«سیاسي تبلیغات» کتاب خبريال ښاغلي ذبيح الله رحيمزي ژباړلی دی. دا مهم کتاب به په څو برخو کې د تاند لوستونکو ته وړاندې شي.
زما د سريزې په خبرو کې دا معلومېږي چې تبليغات د اطلاعاتو برعکس يو قصدي او له وړاندې اټکل شوی اقدام دی چې د ځانګړو موخو د ترلاسه کولو لپاره د وګړو د ډاډ، باور او پاملرنې د راګرځولو لپاره کېږي. په تبليغاتو کې د ځانګړو موخو د ترلاسه کولو لپاره ورځپاڼې، خبر او اطلاعات تحريف (ګوتې وهل) او بدلېږي.
ګوتې وهنې (تحريف) ممکن په دوه ډوله وي.
الف: کمي ګوتوهنې
ب: کيفي ګوتوهنې
الف: کمي ګوتوهنې: که چېرې کوچنۍ پېښې سترې وښودل شي او په لويو پاڼو او برخو کې ځای او وځلولی شي، په دې صورت کې يو ځانګړې تبليغاتي موخه شته دی. د يوې پېښې، يا موضوع په اړه د بېلابېلو ورځپاڼو په پرتلې سره کولای شو، د ګوتوهنو(تحريفونو) دا ډولونه ښه وګورو. يو خبر ممکن په يوه ورځپاڼه کې په غټو تورو او لومړي مخ کې چاپ او په بل مخ کې تفصيل ته ځای ورکړل شي، مګر هماغه خبر په يوه بله ورځپاڼه کې په خلص ډول په څو کرښو او لومړي مخ کې ځای کېږي.
ب: کيفي ګوتوهې: دپېښو تشريح او تفسير ممکن په بدبينۍ يا خوشبينۍ صورت ونيسي. ډېری مطبوعات د شخصي عواملو يا سياسي غرضونو په اساس ځېنو خبرونو ته د بدبينۍ له اړخه ګوري او د مطالبو په تشريح کې بې پلوي نه مراعتوي او ځينې نور مطبوعات برعکس هماغه خبرونو ته د خوشبينۍ له اړخه کتنه کوي او د ځېنو ځانګړو کليمو او مناسبو جملو په استعمال د خبر بېخونده برخې له منځه وړي. مثلاً، که چېرې د دولت د بوديجې دکمښت په اړه خبر و، نو دولت پلوه ورځپاڼې دا خبر دا ډول خپروي: ((دولت خپله نيمايي بوديجه په مصرف رسولې ده.))
په داسې حال کې چې دولت ضد ورځپاڼه خپل مضمون په دې ډول خپروي:((دولت د نيمايي بوديجې د مصرف لپاره، لازم ځايونه نه دي موندلي.))
که چېرې دا دوه خبرونه سره پرتله کړو، ګوروچې په ښکاره دومره توپير نه ليدل کېږي، مګر جملې دا ډول دي چې په لوستونکو کې بېلابېلې اغېزې پرېباسي.
په ټوله کې ويلی شو، تبليغ يو رواني اقدام دی چې د فرمان اخېستونکي په سياسي رفتار د اغېزې لپاره کارېږي، نو ځکه خوځواکمنو وسايلو ته اړتيا ده؛چې وکولای شو عمومي افکار په يوه ځانګړې لار رهبري کړو.