له خولې یې دسور ګلاب په څېر سرې وینې بهېدلې…
په خپو شله وه…
مات مات مزل یې کولو…
په سرو وینو لت پت وه…
مات وزر یې په ځان پسې کشولو…
د غمونو او دردونو له امله یې خوله ګنډلې وه…
ٍ د ماشوم په څېر یې معصومانه سترګې غړولې…
کله یې يوه لورې او کله بل لورې ته سترګې اړولې…
د ورک شوې لاروي په څېر یې ترن ترن کتل…
ـ ترې ومې پوښتل:
څوک یې؟
له کومه راغلې؟
څه غواړې؟
ـ سترګې یې دنډ شوې…
د ګلاب د شبنم په څیر یې اوښکې په لیمو څڅولې…
د ډېر څه ويلو هوډ یې لرلو خو غریو ونيوه…
زړه یې راډک شو…
کړیکې یې له خولې راووتې…
ژبې یې په خبرو پیل وکړ…
زه د دې بڼ اوسېدونکې یم…
له دې ځایه شړل شوې یم…
د اوسېدو ځای نه لرم…
دا وګړي مې نه پریږدي…
په کاڼو مې ولي…
دا مې حال دی…
له خولې مې د خبرو پر ځای څاڅکی څاڅکی وينې څڅیږي…
د الوتو پر ځای پلې ګرځم…
له انسانانو نفرت لرم…
د مرګ د سلګو په حال يم…
ـ نو څوک یې؟!!
ـ زه…
زه رڼا يم…
سکون یم…
اې ما له ځانه سر يوسئ…
په ما یو ځای شئ…
سوکاله، هوسا، او ډاډمن ژوند به ولرئ…
هره ورځ به مو د اختر په څېر شي…
زما لپاره رنځپالان وپلټئ…
زما درملنه وکړئ…
زه ټپې ټپې سوله یم…
زه ټپې ټپې سوله يم…