حکمت خلیل کرزی

کابل، افغانستان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کب په نهمه له افغان حکومت سره د سولې په اړه مستقیمو او رسمي خبرو اترو ترسره کولو لپاره طالبانو ته بې ساری او هر اړخیز وړاندیز وکړ. دغه وړاندیز، پرته له هر ډول مخکینیو شرطونو، د افغانستان په سیاست کې د طالبانو رول په رسمیت پيژندلو او د سولې په اړه یوې هر اړخیزې هوکړې ته د رسېدلو لپاره ترسره شو.

د ولسمشر غني دغه وړاندیز د کابل پروسې پایله ده چې د ملګرو ملتونو، ناټو او اروپايي ټولنې په ګډون د دیرشو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو په کې څه وخت وړاندې په کابل کې ګډون کړی و.

د سولې نوښت له اعلان څخه وړاندې په افغانستان کې د ملي اجماع په رامنځ ته کولو څو میاشتې کار شوی و. د سولې عالي شورا غړي او افغان مشران راټول شوی و څو د سولې او مذاکراتو هلي ځلي رهبري کړي؛ د حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله او ولسمشر غني د افغانستان له سیاسي څیرو، د مدني ټولنو غړو، علماو، ښځو او ځوانانو سره اوږده بحثونه او سلامشورې کړې وي. دوی له طالبانو سره سیاسي حل ته د رسیدلو لپاره د دغه نوښت پراخه ملاتړ ترلاسه کړ.

زموږ د باور له مخې د سولې وړاندیز د ټولو افغانانو د ګډو مساواتو او په سوله او وقار کې د دوی د ژوند کولو د حق پر بنیاد رامنځ ته شوی. مونږ باور لرو چې دغه وړاندیز به طالبانو ته دا فرصت ورکړي څو د یوه مشروع سیاسي ځواک په توګه تنظیم شي، سوله ایزو لارو څخه خپلې موخې ترلاسه کړي او سیاسي بهیر سره یو ځای شي.

افغان حکومت په راتلونکي کې د نړیوالو نظامي ځواکونو حضور، د اساسي قانون د تعدیل او طالب بندیانو د خلاصولو په ګډون، د طالبانو اساسي اندیښنو او غوښتنو ته د رسیدو لپاره ټینګه ژمنه کوي.

دغه نوښت د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو د بندیزونو له لیست څخه د طالب قوماندانانو د نومونو ویستلو وړاندیز هم کوي، هغه بندیزونه چې افغاني ټولنې ته ئي د دوی تګ راتګ محدود کړی او په سیاسي بهیر کې د دوی د ګډون مخنیوی کوي.

د سولې بهیر په اوږدو کې او د دښمنۍ له پای ته رسېدو وروسته، افغان حکومت د طالبانو او د هغوی د کورنیو امنیت ډاډمنوي او د سولې وړاندیز هوکړه لیک د یوې برخې په توګه په هېواد کې د پخوانیو جنګیالیو د بیرته ځای په ځای کولو په برخه کې مرسته کوي.

افغان وولس او حکومت طالبانو ته زمونږ د سولې له وړاندیز څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ له امله د زړه له کومي خوښ دی. هغه ژمنه چې مونږ د ټولو افغانانو او په ځانګړي ډول د ښځو بشري حقونو تضمینولو په باب کړې د قوي ملاتړ سره مخامخ شوه. مونږ ژمن یو چې د کابل بهیر ټولشموله پروسه د ښځو د پام وړ رول په درلودلو سره برقراره وساتو.

مونږ په کابل یا د دواړو په خوښه کوم ځاې کې د طالبانو سره د لیدلو وړاندیز په کولو سره خپل لا ډیر انعطاف ښودلی دی. له طالبانو سره په لومړیو ناستو کې زمونږ موخه د خپلې ژمنې څرګندولو لپاره اساسي او د پام وړ بحثونه دي او په تدریجي ډول به د مذاکراتو په اړه توافق او سولې تړون پر لور پر مخ ځو.

د نړیوالې ټولنې غړو د کابل بهیر ناسته کې د افغانانو په مشرۍ او د افغانانو په مالکیت د سولې خبرو اترو لپاره د خپل قوي ملاتړ ژمنه کړې او متحده او ورته پیغامونه يي درلود.

افغان دولت د اندونیزیا، سعودي عربستان، قطر او نورو اسلامي ملتونو د هغه وړاندیزونو هرکلی وکړ چې زمونږ د سولې بهیر سره د مرستې لپاره به خپل مثبت نفوذ څخه ګټه اخلي.

د افغانستان او پاکستان قدرمن علماء به د اندونیزیائي علماو سره یو ځای د دې میاشتې په وروستیو کې په غربي جاوا کې په یو کنفرانس کې ګډن وکړي. دوی به د اسلامي زده کړو او د خپلو مذهبي صلاحیتونو د لارښوونو سره سم هلې ځلې وکړي څو د سولې بهیر د ملاتړ او مرستې لپاره لارې چارې پیدا کړي. د نړۍ په دې برخه کې د دیني علماو نفوذ په پام کې نیولو سره، دا ډول غونډې او کنفرانسونه کولای شي چې سولې لپاره د هر افغان هیلې او غوښتنې پیاوړي کړي.

لکه څرنګه چې مونږ د سیاسي جوړجاړي لپاره هلې ځلي کوو، مونږ خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوو څو افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه قوي پاتي شي او د کورنیو، سیمه ایزو او نړیوالو ترهګرو ډلو د تاوتریخوالي ډکو کړنو  په وړاندې چې په افغانستان او سیمه کې فعالیت کوي، خپل ظرفیت وساتي.

د سیمه ایزې ترهګرۍ په وړاندې د سولې بهیر بشپړولو لپاره دغه موازي جنګ د متحده ایالاتو، ناټو او په سیمه کې زمونږ د همکارانو د دوامداره ملاتړ پرته ناشونی دی. د دوی د نظامي مرستو برسېره، مونږ د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې بهیر د بریالي کېدو ډاډمنولو په برخه کې د دوی قوي ډیپلوماتیک ملاتړ ته سترګې په لار یو.

دغه فرصت اوس د طالبانو په لاس کې دی، دوی باید سولې لپاره زمونږ اراده، هوډ، او جرئت په پام کې ونیسي.


* د افغانستان د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي

3 thoughts on “طالبانو ته د سولې یو بې ساري وړاندیز | حکمت خلیل کرزی”
  1. د افغانستان د ولسمشر جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني وړانديزونه د سولي او د جنګ د ختمولو لپاره ډېر مهم او هر اړخیز دي. لکه څنګه چې ښاغلي حکمت خلیل کرزي په تفصیلي لیکنه کې یادونه شوېده ، باید دا وړاندیزونه تشریح او د رسنیو له لارې ټولو هېوادوالو او د طالبانو صفوفو او جنګیالو غوږونه ورباندې خلاص کړل شي. په سوله کې د الهي ارشاداتو مطابق خیر دی ، زمونږ هېوادولو ته دژوند او کار زمینه برابريږي.
    جنګ تباهي ، نفرت ، ظلم ، کینې او د بشریت د نابودۍ سبب دی. بنا هر مومن مسلمان او وطندوسته افغان باید د سولې ملاتړ وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *