که د افغانستان معاصر تاریخ له نظره تېر کړو, له احمد شاه بابا نه را وروسته به تر نن پوري د افغانستان په واکمنانو کي د ولسمشرغني په څیر واکمن ونه مومو. د ډاکترغني مهمي ځانګړني عبارت دي له,
1- د دکتورا تر کچي په اقتصاد, سیاست او وګړ پوهنه کي لوړي زده کړي.
2- په معتبرو نړیوالو پوهنتونونو کي د استادي مقدسه دنده.
3- د نړیوال بانک په ګډون, په سترو نړیوالو ادارو کي په لوړو بستونو کار کول.
4- د نړیوال سیاسي, اقتصادي, او نظامي حالت په اړه ستره پوهه او تجربه.
5- د نړۍ په کچه متفکر او نوښتګر.
6- د افغانستان له ټولنیز, سیاسي, اقتصادي, کلتوري, مذهبي او سیمیز وضعیت نه خبرتیا.
7- د ټول افغانستان واکمن…
په پورتنیو ځانګړتیاوو, په افغانستان کي کوم واکمن ندی حاکم شوی.
غازي امان الله خان, که څه هم د هیواد آزادي واخیستله, د هیواد له پرمختګ سره یې بې کچي مینه وه, له ټولي نړۍ سره یې اړیکي ټینګي کړې, خو د اصلاحاتو پلي کولو ته افغاني ټولنه ذهنأ آماده نه وه. د غني ترټولو ډېر شباهت له شاه امان الله خان سره کېدای شي, لکه څنګه چي ولسمشر غني ویلي چي دشاه امان الله خان نا تمام فصل به پای ته رسوي.
په افغانستان کي ستر ستر شخصیتونه او علماء تېر شوي, مثلأ دشرق نابغه او فیلسوف سید جمالدین افغان, خو ستر ستر علماء او پوهان بیا واکمن نه وو. تر څو خپلي طرحي او نظریې عملي کړي.
همدارنګه دافغانستان په تېرو واکمنانو کي بیا دغني په څیر په نړیواله کچه عالم, او مشهوره څېره نه تر سترګو کیږي.
افغانستان په هره برخه کي لوی لوی شخصیتونه لري, خو هغوئ یوازي یو اړخ لري, یا ستر واکمن وو, یالوی عالم. عالم واک نه لاره, او واکمنانو دغني په کچه پوهه او علم نه درلود.
دغني دواکمنۍ څو ستري لاسته راوړني
1- دغني د بهرني سیاست بریالیتوب دافغانستان په تاریخ کي بې جوړې ده. افغانستان دنړۍ دسیاست مرکز ګرځیدلی. څو ستر نړیوال کنفرانسونه او غونډي په ځانګړي ډول دافغانستان په اړه جوړي شوې.
ټولي نړۍ دولسمشر غني دسیاستونو ملاتړ وکړ, افغانستان خپل ټول مسائل پخپل لاس کي نیولي, هره طرحه یې په قاطع اکثریت سره دنړیوالو له لوري تائید شوې.
زموږ تاریخي دښمن, پاکستان یې دفعاله بهرنۍ ډپلوماسي پر مټ منزوي کړی, او دپاکستان دپخواني او ستر ملګري امریکا او پاکستان ترمنځ بې باوري اوج ته رسېدلې, حتي امریکا په پاکستان مرستي بندي کړې.
– دهند او افغانستان ترمنځ دوستانه اړیکي دخپل اوج نقطې ته رسېدلې. هند له پخوا راهیسي دافغانستان په بیا رغونه کي ستره ونډه لري, دسلما بند جوړولو تر څنګ یې دهیواد لویي لاري, واړه بندونه, پوهنتونونه, دچاه بهار بندر… جوړ کړل.
هرکال په زرګونه افغانان هند ته دزده کړو لپاره ځي.
هند دافغانستان میوې اونور توکي د هوایې دهلیزونو لاري خپل هیواد ته لیږدوي, تر څو له اقتصادي پلوه په پاکستان د افغانستان اتکا له منځه لاړه شي.
– غني ټوله نړۍ قانع کړه, چي دافغانستان او نړۍ دبې ثباتي او ناامني ریښې په پاکستان کي دي. په دا څلویښت کلونو کي لومړی ځل دی چي پاکستان په تکرار له افغانستان سره دخبرو غوښتنه کوي او تر سختو نړیوالو فشارونو لاندي دی.
همدارنګه دسیمي او نړۍ دهیوادونو لومړی ځل ده چي دافغانستان پر حکومت یې ددولت په توګه باور ټینګ شوی, او اصولي معاملو ته یې مخه کړې.
– ولسمشر غني یو بشپړ خپلواک او متعهد کس دی, هغه دکرزي په څېر له ایران او نورو هیوادونو نه په بوجیو ډالر نه اخلي, بر عکس هغه سترې ملي پروژې پلې کوي چي دافغانستان دولس او راتلونکي په ګټه وي.
2- ولسمشرغني له فساد سره دمبارزې کلک هوډ لري. اداري فساد په افغانستان کي له امنیت نه وروسته تر ټولو ستره ستونزه ده. خو دغني له واکمن کېدو وروسته له څو ګوتو په شمار قضیو نه پرته چي دهغو په اړه یې هم ګړندي ګامونه واخیستل(لکه دضیا مسعود فساد او دهغه ګوښه کول) تر اوسه پوري دافغانستان په څير تر ټولو ډیر په فساد ککړ هیواد کي دفساد لویه بیلګه نه تر سترګو کیږي.
دفساد په ضد ولسمشر ډیر اصولي قدمونه واخیستل, ټول ستر قراردادونه دولسمشر تر نظارت لاندي تدارکاتي کمیسیون لخوا صورت نیسي, چي دفساد شونتیا یې په بشپړ ډول له منځه وړې.
د خالي بستونو لپاره په جمعي ډول دیو سیستم له مخي دکانکور آزموینه اخیستل…
3- افغانستان دسویلي او مرکزي آسیا دڅلور لاري په توګه دسیمي دګټو او همکاریو نقطه ټاکل. دټاپي پروژې په څیر سترو ملي او سیمه ییزو پروژو پلي کول, چي دافغانستان دسیاسي ثبات ترڅنګ به هیواد له اقتصادي پلوه دداسي پروژو دعایداتو له لاري په خپل ځان بسیا کړي.
تر اوسه پوري افغانستان له اقتصادي پلوه په بشپړ ډول پر پاکستان متکي وو, افغانستان دپاکستاني تولیداتو ستر مارکیټ وو, دافغانستان له بحر سره یوازنۍ لار دګوادر بندر وو, چي پاکستان به همیشه پر افغانستان دفشار په توګه استعمالوله.
زموږ دسوداګرو ډیری مالونه به خرابیدل, هر وخت به یې پر افغانستان لاري بندولې…
خو دولسمشر په هڅو او هند په همکاري افغانستان دچاه بهار له لاري بحر ته بله لار هم وموندله. تېر کال پاکستان پر افغانستان خپلي ټولي ترانزیټي لاري وتړلې خو پر افغانستان یې هیڅ تاثیر هم ونه کړ.
له دېنه وروسته پاکستان زموږ مرستي ته اړ دی, په نړۍ کي دپاکستان لوی مارکیټ افغانستان او دمنځنۍ آسیا هیوادونه دي, یادو هیوادونو سره پاکستان یوازي دافغانستان له لاري تجارت کولی شي, که افغانستان خپله دترانزیټ لاره دپاکستان پر مخ وتړي, نو په یقین سره ویلای شو چي دپاکستان ډیری فابریکي به وتړل شي.
4- دهیواد په داخل کي ورځ تر بلي پر دولت دخلکو باور ډیريږي, چي دا خپله دولت ته مشروعیت ورکول دي. په هیواد کي ټوپکسالاران تر بل هر وخت کمزوري شوي, او دځان دخلاصون په لټه کي دي. دحکومت کابینه تر ډېره حده مسلکي شوې, څو غیر مسلکي کسان هم دداکتر عبدالله دډلې دي, خو بیا هم تر اوسه پوري په کابینه کي تر ډېره فساد شتون نه لري او تقریبأ جوابګویه کابینه ده.
دهیواد په امنیتي سکتور کي اصلاحات رامنځته شوي. دبهرنیو فوځونو په وتلو سره اټکل کېده چي افغان امنیتي ځواکونه به ونشي کولای تر څو له هیواد نه دفاع وکړي, خو برعکس هغوئ وښودل چي تر بهرنیو ځواکونو ډېر پیاوړي دي.
5- تېر کال ولسمشر له حزب اسلامي افغانستان سره دسولي بریالي مذاکرات وکړل, او په پای کي یې تړون لاسلیک کړ. حزب اسلامي نږدې پنځوس کاله له افغان حکومتونو سره جګړه وکړه, خو په پای کي ولسمشر وتوانېد یاده ډله له جګړې لاس په سر کېدو ته چمتو کړي.
همدارنګه په دې وروستیو کي یې دسولي په اړه دټولو افغانانو او نړیوالو تر منځ اجماع رامنځته کړه. او دکابل پروسې په کنفرانس کي یې طالبانو ته بې بې له قید او شرطه دسولي بې مخیني وړاندیز وکړ. طالبانو ته یې ډیره نرمه او آسانه انعطاف پذیره طرحه وړاندي کړه. که طالبان دسولي یاد وړاندیز,ته مثبت ځواب ونه وایې نو دراتلونکو ناخوالو پړه به ددوئ په غاړه وي.
دسولي دیاد منطقي وړاندیز پر مټ ولسمشر مخالفین خلع منطق کړل.
6- غني هغه تکنوکرات مشر دی چي دورځي 18 ساعته کار کوي,تر ټولو لویه تفریح, منظره, او ټوله خوشالي یې ځوریدلي ولس او ویجاړ هیواد ته په کار کولو کي نغښتې.
ولسمشر پلان لري چي دافغانستان ټولي هغه اوبه چي ګاونډیو هیوادونو ته وړیا رواني دي, را وګرځوي, خپل هیواد پرې زرغون کړي. دبندونو په جوړولو سره له یوې خوا شاړي ځمکي خړوب او له بلي خوا بریښنا تولید کړي. چي په دې کار سره به له یوې خوا افغانستان دکرنیزو تولیداتو له اړخه په خپل ځان دبسیا والي ترڅنګ یادتوکي بهرته په لوړه پیمانه صادر کړي, او دعاید دلاسته راوړلو ستره سرچینه به وګرځي, او له بلي خوا به دبریښنا په مټ هیواد کي دصنعتي تولیداتو کچه لوړه شي.
همدارنکه به په خپلو اوبو نړیوال منل شوی قیمت وضع کړي, او ګاونډیو هیوادونو نه به په کال کي داوبو له لاري په سلګونه ملیونه/ ملیارده ډالر عواید لاسته راوړي.
لکه څنګه چي دولسمشر شعار دی چي, زموږ اوبه زموږ آبرو ده.
ولسمشر دهر کار او هر سکتور لپاره معقولي طرحي او پلانونه لري. ولسمشر هڅه کوي دافغانستان حکومتي سیستم داوسني عصر په پرمختللو بنیادونو ودروي, او دعصري لیډرشیپ په اساس حکومتولي وکړي.
کومه مسئله چي تر اوسه پوري ولسمشر ته وړاندي شوي, په ډیر علمي, منطقي او دملي ګټو په رڼا کي یې اقدام کړی. همیشه یې ځان مسؤل ګڼلی.
ولسمشر غل نه دی, قاتل نه دی, وروڼه, خپلوان, قومیان او نور دوستان یې په لوړو پوستونو نه دي ګمارلي, بلکه هره ګمارنه یې دلیاقت او وړتیا په اساس وي.
دهیواد په ورانولو کي لاس نه لري, د کلک هوډ او ارادې څښتن دی.
ددولت دڅه ناڅه ضعف لامل دجمعیت ډله ده, چي دولسمشر دپلانونو مخه یې نیولې, که نه ولسمشر به داوس په پرتله دوه چنده بریالی وو.
فکر وکړئ په هیواد کي دولسمشر بدیل لرئ؟
نو راشئ دیو پوه, مخلص, متعهد, په هیواد, ولس, سوکالي او پرمختګ مین ولسمشر ملاتړ وکړو.
ولسمشره زر کلن شې.