ژباړن: امان الله”حنيفي”
کله چې پر لار تګ کوئ ښه ده، چې پر لار د تګ خنډونه مو وپېژنئ. څه مو د تګ خنډ ګرځي؟ غواړئ چې له کومې پېښې سره مخ شئ؟ ځان او يا بل زيانمن کړئ؟؟
 نه، هېڅکله نه.
همدا اصل مو هدف ته د رسېدو پر لار هم ملګرى دى. هغه څه چې ستاسې او هدف ترمنځ مو خنډ کېږي؛ له مخکې وپېژنئ، هغه څه دي؟؟ لاندې يې لولو:
1- وېره
بريا ته د رسېدو پر لار مو لوى دښمن وېره ده، که يې درباندې حمله وکړه او خپل زندان ته يې واچوئ، بيا ترې خلاصېدل او د خوښۍ ليدل ډېر سخت دي. په غټ زړه مو له وېرې سره مخ شئ، ترې وپوښتئ، هغه څه دي چې ما وېروي؟ ولې ترې وېرېږم؟
امان الله”حنيفي”

تر پېژندو وروسته مو وېره داسې يوې کندې ته خطا کړئ، چې بيا يې هېڅکله مخ هم و نه وينئ. د خپلې وېرې پر خلاف مو داسې يو کار شروع کړئ، چې وېره مو وننګوي، هغې ته نور ستاسې وجود کې د اوسېدو چانس برابر نه کړي. دې کار ته دوام ورکړئ، دا درته د خوښۍ کور ښايي او تر بريا مو رسوي.

2- تنبلي
سست، تنبل او بېعلاقې مه اوسئ، دا مو بريا ته له رسېدو راګرځوي. سىتي او تنبلي مو د يوې شېبې ارام پرځاى بيا ډېر وخت پر بې ځايه فکرونو او خپګان اخته کوي.
که غواړئ هدف مو ترلاسه کړئ، دوامداره کار وکړئ.
3- هدف نه تعقيبول
ډېر وخت مو سيالي هغه وخت له لاسه وځي، چې لا سيالي پاتې وي.
بريا په راتلونکې پاڼه کې ده، د راتلونکې پاټې لپاره پرله پسې نورې پاڼې واړوئ.
وايي په ټولګي کې درى مهم ځايونه دي: موقيعت، موقيعت او موقيعت. په موقيعت کې بيا دا درى نقطې مهمې دي: تعقيب، تعقيب او تعقيب.
4- بد باور
هغه څه ته چې زړه مو غواړي ورسېږئ؛ رسېدى شئ. له ځانه وپوښتئ،  چې ستاسې په اړه څه نظر لري، ښه او که بد؟
که مو نظر مات او منفي و، هغه څه چې غواړئ شئ، يا يې تر لاسه کړئ، نشې کولئ.
په دې ډول به مو بد او منفي نظر لاغښتلى شي، داسې چې راتلونکى ژوند به مو سخت او له وېرې ډک کړي.
 د ځان په اړه مو ښه نظر پياوړى کړى، هغه لارې چارې و څارئ، چې پرې باوري ياست بريا ته مو رسوي.
5- د مسٶليت نه منل
زه د يوې ناحيې د پوليسو مشر وم، څو ورځې مخکې مې پوليسو ته وويل، دا دوه زندانيان محکمې ته بوځئ،
زندانيانو د هغه څه په اړه چې پرې تورن شوي ول، بهانې کوې، ويل يې دا کار موږ نه دى کړى، زندان ته د هغوى له لوېدو وروسته مې پوليسو ته وويل، نابريالي او دا خلک دواړه يو شان بد عادت لري، دوى د خپل ژوند او کړي  کار مسٶليت نه مني.
نو اصلي خبره دا ده چې تاسې د خپل ژوند مسٶل ياست، څه مو چې کړي، ښه دي او که بد، وې منئ. که مو ومنل پوه شئ چې د بريا لار مو پيداکړه.
6- له ناوړه کسانو سره تګ راتګ
چاپيريال درباندې پوره اغيز لري، که مو د تګ راتګ ملګري ناوړه کسان وي؛ له خوښۍ او هدف نه به مو  لرې وساتي.
د هغه کسانو په اړه چې ستاسې شاوخوا ژوند کوي يا مو تګ راتګ ورسره شته، فکر وکړئ، څنګه دي؟ ايا باصلاحيته او ستاسې هڅونکي اشخاص دي؟؟
که نه، ترې لرې و اوسئ او خپله حرکت وکړئ.
7- لرليد نه لرل
بريالي کسان مخکې له دې چې تجربه يې کړي؛ د خپل راتلونکي(مياشتو او کلونو) تصور کوي. دوى د تصور کولو ځواک پيداکړى، هغه خوښۍ چې ژوند، کورنۍ او چارو کې به يې لاسته راوړي، له مخکي جوړوي.
 د تصور نشتون بد خنډ دى. کېنئ، د راتلونکي ليدنه مو تکرار کړئ او هغه د ځان لپاره ښه جوړه کړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *