کرنې وزارت ننګرهار والي سره د يوه تړون په ترڅ کې د ۲۲ نيم ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت ګڼ شمېر پروژې رسماً پیل کړې.
د کرنې وزارت له لورې د ننګرهار شپږو ولسواليو کې د دوه ويشت نيم ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د ګڼو کرنيزو پروژو چارې د تړون له مخې نن رسماً پيل شوې.

په دغو پروژو کې د ميوه لرونکو باغونو، سبزيجاتو، ماهيانو او چرګانو د روزنې فارمونو، د اوبو رسونې سيسټمونو جوړول او د کرنې اړوند نور مسايل شامل دي.

چارواکي وايي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به ننګرهار کې د کوکنارو د کر مخه تر ډېره ونيول شي او هم به کروندګرو ته د بازار زمينه برابره شي.
د کب په ۲۲مه د ننګرهار شاهي ماڼۍ کې د کرنې د وزير په ګډون د يوې لوې غونډې پرمهال د دغو پروژو پرانسته وشوه او ټاکل شوې په راتلونکو دريو کلونو کې بشپړې شي.

د کرنې وزیر نصير احمد دراني وويل، چې د ۲۲نيم میليونه امريکايي ډالرو په لګښت دا سلګونه پروژې به د ننګرهار شپږو ولسواليو کې پلې کيږي او موخه يې هم جګړه ځپلو کورنيو سره مرسته ده.

نوموړي زياته کړه: ((اچين، کوټ، شيرزاد، خوږياڼي، چپرهار او رودات هغه سيمې دي، چې د جګړو پرمهال ډېرې ځپل شوې او خلک يې مرستو ته اړتيا لري؛ نو ځکه دغه ولسوالۍ انتخاب شوې.))

دی وايي، دغو پروژو کې به ۳۰ زره کسانو ته د کار زمينه براره شي او هم به يې ګټه په مستقيم او غير مستقيم ډول ۱۰۰ زره کسانو ته ورسېږي.
د کرنې وزير ډاډ ورکړ، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په ځانګړې سپارښتنه په ټول هيواد کې د کرنې سکتور د ودې هڅې پيل شوي او په راتلونکي کې به ډېر نور کارونه هم ترسره شي.
نصير احمد دراني وويل، ټاکل شوې نږدې راتلونکې کې به په لسو ولايتونو کې د ۵۰۰۰ ټنه په ظرفيت سره سړې خونې جوړې شي، چې يوه يې هم په ننګرهار ولايت کې جوړيږي.
نوموړي زياته کړه دغه سړه خونه به د حج اوقافو پخواني رئیس شهید مولوي عبدالظاهر حقاني په نوم ونومول شي او د يادې سړې خونې څخه ترلاسه کېدونکي عوايد به د شهيد مولوي عبدالظاهر حقاني کورنۍ ته سپارل کيږي.

په همدې حال کې سلاکار وزير او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل خوښي وښوده، چې د يادو پروژو په بشپړېدو سره به دغه ولايت کې د کوکنارو د کښت کچه را ټيټه شي او هم به کروندګرو ته د بازار زمينه سازي وشي.
دی وايي، کروندګر ډېر کله د دې له امله کوکنارو کر ته مخه کوي، چې فصلونه يې پوره ګټه نه ورته کوي؛ خو د ميوو د باغونو او نورو فارمونو جوړېدل به يې دغه ستونزه ور حل کړي.

ننګرهار والي محمد ګلاب منګل په وينا د دغو پروژو ښه والی په دې کې دی، چې ولسي بڼه لري، د انکشافي شوراګانو پر مټ مخته ځي او د کروندګرو په خپله غوښتنه پلې کېږي.
نوموړي د کرنې له وزیر څخه غوښتنه وکړه، چې ننګرهار ته توجه لا زياته کړي او په دغه ولايت کې يې د سړو خونو، سبزيجاتو د پروسس فابريکو، د کرنې او مالدارۍ د فارمونو او لويو لارو پر غاړو د بېرې د ونو د کرلو غوښتنې وکړې.
والي وويل، تېر کال د ننګرهار کانال حاصلات د پخوا کلونو په پرته څو چنده زيات و، چې ۱۲۳۵ ټنه د زيتونو او ۲۰۰۰ ټنه د مالټو حاصلات راټول شوي دي.

ننګرهار والي زياته کړه، چې د دغه پروژو په تطبيق سره به په دې ولايت کې خلکو ته د کار موندنې ترڅنګ د امنيت په برخه کې هم لا ښه والی رامنځته شي.
ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د کرنې او مالدارۍ وزير څخه يې له دې امله مننه وکړه، چې په ننګرهار کې د شهيد مولوي عبدالظاهر حقاني په نوم سړه خونه جوړوي او عوايد يې د هغه کورنۍ ته سپاري.

د ننګرهار د ولايتي شورا مرستیال لعل محمد دراني ټينګار وکړ، چې د پروژو روڼوالي ته بايد پاملرنه وشي او بايد په دغه ولايت کې کرنیزو پروژو ته لا نوره ډېره پاملرنه وشي.
هغه وويل، ننګرهار د هر ډول سبزيجاتو او ميوه جاتو کر ته ښه مساعد اقليم لري؛ نو د کرنې وزارت ورته بايد ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغانستان د امن او سولې شورا بنسټګر او د ولسي ملاتړ مشر حاجي حيات خان مومند د يادو پروژو په پرانیستې خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې د يادو پروژو په تطبيق سره به افغاني ميوه جات او سبزيجاتو بازار موندنې ترڅنګ ګڼو خلکو ته کار زمينه هم برابره شي.

د شپږو ولسوالي د پرمختيايي شوراګانو په استازۍ د خوږياڼو ولسوالۍ د پرمختيايي شورا رئیس الله نظر خوږياڼي خبرې وکړې، دا پروژې يې د کروندګرو د ژوند ښه والي لپاره ښې وګڼلې او د نورو ګڼو پروژو د تطبيق غوښتنه يې وکړه.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال سلواغې په ۲۹ مه ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او نشه يي توکو پر وړاندې مبارزې وزيري سلامت عظيمي په پلازمينه کابل کې د امريکا متحده ايالتونو په مالي ملاتړ ننګرهار کې له کروندګرو سره د کرنې په برخه کې ۲۲.۵ ميليونه ډالرو مرستې هوکړه ليک لاسليک کړی و، چې موخه يې د بزګرانو کوکنارو پر ځاى حلال کښت ته مخه کول دي، چې دغه پروژې نن رسماً پيل شوې .
ننګرهار والي د پچیراګام ولسوالۍ د یو شمیر اوسیدونکو ستونزې د حل په موخه واوریدې .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پچیراګام ولسوالۍ اړوند د پچیر سیمي مخورو سره د لیدنې پرمهال د پوهنې، روغتیا، بیارغونې او په یو شمیر نورو برخو کې د هغوئ ستونزې د حل په موخه واورېدې او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.

د کب په ۲۲ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یادې لیدنې پرمهال د ننګرهار والي سربیره، د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني د شورا غړي محمد اجمل عمر، د پچیراګام ولسوال هجرت الله رحماني او یو شمیر نورو ګډون کړی و.

د یادو مخورو په استازي د ولایتي شورا غړي محمد اجمل عمر وویل، درې کاله په پرلپسې ډول د پچیر ولسونو قربانۍ ورکړې او خپلې سیمي یې د مخالفو وسله والو له شتون څخه پاکې کړې.
نوموړي زیاته کړه د پچیر خلک د پوهنې، روغتیا، بیارغونې، د شهیدانو کورنیو ته د حقوقو د ورکړې او نورو برخو کې له ولایت مقام څخه د پروژو د پلې کېدو او همکارۍ غوښتنه کوي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د پچیر اګام ولسوالۍ د ولسونو د میړانې ستاینه وکړه، چې د مالي او ځاني قربانیو په ورکړې سره یې په حقه مبارزه وکړه او مخالفو وسلوالو ته يې په خپله سیمه کې ځای ورنه کړ.

نوموړي زیاته کړه د شهیدانو کورنیو سره د نغدي مرستې ترسره کولو لپاره یې لیستونه د اجراتو په موخه مرکز ته استولي او ډاډ يې ورکړ، چې په نږدې راتلونکي کې به د شهیدانو کورنیو ته خپل حقوق ورکړل شي او هم يې د بیا رغونې، روغتیا او پوهنې په برخه کې د پرتو ستونزو د حل ډاد ورکړ.

په ننګرهار کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت له لورې د شاو خوا لس نیم میلیونه افغانیو په لګښت درې بېلا بېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او د سره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کرنې اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له لوري د شاوخوا لس نیم ميلیونه افغانیو په مالي لګښت درې بېلا بېلې پروژې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کب په ۲۲ مه د يادو پروژو د پرانیستې پرمهال سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل، د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزیر نصیر احمد دراني، د ولایتي شورا مرستیال ډاکتر لعل محمد دراني،د افغانستان د امن او سولې شورا بنسټګر او د ولسي ملاتړ مشر حاجي حيات خان مومند او یو شمیر نورو مسؤلینو او مخورو ګډون کړی وو.
د یادو مسؤلینو له لورې لومړی د یو میلیون او درې نیم سوه زره افغانیو په مالي لګښت د کرنې د ودې او کلیو پراختیا پروژې د سیمه ییز دفتر ترمیم شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،چې وروسته یې د بېلابېلو برخو څخه لیدنه هم ترسره شوه.
دوی همدا راز د یو میلیون افغانیو په مالي لګښت د جوړې شوې شنې خونې په ګډون د کروند ګرو د زده کړې مرکز څخه چې چارې یې جریان لري هم لیدنه وکړه .
ننګرهار والي او د کرنې او مالدارۍ وزیر د نورو مسؤلینو په ملیتا همدا راز د سره رود ولسوالۍ په سبز اباد سیمه کې د شاوخوا اته نیم میلیونه افغانیو په مالي لګښت د غوښینو نسلي چرګانو جوړ شوی فارم هم په رسمي ډول پرانیست.
د ننګرهار کرنې او مالدارۍ رئیس رفیع الله رحیمزي وویل د یاد فارم په جوړیدو کې ۴۰ سلنه لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت او ۶۰ سلنه د فارم دار له لوري ورکړل شوی دی.
نوموړي زیاته کړه یاد فارم د لس زره چرګانو د ساتنې ظرفیت لري او هم په یو کال کې به د ۱۱ سوه زره هګیو په تولید سره په یاده برخه کې لويه تشه ډکه کړي.
ننګرهار والي وايي د پوهنیزبهیر پياوړتیا په برخه کې د دولت ترڅنګ ملي سوداګر، صنعتکاران او عام خلک هم مسئولیت لري.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دې ولایت د پوهنيز بهیر غښتلتیا په موخه د سوداګرو او صنعتکارانو سره د ځانګړې ناستې پرمهال وویل، چې د پوهنیز بهیر د ملي پروګرام په پیاوړتیا کې د دولت ترڅنګ سوداګر، صنعتکاران، قومي مخور، ديني عالمان او عام خلک هم مسئولیت لري.
د کب په ۲۱ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د یادې ناستې پرمهال د ولایت مستوفي، د پوهنې، سوداګرۍ او صنایع ، د ولایت مقام د دفتر، سکتوري خدمتونو ریسانو، سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و.

ننګرهار والي وویل، چې ولسمشر تصمیم لري، څو د هېواد په کچه راتلونکي ۹۷ لمریز کال پوهنې د پياوړتیا په نوم ونوموي او له دې چارې څخه موخه داده، چې د دولت ترڅنګ سوداګر، صنعتکاران، ديني عالمان او عام خلک هم پدې ملي مسئوليت کې ونډه واخلي.
نوموړي زیاته کړه د پوهنې د پياوړتیا په ملي پروګرام کې سوداګر او صنعت کاران کولای شي معارف سره د خپل توان په اندازه د تعمیر او یاد د تجهیزاتو په برابرولو، قومي مشران د ځمکې په ورکړه ، دیني عالمان د ولسونو په عامه پوهاوي کې د خپلو مسولیتونو له مخې کار وکړي.
د ناستې په وروستیو کې د پوهنې ریاست له لوري د دې ولایت د پوهنیزبهیر په اړه چمتو شوي معلومات وړاندې شول.

ننګرهار والي په جلال اباد ښارکې د نجارانو او لرګيو پلورنکو یو لړ ستونزې د حل په موخه واوریدې.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د جلال اباد ښار د نجارانو او لرګيو پلورنکو سره د لیدنې پرمهال د هغوی یو لړ ستونزې د حل په موخه واوریدې او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
دوی دغه ستونزې د کب په ۲۱ مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د اجرائيه ریاست سلاکار محمد امان خیري په مشرس ننګرهار والي سره شریکې کړې.
خیري وویل، چې د جلال اباد ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې سلګونه کسان د نجارۍ او لرګیو کارو بار کوي، چې پدې وروستیو کې د ښاروالۍ له لوري ورته ویل شوي، چې په یاده ځمکه تفریحي پارک جوړیږي.
نوموړي له ننګرهار والي څخه غوښتنه وکړه، چې نجارانو او لرګیو پلورونکو ته د کارو بار لپاره بل ځای ورکړي.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل، چې په ښار کې د نفوس د زیاتوالي له امله ګڼه ګوڼه زیاته شوې؛ نو په همدې اساس هڅه کوي، چې یو شمیر کاروباریان مناسبو ځایو نو کې ته انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړه ترڅو، چې دوی ته مناسب ځای نه وي په نښه شوی ترهغې به په همدې ځای کارو بار کوي.
ننګرهار والي د جلال اباد سرپرست ښاروال وال ته د ټلیفون پرلیکه سپارښتنه وکړه، چې نجارانو او لرګیو پلورونکو ته مناسب ځای د کارو بار لپاره په نښه کړي، څو په راتلونکي کې له ستونزو سره مخ نه شي.
د ننګرهار کډوالو چارو رياست له لوري پنځه سوه دوه کورنېو سره د نغدي پيسو او خوراکي توکو مرسته ترسره شوه.
د ننګرهار کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي وويل ، دغه مرسته د خوراک نړيوالې ادارې WFP په مالي ملاتړ برابره شوې ،چې د اضطراري حالاتو امريت لخوا په مستحقو کورنېو وويشل شوه.
فقيرزی وايي، په دغه مرسته کې هرې کورنۍ ته سل کيلو وړه،اونيم ليتره غوړي ،اوه کيلو دال او مالګه ورکړل شوه.
بل لورته د کډوالو چارو رياست په هڅو ددې ولايت له يو شمېر ولسواليو نه سره رود ولسوالۍ او جلال اباد ښار ته رابې ځايه شويو کورنېو سره نغدي مرسته وشوه.
د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزی وايي: د مرسته اخېستونکو له جملې يې اويا کورنېو سره د يو اين اوچا ادارې په مالي مرسته او دغه راز پنځوس کورنېو سره د IRC ادارې په مالي همکارۍ نغدي مرسته وشوه.
نوموړی زياتوي، د IRC لخوا هرې کورنۍ ته شپږ – شپږ زره افغانۍ او د يو اين اوچا ادارې لخوا هرې کورنۍ ته شپږ زره دوه سوه دولس افغانۍ ورکړل شوې.
ځوان ادبي بهير د هميشه بهار خصوصي تلويزيون په همکاري د شاعر ورځ نمانځلې ترڅنګ ازاده مشاعره ترسره کړه.
ياده مشاعره ، چې په جلال اباد ښار کې د هميشه بهار خصوصي تلويويزن په انګړ کې جوړه شوي وه د شاعرانو سربيره پکې ګڼو ځوانانو او مدني فعالانو ګډون کړی وو.
د ځوان ادبي بهير مشر محمود خزان وويل ، د شاعر ورځ په هيواد کې د لومړي ځل لپاره د ځوان ادبي بهير د هميشه بهار خصوصي تلويزيون په همکارۍ سره نمانځي ، چې په وينا هيله لري په راتلونکې کي په شاندارو مراسمو سره ونمانځل شي.
هغه شاعران د ټولنې او ولس سترګې يادې کړې چې په وينا يې شاعرانو تل د ولس دردونه د شعر په ژبه بيان کړي دي .
خزان وويل، په نوره نړۍ کې خلک د شاعرانو د ورځې د نمانځې ترڅنګ شاعرانو ته په لوړ ارزښت قايل دي خو د نوموړي په ټکو زموږ په هيواد کې د شاعر هغه ډول چې پکار ده مينه او ارزښت نه ورکول کيږي.
خزان همدا راز د اطلاعاتو او کلتور رياست له مسولينو هم ګيله وکړه چې په خبره يې د دوی د ورځې په نمانځه کې ورسره ګډون ونکړه.
د هميشه بهار خصوصي تلويزيون مشر اتل خان ستانکزي او مدني فعال عبدلطيف واحدي بيا شاعرانو ته د هغوی د ورځې له امله د مبارکۍ ترڅنګ د هر راز مرستې او همکارۍ ډاډ ورکړ.
نوموړو شاعران د ټولني ريښتنې انځور کوونکي وبلل ، چې په وينا يي شاعرانو د شعر په ژبه ډير څه کړي چې دستاينې او قدر وړ دي.
له ويناوو وروسته ازاده مشاعره د شاعر تسل مظلوم يار په شعر سره پيل شوه چي وروسته ګڼو شاعرانو خپل شعرونه ولوستل چي دګډنوالو له لوري دتاوده هرکلي سره مخ شو.
د مشاعرې په پای کې د خيال ادبي بهير له لوري محمود خزان ته د کړې نوښت له امله ، چې د لومړي ځل لپاره يې د شاعر ورځ ونمانځله پرستاينليک وستايه.
د ننګرهار استیناف محکمې له لورې ۱۳ تنه د جرمونو له امله په بېلابېلو جزاوو محکوم شول.
د ننګرهار استیناف محکمې د ښاري محکمې جزا ابتدايه دېوان له لورې د یوې علنۍ غونډې په ترڅ کې يو تن د قتل په قضيه کې د جزا قانون ۳۹۶ مادې پربنسټ په اتلس کاله تنفيذي بند محکوم کړ.
همدا راز په دغه علني غونډه کې يو بل تن د لازمو د لايلو د نه شتون له امله برئت ورکړل شو،خو لس تنه جوارګر د جزا کوډ د ۶۹۱ مادې پر اساس په دولس ـ دولس زره افغانۍ جزا محکوم شول ، چې له دې جملې يو تن ، چې جوار ګرو ته يې ځای برابر کړی و، د يادې نغدي جرمې ترڅنګ د جزا قانون د ۳۵۳ مادې د لومړۍ فقرې او ۱۵۸ مادې په پام کې نيولو سره په دوه مياشتو بند محکوم شو.
په همدې حال کې د ننګرهار استيناف محکمې د ښځو پروړاندې تاوتريخوالي مخنيوي استيناف دېوان رياست له لوري دقتل په قضيه کې يو تن په اته کاله تنفيذي بند محکوم شو.
يو تن ، چې د کورني تاوتريخوالي له امله يې مېرمنې ځان وژنه کړې وه، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوي قانون د ۲۱ مادې پر بنسټ يې خاوند په اته کاله تنفيذي بند محکوم شو.
دغه راز په يوه بله قضيه کې يو تن ، چې دواده څخه د پنځو نجونو ممانعت يې کړی و د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي مخنيوي قانون د۲۷ مادې پر اساس او دجزا قانون ۱۵۸ مادې پربنسټ دهرې جلۍ په حق په دوه + دوه مياشتو ، چې جمله ۱۰ مياشتې کېږي په تنفيذي بند محکوم شو.
دغونډې قضايي پلاوي وويل د تورنو پر وړاندې شوې پرېکړې وروستۍ نه دي، کولای شي د تميز غوښتنې وکړي .
ننګرهار ته د ۲۲۰ کیلو ولټه وارداتي برېښنا د مزو د لیږد او برېښنا کوټ د جوړیدو پروژې لومړنۍ سروې بشپړه شوې .
د افغانستان برښنا شرکت په پام کې لري، چې له کابل څخه ننګرهار او کنړ ته د ۲۲۰ کیلو ولټ برښنا مزو په غځولو سره ۳۰۰ میګاواټه وارداتي برښنا را ولیږدوي.
د معلوماتو له مخې له کابل څخه جلال آباد ته د ۲۲۰ کیلوولټ وارداتي برښنا مزو د لیږد او برښنا کوټ د جوړیدو پروژې لومړنۍ سروي بشپړه شوي او د داوطلبۍ د اسنادو ترتیب یې پیل شوی دی.
د برښنا دا پروژه ۶۰ میلیون امریکایي ډالره ارزښت لري، چې پیسې یې د آسیا پراختیایي بانک له بودجې څخه ورکول کیږي.
په پام کې ده، د برښنا د لیږد ددې پروژې چارې له تړون وروسته د ۲۰۱۸ زیږدیز کال په نومبر میاشت کې پیل او د ۲۰۲۰ زیږدیز کال په نومبر میاشت کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
دغه راز په پام کې ده له ننګرهار څخه کنړ ته د ۲۲۰ کیلوولټ برښنا مزي ولیږدول شي، چې ددې پروژې مالي تمویل به یې په نږدې راتلونکي کې د آسیا پراختیایي بانک اعلان کړي.
ددې دواړو پروژو په بشپړیدو سره به د اړوندو ولایتونو د اوسیدونکو د برښنا ستونزې تر ډیره بریده هوارې، نویو پیرودونکو ته به برښنا ورسیږي او د خلکو په ژوند کې به مثبت بدلونونه را منځ ته شي.
په ننګرهار کې تر سلو زیاتې چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ، بهیرونه او ټولنې فعالیت کوي .
په ننګرهار ولایت کې ۴ تلویزیوني، درې کیبلي،۱۶ راډیویي او لسګونه نورې چاپي رسنۍ فعالیت کوي؛ خو د ستونزو له امله ۵ راډیوګانې او ګڼ شمیر چاپي رسنۍ تړل شوي دي .
په چاپي رسنیو کې یې مهالنۍ، یو شمیر مجلې او کم شمیر یې اونیزې دي.
په غږیزو رسنیو کې اباسین ، شهادت غږ ، سباوون ستوري او پښتونستان رادیو ګانې د تیرو دوو کلونو راهیسې د تخنیکي او اقتصادي ستونزو له امله فعالیت نلري .
په ۱۳۹۶ کال کې د همیشه بهار په نوم یو تلویزون په ازمایښتي خپرونو پیل کړی او د دوو نویو رادیو ګانو د جوړیدو چارې پیل شویدي .
دغه راز په دغه ولایت کې د یو ښځینه ادبي بهیر په ګډون پنځه ادبي بهیرونه ، او شل فرهنګي ټولنې فعالیت لري چې سلګونه شاعران ، ادیبان او فرهنګيان يې تر چتر لاندې خپل ادبي او فرهنګي فعالیتونه پر مخ بیایي .
همدارنګه د ژورنالستانو د ملاتړ شپږ ټولنې شته، چې د ستونزو پر مهال د خبریالانو غږ پورته کوي
په قاچاقي ډول ځوانان بهر ته د تګ څخه د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ترسره شو.
د ننګرهار ولایت تیاتر ډلې له لورې د ختیځ ادبي بهیر مشر ضیاالدین همت مل په ملتیا د بهسودو ولسوالۍ په مقام کې د ذهني ازموینې او ځآنګړې تمثیلي پرچې په وړاندې کولو سره په قاچاقي ډول ځوانان بهر ته د تګ څخه د مخنیوي په موخه عامه پوهاوی ورکړ.
په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې ګن شمیر ځوانانو،مخورو او مدني فعالانو هم ګډون کړی وو.
د بهسودو ولسوال محمد صدیق دولتزي د تیاتر ډلې څخه مننه وکړه،چې د بېلابېلو لارو څخه د ځوانانو فکر په جوړولو کار کوي،ترڅو بهر هېواد ته دتګ پر ځای پخپل هېواد کې کار وکړي.
یو شمیر خوانانو همدا راز بهر ته د تګ پر مهال خپلې ترخې خاطرې هم د ګډونوالو سره شریکې کړې .
#ننګرهار_ولايت_رسنيو_دفتر #NMIC8
Website: http://nangarhar.gov.af/ps
Facebook: https://www.facebook.com/nmic8
Twitter: https://twitter.com/nmic8
Telegram: https://t.me/nmic96
YouTube: https://www.youtube.com/nmic86
Telephone: 0602000124 – 0794141200
دوه وسله وال طالبان ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ملي امنيت موظفينو د اکرام الله او سيف الله په نومونو دوه وسله وال طالبان ونيول.
د معلوماتو له مخې نيولو شويو کسانو د وسله والو طالبانو د دوو قومندانانو زبير او عبدالسلام تر مشرۍ لاندې په جلال اباد ښار او خوږياڼو ولسوالۍ کې تخریبي کړنې تر سره کولې.
نيول شويو وسله والو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دي.

د بهسودو ولسوالۍ د بېلا بېلو سيمو قومي مشرانو ، ديني عالمانو اوځوانانو د امنيت ټينګښت او د اتمې ښاري ناحيې د عملي خدماتو د پيل کېدو په موخه غونډه وکړه.
د بهسودو د خلکو شورا ، ځوانانو همغږۍ شورا او قومي مشرانو له لوري نن د دوشنبې په ورځ د يادې ولسوالۍ په ميرانو کلي کې د امنيت ټينګښت او د اتمې ښاري ناحيې د عملي خدماتو د پيل کېدو په موخه غونډه وشوه .
د غونډې ويناوالو په بهسودو ولسوالۍ کې په بېلا بېلو برخو کې د رغنيزو پروژو د تطبيق غوښتنه وکړه .
د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري وويل: ټولې دولتي ادارې مکلفې دي تر څو د ولسونو مثبتو غوښتنو ته ځواب ووايي.
زمري د خانکي دښتې د چور او ناقانونه ويشل د ولس خلاف عمل وګاڼه او زياته يي کړه د خپل ولس تر څنګ به تر پايه ودريږي.
د بهسودو د ځوانانو همغږۍ شورا په استازولۍ تميم اسحاقزي، شريف الله ناصري او ريس خان غرني خبرې وکړې او ټينګار يې وکړ چې د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دې په هوايي ډزو بنديز ولګول شي او سر غړونکو ته دې سزا ورکړل شي.
د بهسودو د قومونو شورا رئيس حاجي معراج د ولسونو په استازولۍ له حکومته وغوښتل ، چې د خانکي دښتې د چور او نا قانونه ويش په مخنيوي کې هلې ځلې وکړي.
نوموړي دغه راز په سيمه کې د پوليسو د حوزې او ښاري ناحيې د خدماتو په پيل کيدو ټينګار وکړ.
د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير ننګرهار کې دفتر پرانيست.
په همدې موخه د جوړې شوې غونډې پر مهال د ياد بهير پلويانو د وينا پر مهال هغه اشخاص وننګول ،چې د نظام پر وړاندې ستونزې جوړي.
د افغانستان د خلکو د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير ننګرهار کې څانګه پرانيسته ترڅو خپل فعاليتونه تنظيم کړي.
د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير د دفتر مشر جنرال ميرهاشم مومند وويل: له دې ځايه د قومونو د يوالي او د حکومت د پياوړتيا لپاره کارکوي.
په ننګرهار کې د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهير مسوول نوراغا ملکزي او د ياد بهير ځينې نورو پلويانو د حکومت مخاليفين پردي پال وبلل، او د هغوی پر ضد يې د درېدو ژمنه وکړه.
بلخوا د ولايتي شورامرستيال ډاکټر لعل محمد دراني وويل، هرڅوک چې ملي ګټي ساتي او حکومت پياوړی کوي، دوی يې ملاتړکوي.
وينا والو دغه راز د قانون په پلي کېدو ټينګار وکړ.
په ختيځ کې د افغان ښځو شبکې له لوري د مارچ اتمه د ښځو نړېوال ورځ ونمانځل شوه.
د يادو مراسمو پرمهال په ختيځ زون کې د افغان ښځو شبکې مسوول خان اقا غرمل وويل : په اسلام مبارک دين کې د ښځو حقوق روښانه دي ، چې په وينا يې اړونده ادارې يې بايد حقوقو ته درناوی وکړي.
غرمل زياته کړه ، په هېواد کې د روانې جګړې له امله د ښځو حقوق زيانمن شوي دي.
نوموړي له ميرمنو غوښتنه وکړه چې د خپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه يو بل ته لاسونه ورکړي.
دجوړې شوې غونډې پرمهال دهېواد د لومړۍ مېرمنې له لوري راستول شوې پيغام هم د غونډې ګډونوالو ته واورول شو.
په پيغام کې په ښځو غږ شوی و، چې په يو والي سره د خپلو حقوقو ترلاسه کولو په موخه په ګډه مبارزه وکړي .
په ورته وخت کې د ولايتي شورا غړې حبيبه کاکړ او نورو په ټولنه کې د ښځو په ارزښت خبرې وکړې او په ټولو هېوادونو يې غږ وکړ ، چې دښځو حقوقو ته درناوی وکړي .
په ننګرهار ولايت کې د بېلا بېلو فدراسيونونو مسوولينو د بدني روزنې امريت مسوولينو سره خپلې ستونزې شريکې کړې.
د بېلا بېلوفدراسيونونو مسوولينو د بدني روزنې امر خوشحال حضرتي سره د ناستې پر مهال خپلې يو شمېر ستونزې د حل په موخه شريکې کړې.
د بدني روزنې امر د فدراسيونونو مسوولينو ته ډاډ ورکړ ځينې هغه ستونزې ،چې حل يې د دوی په توان پوره نه وي ولايت مقام سره شريکې کړي.
نوموړي ولايت مقام څخه غوښتنه وکړه هغه لوبغاړي ،چې د هېواد په داخل او بهر کې اتلولي ترلاسه کوي ويې ستايي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *