۱) جملې مه زده کوئ، بلکې په موضوع ځان پوه کړئ

زیاتره خلک داسې انګیري چې ګواکې د ښه ویناوال کېدو لپاره اړینه ده چې جملې زده کړو او د وینا پر مهال یې ووایو، بلکې داسې نده؛ د یوه ښه ویناوال جوړیدو لپاره اړینه ده چې تاسې باید په کومه موضوع چې خبرې کوئ ځان پرې پوه کړئ کله چې په یوه موضوع په خپله قانع او برلاسی وئ نو بل اوریدونکی هم تاسې په اسانۍ قانع کولای شئ.

۲) که موقع وه وړاندې له وینا له مخاطبینو سره خبرې وکړئ

وړاندې له وینا له هغو اشخاصو سره خبرې اترې کول چې په څو لنډو شیبو کې تاسې ورته وینا کوئ ډیرې ګټې لري، لومړۍ دا چې د وینا وړاندې کوم ‌ذهني بوج چې تاسې یې لرئ در څخه یو څه اندازه کمیدلی شي او بیا تاسې په ډیر اسانۍ کولای شئ خبرې وکړئ، دویم که چیرته د یوې موضوع اړوند خبرې کوئ هڅه وکړئ یو کوچنی مثال په کې وړاندی کړئ او یا هم یوه وړه قیصه اوریدونکو ته وکړئ دا به تاسې سره د اوریدونکو توجو لاسته راوړلو کې مرسته وکړي چې بیا به ستاسې خبرې ددې په ځای چې ستړې کوونکي ووسي، په زړه پورې او لا د اوریدو وړ وي.

۳) د لکچر پر مهال د ښې ویډیو او غږ انتخاب  

+لیکوال دې نقطې ته ځکه اشاره کړې چې اوس زیاتره وخت د وینا یا لکچر ورکولو په وخت کې ویناوال له سلایډونو کار اخلي، نو که تاسې له سلایډونو کار اخلئ هڅه وکړئ تر څو د اوریدونکو یا مخاطبینو د ستړیا د لرې کولو په موخه په خپلو سلایډونو کې داسې عکسونو ته ځای ورکړئ چې لږ څه خوش طبعیتي په کې موجود وي، او یا هم د موضوع اړوند کوچنۍ جالبه ویډیو په کې ځای کړئ خو شرط به دا وي چې ستاسې د غږ، د ویډیو د غږ او تصویر کوالټي باید لوړه وي، همداشان خپل سلایډونه د کمپیوټر د ځینو ځانګړو پروګرامونو پر مټ په لوړه کوالټي او پروفیشنل جوړ کړئ. که تاسې چیرته دا عملیې وکاروي نو ستاسې اوریدونکي به هیڅ وخت ستاسې له لکچر ورکولو ستړي نه شي او لا به ستاسې خبرې ورته په زړه پورې وي.

۴) فکري جوړښت مو ستونزې کمولی شي


زیاتره وخت ویناوال ددې په ځای چې خپلو اوریدونکو ته پاملرنه وکړي ټول فکر یې په خپل ځان کې وي، یعنې زما خبرې به موثرې وي او که نه، زه په کومه جمله کې غلط نه شم او یا هم زما په لباس الفاظو ادا کولو کې ستونزه نه وي او داسې نور، چې دا نه یوازې مونږ ته په خبرو کولو کې ستونزه جوړوي بلکې اوریدونکي هم ستا له دې ډار څخه ډیر ژر خبریږي چې بیا ستاسې خبرې ډیرې نه وي موثرې، نو تاسې باید مخکې د خبرو کولو ښه فکر وکړئ چې څه باید ووایم او وروسته بیا په دې فکر کې شئ چې په څنګه اسانۍ ورباندې ناست خلک قانع کړم، که چیرته تاسې ناست خلک په یوه موضوع پوه کړل تاسې به په خپله یو ډول ذهني سکون احساس کړئ.

۵) محاوره په نظر کې ولرئ
که چیرته تاسې غواړئ چې ښه ویناوال شئ او د وینا پر مهال خپل اوریدونکي درسره ساتل غواړئ اړینه ده چې تاسې باید ورسره محاوره وکړئ، مثلاً که تاسې یوه موضوع څخه یادونه کوئ نو د مثال غوښتنه په کې د اوریدونکي څخه وکړئ یعنې هغه کسان چې ستا وینا ته ناست وي، یا د خبرو په جریان کې د تیرې موضوع اړوند یوه اسانه پوښتنه وکړئ دا به ددې لامل شي چې ستا اوریدونکي تاته دقیق غوږ ونیسي او یو څه ستاسې له خبرو زده کړي.

ژباړه واحد ګل هاشمي
لیکواله:

Carol Roth

Contributor / Entrepreneur, TV host and small business expert

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *