تاند- په کندهار کې چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو د طالبانو هممهالې حملې ناکامه کړې او دې ډلې ته یې سخته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د امنیه قوماندانۍ ویندوی ضیا دراني نن /دوشنبه/ وویل، وسله والو طالبانو تېره شپه د کندهار- اروزګان پر لاره پر امنیتي پوستو هممهاله حملې وکړې خو د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې نه یوازې د طالبانو حملې ناکامې شوې؛ بلکې لږترلږه ۲۵ تنه یې ووژل شول.
ده دا هم وویل چې امریکايي الوتکو د افغان پولیسو د ملاتړ لپاره پر بریدګرو طالبانو بمبارۍ وکړې.
د ښاغلي دراني په وینا د افغان امنیتي ځواکونو د ډزو او امریکايي الوتکو د بمبارۍ په نتیجه کې لږترلږه ۲۵ طالبان وژل شوي او لږترلږه ۱۴ نور ژوبل شوي دي.
درانی دغه راز وايي چې افغان ځواکونو ته په دې جګړه کې هیڅ راز مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
دې ډلې تېره شپه د لنډ وخت لپاره د فراه ولایت د اناردرې ولسوالي ونیوله.
له بلې خوا په اروزګان کې چارواکي وايي چې په چوره او خاص اروزګان ولسوالیو کې د تېرې شپې په عملیاتو کې شاوخوا ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.