تاند- د پاکستان حکومت په کوټه کې د پښتون غورځنګ د غونډې په مهال انترنیټ بند کړی و او رسنۍ یې منع کړې وې چې د دې سترې ولسي غونډې په اړه هیڅ خبر خپور نه کړي.
د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین نړیوالو رسنیو ته وویل چې له ده څخه غوښتل شوي و چې په کوټه کې غونډه جوړه نه کړي.
له بلې خوا په جنوبي وزیرستان کې د اسلام اباد استازي له قومي مشرانو او سپینږیرو غوښتي چې د منظور پښتین په مشرۍ د غورځنګ مخه ونیسي.

د جنوبي وزیرستان مرستیال پولیټیکل ایجنټ (سیاسي استازی) په واڼه کې د وزیرو د احمدزي قبیلې له شاوخوا ۸۰ مشرانو او ملکیانو سره په یوه غونډه کې له هغوی وغوښتل چې د پښتون تحفظ غورځنګ په مخنیوي کې رول ولوبوي. (تفصیل)
د کوټې په پرونۍ /یکشنبه – مارچ ۱۱/ غونډه کې ډېر شمېر ښځو هم ګډون کړی وو.
ښاغلي پښتین وویل چې سختۍ او مشکلات د دوی د روحیې د مړاوي کېدو نه بلکې د لا زیاتې هڅونې سبب کېږي.

د کوټې غونډې ته د پښتون تحفظ غورځنګ مشر منظور پښتین وویل چې حکومت ته یوه میاشت ورکړل شوې موده په پوره کېدو ده او که حکومت د دوی غوښتنې عملي نه کړي، بیا به پرلت (احتجاجي پلتۍ) پیل کړي.
ده همداراز وویل چې بل پرلت به یې په پېښور کې وي.
ده او د غونډې برخوالو یو وار بیا د تقیب مسید د قاتل پولیس افسر د نیول کېدو او سزا ورکولو، د پښتنو په ټولو سیمو کې د پوستو د ختمولو، په کراچۍ او نورو سیمو کې د پښتنو د سر و مال د ساتنې د تضمین ورکولو غوښتنه وکړه.
د غونډې برخوالو په افغانستان کې د نه لاسوهنې او د ولسواک افغانستان د ملاتړ غوښتنه هم وکړه.
په دې غونډه کې زرګونو پښتنو، هزاره ګانو او بلوڅانو او همداراز د وکیلانو او محصلانو په شمول د بېلابېلو ټولنو استازو ګډون کړی وو.
په داسې حال کې چې په پاکستان کې د هیڅ ګوند د غونډې مخه نه نیول کېږي، د پښتون تحفظ غورځنګ د غونډې د مخنیوي لپاره هلې ځلې او د هغې په اړه پر انترنیټ او رسنیو د پاکستان بندیز دا ثابتوي چې دا غورځنګ څومره ولسي او بریالی دی.
سلامونه
الله ج دی وکړی جی افغانان ددی پنجابی وحشت خخه خلاص سی
رابه سو دی ته چی ددا دومره لو ټولیدنه ولی د هغو نړیوالو رسنیو چی خانته بی طرفه وایی ولی خبر نه ورکوی او پری سترګی پټوی
لکه بی بی سی
افسوس ستاسی په بی پریتوب