تاند- کوکاکولا له څه باندې یوې پېړۍ وروسته د لومړي ځل لپاره غواړي چې الکول لرونکی څښاک جوړ کړي.

کوکاکولا کمپنۍ په همدې (کوکاکولا) نوم د څښاک جوړول ۱۲۵ کاله پخوا پیل کړي او په دې موده کې یې هیڅکله په خپل دې مشروب کې د بدلون هڅه نه ده کړې خو اوس کوکاکولا ویلي چې په جاپان کې د لومړي ځل لپاره داسې کوکاکولا جوړوي چې د الکولو خوند ولري.

دا څښاک به، چې معینه اندازه الکول به لري، الکوپوپ نومېږي.

کوکاکولا ویلي چې په دې مشروب کې د جاپان د خلکو د خوښې وړ الکولي څښاک خوند ګډوي.

دا کمپنۍ په عین حال کې وايي چې دا څښاک به یې د نشې لپاره نه وي خو په لږ اندازه الکولو به یې خوند وربدل کړي.

تر دې وړاندې د الکولو خوند لرونکي راز راز چاکلیټونه، شربتونه او نور خوراکي مواد جوړ شوي خو هیڅ یو یې د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې د الکولو ځای ونیسي یا څوک پرې نشه شي.

ډېر خلک په دا ډول څښاکونو او خوراکونو د دې لپاره اعتراض کوي چې الکولو ته د ماشومانو او زلمکو لېوالتیا زیاتوي او یا لږترلږه یې ورسره عادي کوي.

One thought on “کوکاکولا الکول لرونکی څښاک جوړوي”

ځواب دلته پرېږدئ