لیکوال: حکمت ارین-
د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د مجاهدینو د دورې په اړه چې څومره ځان پوهوې په هماغه کچه دې په افغانستان کې د جهاد په نامه له شوې جګړې نفرت ډېرېږي؛ ځکه ټول ګوندونه د خپلې جګړې په ماهیت ښه پوره پوهېدل، ولې بیا یې هم د خپلو ګټو د تأمین او خپلو اهدافو لپاره په زرګونو خلک قرباني کړل. که له دې موضوع یو څه ور هاخوا فکر وکړو، اکثره افغانان په ډېر پاک نیت د سرو ځواکونو پر وړاندې ودرېدل او ځانونه یې تر خپلې پاکې عقیدې قرباني کړل، په لکونو بې ګناه وګړي شهېدان شول، په میلیونونو بې کوره او کډوال او په میلیونونو نور هغه یې معلول او معیوب شول؛ خو ګټه چا وکړه؟ دا وطن ارام شو؟ اسلام مو وګاټه؟ هېواد مو وګاټه؟ غیرت مو وګاټه؟ نه! له دې ټولو موږ ته یوازې دا افتخار را پاتې دی چې روسان مو پسې واخیستل.
دلته نو ضرور ده دا هم وپوښتو چې روسان چا راوستل، ولې او څنګه ووتل؟
که د افغانستان سیاسي پس منظر ته وګورو نو تر هر څه وړاندې مو له دې هېواد سره د غربي او شرقي بلاکونو ژوره علاقمندي هيښوي، نو باید پوه شو چې د افغانستان په تاریخ کې شوې ټولې سترې پېښې له رازونو، د افغانانو د پاکو احساساتو خو د هغوی د رهبرانو له سترو بې عدالتیو او نظر تیریو خالي نه دي. د مجاهدينو دوره هم د همدې تاريخ يوه برخه ده.
زه ولې وایم چې د مجاهدينو رهبرانو د ولس له احساساتو سره بې انصافي کړې ده؟ په ځواب کې ډېر دلايل شته چې بحث پرې کېدای شي.
لومړی دا چې افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د راتګ موضوع ډېره پخوا مطرح شوې وه، خو امریکا تر ډېره افغانستان ته راتګ ته زړه ښه نه کړ، دا چې ولې؟ خدای ښه پوهېږي. خو افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د راتګ وروستۍ غوښتنه مجاهدینو په ځانګړې توګه ګلبدین حکمتیار وکړه. امریکا چې د موضوع عمق ته متوجه وه او نه یې غوښتل له روسیې سره ځان مخامخ ښکېل کړي نو د مجاهدینو له خوا په شوي وړاندیز یې خاشه واچوله. موقع ته په تمه وه او د افغانستان وضعيت یې له نږدې څاره.
کله چې روسيه له خپلو افغان انډيوالانو سره افغانستان ته د سرتېرو په را استولو سلا شوه نو مجاهد رهبرانو پر افغانستان د یرغل د قوي احتمال په اړه امریکا ته وویل، چې ښایي روسیه خپل پوځيان افغانستان ته را واستوي. خو امريکايانو ویل چې لومړی فکر نه کوي چې روسان دې دا تېروتنه وکړي، که بيا هم دا کار وکړي نو امريکا به پر روسيه بنديزونه ولګوي.
د وخت په تېرېدو روسيې پر افغانستان نظامي يرغل وکړ او امريکا، چې د افغانستان په اړه يې ښه معلومات درلودل، له روسيې د ويتنام د ماتې د غچ اخيستلو لپاره مناسبه موکه ترلاسه کړه.
د شوروی د تېري په لومړیو کې د امریکا ولسمشر جېمي کارټر وویل چې شوروي به پر افغانستان د تېري دروند پور پرې کړي.
هغه وو چې د امریکا او شوروي تر منځ سړه خو د افغانانو تر منځ ګرمه او میداني جگړه پیل شوه. د جیمي کارټر د ملي امنيت پولنډي الاصله سلاکار زبیګنیو برژينسکې په خپله خوله د مجاهدینو د ملاتړ په اړه ویلي وو چې د شوروي لښکرې افغانستان ته داخلې شوې، د ده نظریه هم قبوله شوه. له همدې ځایه د لومړي ځل لپاره په سړه جګړه کې د امریکا فعالیت پیل شو او دا فعالیت د شوروي پر وړاندې وسله وال مقاومت او د مجاهدینو ملاتړ و. که چېرته امریکا له مجاهدینو ملاتړ نه وای کړی، د دې احتمال و چې مجاهدین به له ماتې سره مخ شوي وای.
د امریکا د غوښتنې پر اساس پر افغانستان د شوروي پر تېري ډېرو سازمانونو غبرګونونه وښودل. د اسلامي هېوادونو کنفرانس او ډېرو نورو هېوادونو پر افغانستان د شوروي یرغل وغانده. هغه وو چې امریکا هم د افغانستان اشغال د سیمې د سولې لپاره یو جدي ګواښ وباله او د فارس خليج پر حوزه يې د کنټرول ټينګولو هڅې پيل کړې. دوی ويل چې د فارس خليج پر حوزې د بل چا واکمنېدل د امريکا پر ګټو د پښې اېښودو په مانا دي.
هغه عکس العملونه چې په افغانستان کې د شوروي د تېري پر وړاندې وښودل شول، د امريکا لپاره د خوشالۍ زېري وو. امريکا له ایډیالوژیکي پلوه د اسلام او کمونېزم بحث راپورته کړ، په داسې حال کې چې په حقیقت کې يې نه د اسلام پروا درلوده او نه هم د مجاهدينو. دوی ته يوازې دا مهمه وه چې خپل دوديز سيال مات کړي او د دې کار لپاره افغانستان تر ټولو غوره ځای و.
وروسته وروسته چې امریکا په افغانستان کې د غیر مستقیمې مداخلې هوډ وکړ نو یو ډول استخباراتي سیاست یې غوره کړ، دوی پر افغان مجاهدينو د پاکستان د استخباراتي ادارې يا ISI له لارې د وسلو وېش پيل کړ. څه چې مونږ ته د دې سیاست په اړه لا ډېر معلومات راکوي، هغه په اسلام اباد کې د CIA د استخباراتي ادارې د مشر (هیواد هارت) او د پاکستان د استخباراتي ادارې یا ISI د مشر جنرال اختر عبدالرحمن لیده کاته دي. دوی د افغان جګړې په اړه پر پنځو مواردو هوکړه وکړه چې دلته يې لنډه يادونه کوو:
لومړی- دوی هوکړه وکړه چې امریکایي وګړي او د CIA افسران د پاکستان له لارې افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري.
دويم- مجاهدينو ته د وسلو لېږد او وېش به د پاکستان د استخباراتي ادارې د افسرانو له لوري کېږي.
درېيم- د مجاهدینو نظامي تعلیماتو ته به د ډيورنډ فرضي کرښې په شاوخوا سيمو کې زمينه برابرېږي او دا کار به د پاکستان د استخباراتي ادارې افسران کوي.
۴- د CIA مامورین به افغان مجاهدینو ته د روزنې د ورکړي حق نه لري.
۵- د نويو او پرمختللو وسلو په کارولو کې به هم يوازې د پاکستان د استخباراتي ادارې افسران له افغان مجاهدينو سره مرسته کوي.
امریکا کولی شول چې په مستقیم ډول هم د افغانستان جګړې ته د ننه شي خو دا کار يې ونه کړ.
په کابل او بغداد کې د امريکا پخواني سفير زلمي خليلزاد په ۱۹۸۰ کال کې په دې اړه ويلي چې د امريکا او پاکستان تر منځ دې همکارۍ درې اړخونه درلودل.
لومړی دا چې امریکا د دې سیاست له لارې د نورو هېوادونو د همکارۍ په جلبولو کې ښه رول ولوباوه. په دې برخه کې د سعودي عربستان ونډه ډېره مهمه وه، ځکه د مجاهدينو نيمايي لګښتونو ته يې اوږه ورکړه.
دويم دا چې امریکا د مجاهدینو لپاره د وسلو په اخیستلو او پاکستان ته یې په رسولو کې مهم رول ولوباوه.
او درېيم دا چې امریکې خپلې اړیکې له پاکستان سره پیاوړې کړې څو له افغان مجاهدینو سره په مرسته کولو صرفه ونه کړي.
امریکا د خپلو مرستو په وېشلو کې پاکستان ته ډېره ازادي ورکړه او ويل کېږي چې پاکستان هم له دې ازادۍ د خپلې ګټې لپاره ډېره استفاده وکړه.
د مرستو د وېش او سرچینو څرنګوالی د ISI له لوري تنظیمېده او امریکا پکې هېڅ رول نه درلود .
پاکستان هم د امريکا مرستې هغو کسانو ته ور وېشلي چې له دوی سره يې موخو ته په رسېدو کې ډېره مرسته کولای شوه. دوی اووو جهادي تنظيمونو ته په مختلفو کچو مرستې ورکولې چې تر ټولو ډېره ونډه پکې د ګلبدين حکمتيار او کمه بيا د صبغت الله مجددي ونډه وه. امريکا پر دې موضوع سر نه خوږاوه او نه هم ورته مهمه وه چې مرستې چا ته ورکول کېږي، دوی ته يوازې دا مهمه وه چې په سړه جګړه کې بريالي شي. امریکا دې ته هم لېوالتيا نه درلوده چې مجاهدينو ته دې په خپل لاس مرستې ووېشي، دوی غوښتل چې روسيه له پښو ولوېږي، هغه که د پښتانه په لاس وي او يا هم د ازبک، تاجک او هزاره.
اوس چې کله د جهاد خبره کېږي، نو ويښ وجدانونه وايي چې هو! موږ جهاد کړی، قربانۍ مو ورکړې دي خو دا جهاد مو په غير شعوري ډول د نورو د ګټو لپاره کړی دی، جهادي رهبران مو هوسا کړي دي، هغه رهبران چې نه يې پخوا د ملي او ديني ارزښتونو په پېژندلو او تعريفولو سر خوږولی او نه يې هم اوس پروا لري.
جهادي رهبرانو تل له ملت سره جفا کړې ده، د ولس پاک احساسات او عقايد يې د خپلو شخصي ګټو لپاره کارولي دي. د شهيدانو په وينو يې پيسې ګټلې دي او لا هم د مجاهدينو په نامه له جامو سره د خلکو په سترګو ور ننوځي او باج ترې غواړي.