاسي استازی) په واڼه کې د وزیرو د احمدزي قبیلې له شاوخوا ۸۰ مشرانو او ملکیانو سره په یوه غونډه کې له هغوی وغوښتل چې د پښتون تحفظ غورځنګ په مخنیوي کې رول ولوبوي.

د جنوبي وزیرستان د پولیټیکل ایجنټ اداره ادعا کوي چې قومي مشرانو ژمنه ورکړه چې د پښتون تحفظ غورځنګ د قافلې مخه به ونیسي خو هغو مشرانو او ملکانو چې مرستیال پولیټکل ایجنټ ورغوښتي وو او د پښتون تحفظ غورځنګ د مخنیوي غوښتنه یې ورڅخه کړې وه، ویلي چې له ۸۰ مشرانو څخه یوازې ۴ تنو د پښتون تحفظ غورځنګ خلاف له حکومت سره د همکارۍ وعده وکړه او نورو ټولو انکار وکړ.

د پولیټیکل دفتر هم د ټولو په استازیتوب یوازې د ۵ تنو نومونه اعلان کړي دي.

قومي مشران او ځوانان وايي چې له کوټې څخه د منظور پښتین او د پښتون تحفظ غورځنګ د غړیو له راستنېدو وروسته به په وزیرستان کې په کلونو د هغوی هرکلی وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پښتون تحفظ له هر ډول تشدده لېرې یوازې په سوله ییزو ډول د پښتنو وژنو د پای ته رسېدو او د بېګناه پښتنو د خلاصون غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *